سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د بلوچستان ایالت په کويټه کې ميشتې هغه افغان کډوالې نجونې چې د لوړو زده کړو په خاطر پاکستان ته کډوالې شوې، وايي په دې وروستيو کې د پاکستان د حکومت دې اعلان اندېښمن کړي، چې بې اسناده او د افغانستان تابعيت لرونکي کډوال به د مارچ تر ۳۱ مې له پاکستان څخه وځي.
د بلوچستان په ژوب کې یوې غیر حکومتي موسسې د سیمې ځوانانو ته د صابون جوړولو په ګډون د راز راز حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې. حبیب الرحمن، چې په دې پروګرام کې روزل شوی، وايي چې د زیتونو له تېلو د ښکلا صابون جوړوي.
په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې قانوني اسناد نه لرونکي افغان کډوال بايد د مارچ تر ۳۱مې نېټې خپل هيواد ته ستانه شي، که داسې ونه کړي په جبري توګه به له پاکستان څخه وايستل شي. ندا عزيزي یوه افغانه هنرمنده ده چې په کویټه کې اوسي او چې وايي افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته د مرګ په معنی دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو غيرقانوني او افغان تابعيت کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د مارچ تر پايه افغانستان ته د ستنېدو ويلي چې د ياد امر له مخې، که په خپله خوښه ولاړ نشي، نو په جبري توګه به له پاکستان څخه ايستل کېږي. دې خبر د پاکستان په کويټه کې ميشت افغان کډوال له اندېښنو سره مخ کړي.
د بلوچستان ايالت په پښتون ميشتو سيمو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د زده کوونکو او محصلینو څانګو د زده کړو په هکله د عامه پوهاوي زياتولو په خاطر لاريون کړی چې پکې یې پر طالبانو هم غږ کړی چې د نجونو پر وړاندې دې د لوړو زده کړو د ادارو دروازې بېرته پرانيزي
کويټه کې په "آبه سکين" پېژندل شوې يوه افغان کډواله چې د کالیو د پلور خپل دوکان لري، په انلاين بڼه هم کاروبار کوي چې دا مهال د کويټې يو له مشهورو متشبثينو څخه ګڼل کېږي. سالمين خپلواک یې په اړه راپور لري.
د بلوچستان ایالت د کويټې په هزارو ټاون کې د یو خیریه بنسټ له لوري د ۲۵ جوړو د واده ډلهییز مراسم ترسره شول. په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مراسمو هرکلی شوی، بلخوا د بلوچستان په نورو سیمو کې هم ځوانانو د دې دود د عامولو غوښتنه کړې. سالمین خپلواک- د امریکاغږ
د بلوچستان ایالت د پښتون میشته سیمو یو شمېر ځوانانو او مشرانو شاوخوا ۱۰۰ کلو متره پلی مزل کړی چې هدف یې د چاپېریال ساتنې په اړه د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړول ښودل شوی دی. تفصیل یې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک په رپوټ کې ګورئ.
د پاکستان په بلوچستان کې يو شمېر پښتون ملتپاله سياسي ګوندونو او د پښتو ژبې ادبي تنظيمونو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله چې پکې ځوان سياسي فعالانو په پښتو ژبه د ښوونځیو د تعلیمي نصاب جوړولو غږښتنه وکړه.
کویټه کې ځوانانو د پسرلي په درشل کې د کاغذباد پسرلنۍ میله ونمانځل شوه. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت له ۲۰۰۷ کال راهیسې ددغه ډول ټولېدنو په نمانځنو بندیز لګولی.
د بلوچستان په کويټه کې ډېری هغه افغان کډوال, چې د طالبانو له واکمنېدو سره پاکستان ته کډه شوي، د خپلو نجونو راتلونکي ته اندېښمن دي. يو له دغو د فاطمه کريمي کورنۍ ده چې د خپلو لوڼو د لوړو زده کړو په خاطر کويټې ته کډه شوي خو په کوربه هيواد کې هم د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله له زده کړه بې برخې دي
د بلوچستان د ژوب په سيمه کې ځوانان شکايت کوي چې په ياده سيمه کې د دوی د بېکارۍ تر ټولو ستر لاملونو د برېښنا کمښت او د انټرنټ کمزوري خدمات دي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک ژوب ته ورغلی او له يو شمېر ځوانانو سره يې پدې اړوند خبرې کړي.
د بلوچستان لورلايي په ژیړ کارېز کمپ کې ميشت افغان کډوال وايي چې د ژمي په موسم کې له يو پلو د کورونو لګښت يې زيات شي بل پلو د يخ دا درې مياشتې له بېکارۍ سره مخ وي چې ستونزې يې يو په دوه شي. سالمین خپلواک له ځینو کډوالو سره غږیدلی.
د بلوچستان په "کچلاغ" سيمه کې په يوې ديني مدرسې کې زده کوونکو ته د ديني زده کړو ترڅنګ د ساينس او مصنوعي ذهانت په څېر عصري زده کړې ورکول کېږي. ښايي دا په سيمه کې يو له لومړنيو مدرسو څخه وي چې په کې د ديني او عصري زده کړو تر منځ د واټن ختمولو هڅې روانې دي. سالمين خپلواک پرې راپور جوړ کړی
بلوچستان کې د تعلیمي فرصتونو کمښت ګڼ شمیر ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي، خو ځینې ځوانان د خپلې ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره پخپله ګامونه اخلي. د ژوب په عثمانزي بابړ کلي کې یو ځوان، چې د ژمي په رخصتیو کې خپل کلی ته ستنیږي، د ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمينه برابروي.
د پاکستان حکومت پدې وروستیو کې امر کړی چې د پي اور آر او ای سي سي په نامه کارټ لرونکي افغان کډوال دې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي. ای سي سي کارټ لرونکو افغان کډوالو ته ویل شوي چې بیرته افغانستان ستانه شي. دې خبر په بلوچستان کې میشت ځوان افغان کډوال خپل راتلونکي ته خورا اندېښمن کړي.
د بلوچستان ایالت د مسلم باغ د "ملګګۍ" کډوالو کمپ کې یو افغان کډوال د ځوانانو لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکز پرانیستې ده. په دې مرکز کې افغان کډوالو ځوانانو ته په وړیا او د ټیټو فیسونو په بدل کې زده کړې ورکول کېږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه کې له ملي او نړيوالو رسنيو سره کارکوونکي کې يو شمېر ځوان خبريالان وايي چې د زيات شمېر راپورونو، د دندې د نه خونديتوب او د ژوند د بيمې د نشتوالي له امله د دوی کار اغېزمن شوی.
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه 'پښين بغداد' کې ځوانانو په اشر د سړکونو بيا جوړولو کار پېل کړی. دوی پدې کار سره غواړي د سړکونو د جوړولو ترڅنګ خپل غږ اوچت کړي ترڅو د حکومت پام دې ستونزې ته واړوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور لري.
د بلوچستان د کويټې اوسيدونکی عبدالقادر له تېرو څو لسيزو راهيسې د کويټې په مري آباد سيمه کې په غره کې مکانانو جوړوي او بيا يې په ارزانه بيه پلوري. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور لري.
نور پورته کول