سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د کرکټ ځینې مینه وال د شپږیزې لیګ ځینو لوبو کتلو لپاره له لرې ولایتونو څخه راغلي وو. دوی وايي د لوبو مراسمو لپاره ښه امنیت نیول شوی او هیله لري چې کرکټ بورډ به په لرې پرتو ولایتونو کې هم ورته لوبغالي جوړ کړي.
د کرکټ ګنو مینه والو د میس عینک لوبډلې د بریا په خوشحالۍ کې اټنونه وکړل.لوبغاړي وايي دا سیالۍ ځوانو لوبغاړو ته د ځلېدو ښه چانس و.
د محمد نبي عیسی خېل په مشرۍ د میس عینک لوبډلې د شپږیز کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.
د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې د زده کونکو لپاره د ساینسي پروژو نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د بیلابیلو ساینسي مضمونونو نږدې پنځوس پروژې د زده کونکو له خوا چمتو شوې وې. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
د شپږیزې کرکټ لیګ د ورستیو سیالیو په لړ کې نن د بند امیر ښامارانو او کابل بازانو لوبدلو سره سیالي وکړه چې بند امیر، سیالې لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه او د روان لیګ پایلوبې ته یې لاره ومونده.
د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو لوبو په دوام کې نن چهارشنبه (د تلې ۲۴مه) د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې مس عینک په اوه ویکټو بند امیر مات او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په څوارلسمې لوبې کې نن د امو نهنګانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې مس عینک په درې منډو امو نهنګان مات کړل.
د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په دولسمې لوبې کې نن یکشنبه (د تلې ۲۱مه) د کابل بازانو او میس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په لسمې لوبې کې نن شنبه د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې کابل بازانو په څلورو منډو لوبه امو نهنګانو ته وبایلله.
کابل کې د لونګۍ ورځ ولمانځل شوه. ګڼو مدني فعالانو لونګۍ پر سر اتڼونه وکړل او د دغه کلتوري دود ارزښت په اړه یې ویناوې وکړې. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
د کابل- ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د سروبي ولسوالۍ بازار ته نیږدې د انارو بازار دی. دلته د کاپیسا ولایت د تګاب نه تازه انار راوړل کیږي او مسافرین یې کابل او ننګرهار ته وړي.
د شپږیزې کرکت لیګ د شپږم پړاو په شپږمې لوبې کې نن پنجشنبه ( د تلې ۱۸مه) د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو لوبډولو سره سیالي وکړه چې بند امیر په ۷ ویکټو سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو په درېمه ورځ نن چهارشنبه دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ لوبه د مس عینک او بند امیر لوبډلو تر منځ وشوه او دویمه د سپین غر زمریانو او کابل بازانو لوبډلو تر منځ وشوه.
کابل کې د شپږیزې لیګ شپږم پړاو سیالۍ نن دوشنبه (د تلې ۱۵مه) پیل شوې. دغه سیالۍ د افغانستان کورني کرکټ کې تر ټولو لوی لیګ دي چې شپږ لوبډلې پکې سره سیالي کوي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تقلبي رایې به د کمیسیون دیټابیس (سرور) سره نښلول شوې اپلیکیشن په مرسته وپیژندل شي.
د جلال آباد ښار ته څېرمه بهسودو پله سره د شینواري تازه کړايي ډیره مشهوره ده. د ننګرهار میشتو سربیره له لرې ولایتونو نه راغلي سیلانیان هم دغه کړايي ډېره خوښوي. د دغو خوړو پخلی په همدې ویډیو کې وګورئ.
د کابل ښاروالۍ وايي، په ترانسپورټي چارو کې ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره یې په دې ښار کې په لسګونه بس تمځایونه جوړ کړي.
کابل کې د انجونو د فوټبال څلور اړخیزه سیالۍ پایلوبې ته ورسېده. د کابل او هرات لوبډلو وکولی شول چې د یادو سیالیو پایلوبې ته سره ځان سیالان کړي.
د سولې ولسي حرکت تر ټولو کوچنی غړی ۱۷ کلن محمد طاهر بشریار د کوچنیانو د حقوقو نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی. هغه وايي دا لومړی ځل دی چې یو افغان دغې جایزې ته نوماند شوی او که دا جایزه وګټي افغانستان ته لوی ویاړ راوړي.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ اتم پړاو پایلوبې ته دوه لوبډلو طوفان هریرود او شاهین اسمايي لاره ومونده.
نور پورته کول