سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د افغانستان د ولسمشر ستر سلاکار ویلي چې د ننګرهار د اوسېدونکو غوښتنې پر اساس دغه ولایت کې نوی هوايي ډګر جوړیږي. فاضل فضلي په خپل فیسبوک پانې کې لیکلي چې د دغه میدان عملي کار به اوه میاشتې وروسته پیل شي.
د ننګرهار ولایت ځینې اوسېدونکي وايي د افغانیو د دودولو کمپاین په اوږدو کې د افغانیو د کمښت ستونزه پیدا شوې ده.
شېر خان دوه مېتره او ۳۰ سانتي لوړ او دنګ قد لري او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو دنګ مینه وال بلل کیږي. زیارمل هاشمي پرې دغه راپور جوړ کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ د دغه ښار د هغو ودانیو مالکینو ته چې د دوی په وینا د هوا په ککړتیا کې لویه برخه لري خبرداری وکړی په خپلو ملکیتونو کې معیاري سوند توکي وکاروي.
د هسپانیا د فوټبال لیګ (لالیګا) د سیالیو په لړ کې تېره شپه د الکلسیکو لوبه بې له کومې نتیجې صفر په صفر پای ته ورسېده.
د هسپانیا د فوټبال لیګ یا لالیګا د سیالیو په اوږدو کې نن د الکلسیکو سیالۍ ده. په دې سیالۍ کې د هسپانیا دوه غوره لوبډلې بارسلونا او ریال مادرید سره لوبیږي.
د کابل د سوادګرۍ خونو چارواکي وايي په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان نه لږ تر لږه لس زره ټنه پیاز هند ته صادر شوي دي.
د ښوونې د چارو فعال شمس الحق شمس د افغانستان د ښوونې وزارت ټول نصاب ډیجیټلي بڼې ته اړولی دی.
د ښوونې د چارو فعال شمس الحق شمس د افغانستان د ښوونې وزارت ټول نصاب ډیجیټل بڼې ته بدل کړی.
د لومړي ځل لپاره د افغانستان په استازيتوب یو ځوان لامبوزن د جاپان په ۲۰۲۰زېږدیز کال اولمپیکي سیالیو کې ګډون کوي.
کابل کې د ډاکټر تیتسو ناکامورا په یاد د خواخوږۍ یادغونډه وشوه. ګڼو فعالینو او ځوانانو د هغه په یاد کې شعې بلې کړې وې او د هغه وژنه یې وغندله.
د افغانستان د آس ځغلونې فدراسیون وايي له دغو سیالیو څخه یې موخه د غوره آس ځغلونکو پیدا کول او دغې لوبې ته د ځوانانو هڅول دي.
ارجانټایني غوره ګول وهونکي فوټبالر لیونل مسي چې د هسپانیا بارسلونا لوبډلې ته لوبه کوي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګټه.
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ټسټ لوبه نن چهارشنبه (د لیندۍ ۶مه) د هند په لکنو ښار کې پیل شوه، چې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۸ منډې وکړې.
د فلمونو په دغه فیستوال کې چې په کابل کې جوړ شوی و، له ۲۱ هیوادونو څخه ۲۵ بیلابیل فلمونه نندارې او سیالۍ ته وړاندې شوي وو. د سیالۍ په پاې کې ګټونکو ته د ګڼو افغان او بهرنيو هنرمندانو پر وړاندې جایزې وویشل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو هغه نوملړ اعلان کړ چې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې به د یواځینۍ ټسټ لوبې کې ولوبیږي.
د پغمان په بالا باغ کې د شاه امان الله خان د دورې ماڼۍ چې په کورنیو جنګونو کې ویجاړې شوې وې بیرته د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له خوا د رغول کېدو په حال کې دي. دغو ماڼیو پغمان ته بېسارې ښکلا بخښلې. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو لوبو د سیریز په درېیمه لوبه کې نن دوشنبه (نومبر ۱۱- لړم ۲۰) افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.
د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د اکسفورډ ښوونیز نصاب چاپ شوی چې دا مهال د ۹ ولایتونو په ځینو خصوصي ښوونځیو کې ښوول کیږي.
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه نن دوشنبه (د لړم۱۵مه) پیل شوه.
نور پورته کول