سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه پښین کربلا کې هر کال د ژمي په درشل کې د اسونو مېلې پیلېږي چې پکې د لر او بر څخه د اسونو شوقیان برخه اخلي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک یې په اړه راپور لري.
د بلوچستان د يو شمېر سيمو خواریکښان وايي په پاکستان کې د روانې ګرانۍ په پرتله د هغوی اجرت خورا کم دی. دوی وايي خلک ورته پوره مزد نه ورکوي او کله هم په خالي لاسونو کورونو ته ولاړ شي. د امریکاغږ همکار سالمين خپلواک په قلعه سيف الله کې د یو شمیر مزدورانو سره خبرې کړي.
د بلوچستان په مرکز کويټه کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال، اختر کاکړ وايي، چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو له امله ځايي سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه زیاتوي چې د دغو بندیزونو له کبله افغانستان ته د پیسو لېږدول ناشوني شوي، چې دا وضعیت د سوداګرۍ په بهیر کې ګڼ خنډونه رامنځته کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ نومبر پر ۲۸مه نېټه، د بلوچستان په مرکز کويټه کې د ايالتي شورا د ودانۍ مخې ته د ښوونځيو ګڼ شمېر ماشومانو احتجاج وکړ. د دوی يوازينۍ غوښتنه له حکومته دا وه چې د نومبر پر ۱۵مه ښوونځي ته پر لاره لادرکه شوی ۱۰ کلن مصور خان کاکړ دې وموندل شي. نور حال د امريکا غږ د خبريال
افغان کډوال په پاکستان کې د ښو هنرونو او مهارتونو په درلودلو مشهور دي، ځکه چې هغوی کوربه هېواد ته یو لړ ګټور مهارتونه ور پېژندلي دي. د بخاریو او نورو وسایلو جوړولو مهارت د دغو هنرونو له جملې څخه دی، چې افغان کډوالو ځايي خلکو ته ور ښودلی دی.
د بلوچستان يو شمېر ځوان خبريالان وايي، چې په دغه ايالت کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په نشتون کې هغوی د راپورونو جوړولو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی پر حکومت غږ کوي چې ولس ته د کره او دقیقو معلوماتو د رسيدو او د ولسواکۍ د پياوړي کولو په خاطر دې ياد قانون ژر تر ژره پلی کړي.
په بلوچستان کې د کډوالۍ له ستونزو سره سره یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړي ډول ځوانان، په مثبتو او ورزشي فعالیتونو کې بوخت دي. دغه ځوانان د یوې ښې راتلونکې په موخه، د ورځنیو سختو شرایطو ترڅنګ ورزش ته ځانګړی وخت ورکوي.
د بلوچستان مسلم باغ په ملګګۍ افغان کمپ کې د کمپيوټر د زده کړو د اکاډمۍ مدير وايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د کمپ ډېرو ځوانانو، په خاصه د مدرسو زده کوونکو، د کمپوټر زده کړو ته پدې هیله مخه کړې چې په راتلونکي کې د کمپيوټر د مهارتونو له لارې په افغانستان کې دولتي دندې ترلاسه کړي.
د بلوچستان د پښین په یارو سیمه کې یو ځوان په بازار کې د لاندي غوښې پلورل پیل کړي. د هغه ددغه کار د انګیزې په اړه د امریکاغږ خبریال سالمین خپلواک دغه ویدیو برابره کړې ده.
د بلوچستان د پښتون ميشته سيمي خانوځي اوسيدونکې، مينه عصمت الله انځورګره ده چې د خپلې انځورګرۍ له لارې د مينې او سولې پيغام لیږدول غواړي. پدې لړ کې هغې د آدم خان او درخانۍ د مينې کيسه په انځوریزه بڼه مینه والو ته وړاندې کړې ده.
د قلعه سيف الله اوسيدونکی عبدالرحمن جوګېزی نه يوازې د اسونو ساتنې شوق کوي بلکې د اسونو روزنه يې د معاش وسيله هم ګرځولې. جزییات د امريکا غږ د خبريال سالمين خپلواک په رپوټ کې:
په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو یوه لويه برخه خپلې زده کړې په نیمایي کې پرېږدي او درندو کارونو ته ملا تړي. دا چې دا ځوانان ولې زده کړې په نيمايي کې پرېږدي، د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک د بلوچستان په لورلايي سيمه کې په درندو کارونو بوخت افغان کډوالو سره خبرې کړي.
د بلوچستان په مسلم باغ کې د ملګګۍ په نوم د افغان کډوالو په کمپ کې میشتې کډوالې له موسسو څخه غواړي چې په دې کمپ کې د هنرونو روزنیز مرکزونه ورته جوړ کړي، چې دوی د هنري فعالیتونو له لارې نفقه وګټي.
په کويټه کې ميشت عبدالله جان غزنوي د پښتو سینما هغه ستوری دی چا چې د يو شمېر پښتو ډرامو، اردو فلمونو ترڅنګ د هاليووډ په مشهور فلم "کندهار برېک" فلم کې د يو هنرمند په توګه کار کړی. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک ورسره د هغوی پر هنر او د پښتو سينما پر راتلونکي خبرې کړي.
د بلوچستان په کویټه ښار کې ځوان کاروباریان او متشبثین شکایت کوي، چې کمزوري انټرنټ یې انلاین کاروبارونه له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، په پاکستان کې د انټرنټ ټیټ سرعت نه یوازې د دوی سوداګریز فعالیتونه ټکنۍ کړي، بلکې د پیرودونکو سره اړیکې یې هم اغېزمنې کړې دي.
په ژوب کې افغان کډوالو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د بلوچستان په ژوب سیمې کې د یو شمېر ځایي ماشومانو ترڅنګ یو شمېر هغو افغان کډوال ماشومانو ته د معیاري زده کړو زمینه برابره کړې، چې د بې وزلۍ له کبله له زده کړو بې برخې وو. .
د بلوچستان د کويټې ښار په "هزاره ټاون کې "د تنظیم نسل نو هزاره مغل ټولنې" تر نظارت لاندې په یوې عالې لیسې کې شاوخوا ۸۰ سلنه افغان کډوالو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې. پدې لیسې کې لوی شمېر د هغو نجونو دی، چې په لوړو زده کړو پسې له افغانستان څخه د بلوچستان کویټې ښار ته راکډه شوي.
د ژوب د بادنزي چنېزي کلي اوسیدونکی 'ملا' اکبر چنېزي، د عصري زده کړو اهمیت ته په کتو سره، څو کاله وړاندې د خپل کلي ماشومانو لپاره د زده کړو یوه نوې لړۍ پېل کړه.
د ډاکټرانو په وینا، د پښتنې ټولنې د ژوندانه د طرز له امله اکثره خلک د هډوکو او ګونډو د ناروغیو ښکار کېږي. دوی سپارښتنه کوی، چې د ارتوپیډیکي روغتیا په خاطر، اړینه ده چې پښتانه خپل د ژوند کولو طرز ته پاملرنه وکړي او د روغتیا ساتنې پر اصولو عمل وکړي.
د شمیرو له مخې په پښتنې ټولنې کې ډېر کم لیدل کېږي چې له واده وروسته دې ښځې لوړې زده کړې وکړي او ډیری وخت د کورنۍ او ماشومانو پالنه یې په وړاندې خنډ جوړ شي خو د ژوب د نجونو د زده کړو رئیسه، ماه رخ مندوخېله سره له دې چې په ۱۴ کلنۍ کې واده شوې وه خپلې لوړې زده کړې یې بشپړ کړې. سالمین خپلواک - امریکا غږ
نور پورته کول