سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لسمې لوبې کې پرون چهارشنبه (وږي ۱۵ د سپټمبر ۶مه) د شاهین اسمايي او د اباسین څپې لوبډلو سره سیالي وکړه.
د افغانستان ملي موزیم لپاره نوې عصري ودانۍ جوړیږي. دغه ودانۍ به د اوسني موزیم په انګړ پر څلورو جریبه ځمکې باندې ...
کابل کې د موټر چلونې د برېښنايي جواز ویشنه پیل شوي. د چارواکو په وینا د لایسنس برېښنايي کول نړېوالو معیارونو سره برابر دی او په عملي کېدو یې په ټرافیک کې بېساري بدلونونه راتلی شي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ دویمه لوبه تېر ماښام (چهارشنبه د زمري۳۱مه/ اګسټ ۲۲مه) د شاهین اسمايي او عقابان هندوکش لوبډلو تر منځ وشوه.
په کابل کې د خپلواکۍ د لمانځلو په لړ کې د نورو خوښیو ترڅنګ یو هم د ۲۰۰ متره اوږد بیرق لیږدول و. د کرکټ لسګونو لوبغاړو او مینه والو دغه بیرق، کرکټ بورډ میدان ته راوړ او خلکو یې ننداره وکړه.
د تاجبیګ تاریخي ماڼۍ د شاه امان الله خان د واکمنۍ په موده کې ودانه شوې وه خو په کورنیو جګړو کې یې ۶۰ سلنه برخه ویجاړه شوې وه. د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې یاده ماڼۍ د ۲۵۱ میلیونو افغانیو په لږښت جوړه کړه چې په نږدو کې به پرانیستل شي.
د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځلو لپاره په "طاق ظفر" کې چمتوالی روان دی. د طاق ظفر شاوخوا د پارک دېوالونه رنګ شوي او د افغانستان بېرغونه پر ودانیو ځړول شوي دي. د کابل اوسیدونکو برسیره، د افغانستان له لرې پرتو ولایتونو نه هم سیلانیان د طاق ظفر لیدو ته راغلي.
کابل کې د یوه خصوصي روغتون په ملاتړ د افغانستان تر ټولو اوږد بیرق ګنډل کیږي. دغه بیرق یو کیلو متر اوږدوالی لري او ۳.۵ متره پلن دی. د بیرق د ګنډلو چارې نږدې پای ته رسیدلي.
کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون څخه نږدې ۴۵۰ تنه د ماسټرۍ او لیسانس په کچه فارغ شول. دغو فارغ شوي محصلینو په نړیوالو اړیکو او حقوقو، اقتصاد او تجارت او کمپیوټر ساینس څانګو کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستنې یادګار جوړ شوی چې د طاق ظفر په نامه یادیږي.
افغانستان کې د فارغ التحصیلانو لویه ستونزه اوس هم د کار نه پیدا کول دي.
هدایت الله چې له مور نه پیدا شوی وو، پوزه یې نه وه خو ۱۷ کاله وروسته په کابل کې ډاکټرانو د درې جراحي عملیاتو وروسته ورته مصنوعي پوزه جوړه کړه. د ده معالج ډاکټران وايي چې دا لومړی ځل و چې دغه ډول عملیات یې تر سره کړل.
د لومړي ځل لپاره کابل کې د ټېډټاکس سیمه ییزه څانګه کې اته تنو ځوانانو ویناوالو په صحي، نجوم، ساینس، تجارت او نورو برخو کې د خپلو تجربو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې. ګډون کوونکي وايي د نوښګترو فکرونو پراختیا لپاره د دغه شان خپرونې ډیرې اړینې دي.
عمر خان په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان لسو ولایتونو ته د عکاسۍ لپاره تللی او غواړي د افغانستان مثبت انځور او ښکلاوې، نړېوالو ته وښیي.
د کابل د یو مشهور ټکسي چلونکي کیسه
افغان امنیتي چارواکي وايي چې د امنیت ټینګښت لپاره کابل ښار کې د امنیتي کامرو کارول ډېره ښه نتیجه ورکړې.
کابل کې د چهلستون تاریخي بڼ بیا رغول شوی دی. دغه باغ چې دوه میاشتې مخکې د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شوی په یادې مودې کې له ۷۵ زرو ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې.
په نشه یي توکو روږدي کسان پوهیږي چې نشه کول یې د مادي او معنوي اړخونو څومره ځپي خو له دې سره بیا هم د نشې پرېښودل ورته سخت کار ښکاري. ډاکټران بیا وايي چې روژه یو طلايي موقع ده چې روږدي کسان یې په اوږدو کې نشه په بشپړه توګه پرېږدي.
شرف نایب وایي د شنو وښو څخه د جوړ شوي کپ انځورونو یې په ټولنیزو رسنیو کې مشهور کړ. د امریکا غږ خبریال سید زیارمل هاشمي د شرف کلي ته ورغلی او هلته یې ورسره د دغه نوښت په اړه خبرې کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن جمعه (د غويي ۱۳) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه.
نور پورته کول