سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره، د بلوچستان ایالت د کويټې ښار ته د راکډه شويو افغان کډوالو لويه برخه له بد وضعيت سره مخ ده. دوی د قانوني اسنادو د نه لرلو په وجه نه په لوی زړه کاروبار کولی شي او نه يې ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري.
په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د احتجاج په توګه د ایالت روغتونونه تړلي چې له کبله یې د ایالت په زرهاوو ناروغان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي. بشپړ حال د سالمین خپلواک په راپور کې.
د کويټې د "کوله پاټک چارڅو" په چوک کې د بايزيد خان خروټي پر نامه يو ځوان او مدني فعال د خپلو ملګرو په مرسته او په خپل شخصي لګښت د مرغانو لپاره ځانګړی پناه ځای جوړ کړی دی چې اوسمهال، د خلکو د سېل او تفريح لپاره يو مشهور ځای ګرځېدلی دی.
د کویټې ۲۴ کلن ابراهیم خان خروټی وایي ځکه په یو شخصي سنوکر کلب کې په لږ معاش مزدوري کوي چې ددغې لوبې څخه لیرې پاتې نه شي. نوموړی د بې وزلۍ او حکومت نه پاملرنې سربېره په پاکستان کې د سنوکر د یو وتلي لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي. سالمین خپلواک ورسره دده د هڅو او هیلو په اړه غږیدلی.
که څه هم د ښارونو له پراخوالي سره د واده دود اوس تر ډېره بدل شوی او د واده مراسم په شخصي تالارونو کې په پيسو ترسره کېږي، خو د کوزې پښتونخوا د ژوب په ليري پرتو کليو کې اوس هم د ودونو رواج په خپل پخواني شکل پاته دی. سالمين خپلواک د ژوب په وله اکرم کلي کې د یو کلیوال واده په اړه راپور لري.
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې تر نظارت لاندې د ايالت ځوانو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو اعتراض دوام لري چې په لړ کې یې دوي یواځې نیمه ورځ د ناروغانو درملنه کوي. دوی وايي چې د روغتونونو د شخصي کېدو پاليسۍ پر ضد راوتلي خو حکومت بیا وایي په دغه کار سره غواړي سهولتونه رامنځته کړي.
د کويټې په دغه هوټل کې يو داسې فلم نندارې ته وړاندې شوی چې موخه يې د نجونو په کم عمرۍ کې د ودونو پر منفي اغېزو د ولس پوهاوی او خبرول وو. سالمین خپلواک د غونډې له ګډونوالو سره غږیدلی او پرې راپور یې چمتو کړی.
کويټه کې د احمد شاه بابا عالي ليسې د دولسم ټولګي څخه فارغ شویو افغان کډوالو نجونو او هلکانو فراغت غونډه وشوه چې پکې ۵۰ نجونو او هلکانو ته د طالبانو د پوهنې وزارت لخوا اسنادونه ورکړل شو. کویټه کې د طالبانو د پوهنې وزارت اتشې ولي محمد نوراني له زده کوونکو څخه د لا نورو لوړو زده کړو غوښتنه وکړه.
فوزيه همدرد په کويټه کې ميشته افغان کډواله ده چې د لوړو زدو کړو د فيسونو برابرولو په خاطر د کويټې په "هزاره ټاون" کې له خپلې خور سره په يوه وړوکې دوکان کې کار کوي. دا چې د کډوالۍ د کړاوونه ډک ژوند سره سره هغه په کويټه کې خپل ژوند ولې ښه بولي، جزییات په راپور کې:
د بلوچستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال امريکا غږ ته ويلي چې هغوی پدې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته د دواړو هيوادونو تر منځ د آزادو اقتصادي مرکزونو جوړولو وړاندیز کړی. د نوموړې په خبره، له دې سره به پر ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د ميشتو ولسونو اقتصاد ته ډېره ګټه ورسیږي.
