سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د ازادو لوبو ۲۵ کلن افغان اتل نصرت حق پرست خپل مکسیکويي سیال رفا ګارسیا ته ماتې ورکړه.
په کابل کې د نیزه بازۍ لیګ کې د پکتیکا په شمول د خوست، پکتیا او غزني لوبډلو سره سیالۍ وکړې. د ګټونکې لوبډلې مشر وايي چې د دوی یوه کلن چمتوالی او تکړه اسانو دوی ته بریا ورپه برخه کړله.
د افغانستان د اوزلوبې د دویم پړاو پایلوبې کې د زرګونو نندارچیانو تر څنګ مارشال عبدالرشید دوستم هم ګډون کړی و. پایلوبې ته وتلې دواړه لوبډلې کندهار او کندز د درې درې نمرو په اخیستو سره مساوي اعلان شوې
کابل کې د اوزلوبې دویم پړاو لوبو تر څنګ د نیزه بازۍ لوبې هم ترسره کیږي. افغانستان کې دغه لوبه په دودیز ډول تر سره کیدله خو په ورستیو کلونو کې یې فډراسیونونه جوړ او رسمي بڼه یې غوره کړې ده. نیزه بازان وایي حکومت باید د یادې لوبې ترویج او لا ودې ته لازم پام وکړي.
کابل کې د اوزلوبې دویم پړاو په پینځمه ورځ د کندرهار او بدخشان لوبډلو په یوې حساسې لوبې کې سره ولوبېدل.
د یوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د اوزلوبې لیګ دویم پراړو نن کابل کې پیل شو. دغه لیګ تېر کال هم پلازمېنه کابل کې پیل شوی و خو د کرونا ویروس خورېدل یې لوبې په نیمه کې وردرولې.
په داسې حال کې چې راتلونکي تعلیمي کال ته لږې ورځې پاتې دي، د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین وايي چې روان تعلیمي کال یې د کرونا وبا او پر یاد پوهنتون د وسله وال برید له امله له ګڼو ستونزو او ننګونو ډک و، خو بیا هم محصلینو خپلو زده کړو ته دوام ورکړی و.
د پسرلي په رارسېدو سره افغانستان کې د ونو او تاکونو د شاخونو پرې کول او لنډول پیل شوي دي. بزګران د خپلو حاصلاتو د ښه کیفیت لپاره دغه کار په کب میاشتې کې کوي تر څو دندانې یې په پسرلي کې ګل وکړي او میوه یې په ښه کیفیت وده وکړي. سید زیارمل هاشمي په کابل کې د انګورو له یو باغ نه دغه ویډیو رالیږلې ده.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې الوتنه ترسره شوې چې ټوله خدمه یې ښځینه وه.
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر عامو خلکو یوه ښوونځي ته شخصي ځمکه ورکړې او د جوړېدو لپاره یې عمومي اشر کړی دی.
د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. د زده کړو په برخې کې په نړیواله کچه یو لوی بحث په مونۍ ژبه زده کړه ده.
نهه ویشت کلن احمد ولید رشیدی د نویمې لسیزې په کورنیو جګړو کې خپل پلار او ورور له لاسه ورکړي او یوه پښه یې پرې شوې ده.
کابل ښارولۍ وايي په نیږدې راتلونکې کې دغه ښار کې عامه ښاري بسونه فعالیږي.
کابل کې د مطالعې د ترویجولو لپاره د سولې عامه کتابتون په نامه یو کتابتون پرانیستل شوی. د کتابتون بنسټ ایښونکی وايي له خلکو یې غوښتلي چې د کتابتون د غني کېدولو لپاره ورته کتابونه راټول کړي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د سولې خبرو پایلې څرګندې نه دي او فقر هم ډېر شمېر افغانان ځپلي، کابل کې یو شمېر ځوانانو د میانانو یا ولنټاین ورځ ولمانځله.
د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک خپل برازیلی سیال لیونارډو باربوسا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې لوګر ولایت کې د افغانستان تر ټولو لوی هوايي ډګر د جوړولو لپاره د ارزونې چارې بشپړې شوي دي.
کابل کې یوې خصوصي تولیدي فابریکې د لویو ودانیو د مرکز ګرمیو د لوګي تصفیه کولو فلټرونه جوړوي.
د افغانستان د ټکوانډو ملي فدراسیون لس کسیزه ډله د توکیو د ۲۰۲۱ اولمپیک نړیوالو لوبو ته د چمتوالي لپاره ازبکستان ته ولاړه.
کابل کې د پلاستیکي پیپونو د تولید یوې فابریکې کې هره ورځ دوه ټنه پیپونه تولیدیږي. د فابریکې مسؤلین وايي د پیپونو جوړېدو لپاره خام مواد د کارول شوي پلاستیکي توکو ترلاسه کوي او خپل تولیدات دننه افغانستان کې پلوري.
نور پورته کول