سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د شیریخ ګڼو دوکانونو په کتار کې یو هم د حاجي جان آقا دوکان دی. جان آقا ۶۰ کلن دی او په شیریخ جوړولو کې یې ږيره سپینه کړې.
د لمړي ځل لپاره کابل پوهنتون کې د افغانستان د سیمه ییزو خوړو نندارتون پرانیستل شو. له سلو ډېر سیمه ییز خواړه او تر څنګ یې محلي جامې او موسیقۍ نندارې ته اېښودل شوې وې. غوربندي شوله د افغاني ټولنې مشهوره خواړه دي چې په دې نندارتون کې یې ډېر خلک ځان ته جلب کړي و.
په ګلغونډۍ کې د ارغوان جوړې میلې دي
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د "مس ریسلینګ" سیالۍ ترسره شوې.
افق چې د کوټې له کلاسیف الله سیمې نه لمړي ځل لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی وايي ځوانانو ته پکار ده چې د هنر له لارې خپل پیغام نړۍ ته ورسوي.
کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې، ویلچر پر سر د نارینه وو باسکتبال ټورنمنټ جوړ کړی و. په دغو سیالیو کې د لسو ولایتونو ټیمونو برخه اخستې وه چې د بلخ لوبډلې په وروستۍ لوبې کې کابل ټیم ته ماتې ورکړه او ددغه سیالیو اتلولي يې خپله کړه.
د پسرلي په راتلو هر کال په افغانستان کې د نیالګي کرنې کمپاینونه پیلیږي خو د تمې خلاف تر ډېره دغه نیالګي لنډ عمري کوي او وچیږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په یوه نوي اقدام کې د کتاب لوستلو د پراختیا په موخه د خپلو موټرونو پر ښیښو د کتاب او مطالعې په اړه بېلابېل شعارونه لیکلي دي. د کتاب مینه وال وايي دغه اقدام کولی شي، مطالعې ته د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو پام ورواړوي.
د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې د جلغوزیو د پروسس یوه لویه معیاري فابریکه پرانیستل کیږي، دغه فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل کیږي چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.
د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې د جلغوزو د پروسس یوه لویه معیاری فابریکه پرانیستل کیږي. دغه فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.
په وروستیو شپږو میاشتو کې پښتو ژبې ته د نړېوالو ادبي او نورو اثارو د ژباړې شمېر ډېر شوی دی. دغو ژباړل شویو کتابونو تر ډېره نړېوالې معتبرې جایزې ګټلي او په کراتو چاپ شوي دي.
یو شمیر افغان فعالین د مخابراتي خدماتو د سمون اداره پدې تورنوي چې د مخابراتي شرکتونو د چارو په سمون کې پاتې راغلې ده.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په دولتي عامه خدمتونو کې د افغان ښځو ونډه ۲۷،۳۳ سلنې ته لوړه شوې ده.
د ټلیفون له لارې د ټکسي خدماتو لړۍ د نړۍ په اکثرو هېوادو کې کارول کیږي خو دغه لړۍ په ۲۰۱۸ کال کې په امتحاني ډول افغانستان کې پیل شوه.
د پوب جي (PUBG) لوبه چې په نورو هېوادونو کې ډېر مینوال لري، افغانستان ته رسېدلې ده.
افغانستان کې شدیدې وچکالۍ د کرنې، مالدارۍ او اوبو رسولو برخو ته زیان رسولی دی. د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د یاد ناورین له منځه وړلو لپاره ښاریانو ته لارښوونه کړې چې واوره ضایع نکړي.
مهروان سنګهـ ملهوترا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون کارکوونکی دی. هغه وايي دی د یادو لږکیو یواځینی دولتي برحال مامور دی.
د سرطاني ناروغیو یوه بې سارې درملنه، ډاکټر محمد طاهر نوریان چې څلور نیمې لسیزې یې د سرطاني ناروغیو په اړه څېړنې کړي دي وايي د هغو توکو خوړل چې حرارت یې لیدلی وي د سرطان او نورو ناروغیو لامل کیږي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو لړۍ په بشپړېدو سره ځینې نوماندان او عام وګړي وايي چې د دوی د تمې خلاف کسانو د ولسي جرګې څوکۍ ګټلي دي.
نور پورته کول