د بلوچستان په کويټه ښار کې د ځينې شخصي مارکيټونو مالکان د کرسمس وړې نمانځونډې جوړوي چې په خبره يې، د خپلې سيمې د عيسوي مذهب منونکو لږککيو ته د خپلوۍ احساس ورکړي.
بلوچستان کې ميشت ډېر افغان کډوال ګیله کوي چې دوي لپاره ټاکل شوې بودیجې ځایي اوسیدونکو لپاره مصرفیږي چې لنډ مثال یې د افغانانو د لاسي صناعیو په نوم جوړ شوي دغه نندارتون کې په پراخه کچه د بلوچ او ځایي اوسیدونکو صنعتکارانو ګډون دی. سالمين خپلواک د دغه نندارتون له ځینو ګډونوالو او تنظیموونکو سره غږیدلی.
د بلوچستان په سرخاب کمپ کې ميشت ډېری افغان کډوال وايي چې د بې وزلۍ له کبله مجبور دي چې په يو وخت کې دوه او یا له هغې هم ډېر کارونو په کولو سره د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کړي. سالمين خپلواک په ياد کمپ کې د خوليو پاکولو له یو کسبګر سره خبرې کړي چې د خوليو د کار ترڅنګ د چايو یوه هټۍ هم چلوي.
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه سنځاوۍ کې په سپوږمۍ ښوونځي کې د زده کوونکو د کلنيو نتيجو د اعلان نمانځغونډه کې د افغان کډوالو يو شمېر زده کوونکو که يو پلو خپلې برياوې ونمانځلې بل پلو يې په افغانستان کې د نجونو راتلونکي ته اندېښنې ښکاره کړې. سالمین خپلواک ددغې غونډې له ځینو ګډونوالو سره غږیدلی.
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه ژوب کې ډېری اوسيدونکي وايي چې دوي له تيږو جوړ شوي کورونه ځکه خوښوي چې د لوړ مقاومت سربیره په دوبي کې ساړه او په ژمي کې تاوده وي. سالمين خپلواک پرې راپور جوړ کړی.
په کويټه کې کندهاري چاټ او چولې خپل ځانګړي مینوال لري او اکثر دغه مینوال ورته د لیرې سیمو څخه هم راځي. د کوټې ډېر اوسیدونکي په دې باور دي چې په پاکستان کې هر هغه خوراک ډېر ژر مينوال مومي چې د افغانستان يا د ياد هيواد د يو ولايت نوم ورسره تړلی وي. سالمین خپلواک- امریکاغږ
د کويټې په "بويټمز" پوهنتون کې د کډوالو او مهاجرت د زده کړو نړيوال مرکز تر نظارت لاندې د انځورګړۍ نندارتون تابيا نيول شوې چې ځايي او افغان کډوالو انځورګرو پکې برخه اخيستې او د انځورګرۍ له لارې يې په پاکستان او افغانستان کې د افغانانو ستونزې انځور کړي. سالمین خپلواک پرې راپور لري.
د دسمبر ۱۲مه په ټوله نړۍ کې "روغتیايي اسانتیاوو ته د ټولو وګړو د لاسرسي نړیواله ورځ " پداسې حال کې نمانځل کېږي، چې د بلوچستان یو شمېر ځوان خبریالان وایي، د دغه ایالت حکومتي ادارې د روغتیا په اړه معلومات نه ورکوي او ډاکټران ورسره مرکې نه کوي.
د بلوچستان په مرکز کویټه کې د "WESS" موسسې تر نظارت لاندې "د ښځو د بد وضعیت" د څرګندولو په موخه د انځورګرې یو نندارتون جوړ شوې و، چې د ځایي انځورګرو ترڅنګ د افغانستان ښځینه انځورګرو هم پکې برخه اخیستې وه. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان د پښین په سرخاب کمپ کې د افغان کډوالو لخوا هر کال د ژمي موسم له پیل سره د غېږ نیولو دودیزه مېله پیلېږي چې بیا د پسرلي تر موسمه په هره پنجشنبه دوام لري. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک یې په اړه راپور رالېږلی.
نور پورته کول