سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
یو کال مخکې په کابل ژوبڼ کې ۲۰ هغو غرڅو ژوند کاوه چې نسل یې د نړۍ په کچه د ورکېدو په حال کې دی. د ژوبڼ مسؤلین وايي چې اوس د دغو ژوو شمېر نیږدې ۳۰ ته رسیدلی او لا هم د ډېرېدو په حال کې دی.
د یوګا ورزش د څو کالو راهیسې په افغانستان کې رواج شوی، خو د کابل ښځینه یوګا کوونکې وايي چې لا هم دغه طریقه په افغاني ټولنې کې نوې ده. دوی وايي ځینې خلک په دې باور دي چې یوګا مذهبي فلسفه پر مخ وړي، خو د یوګا کوونکو په اند دغه کړنې د ځاني او فکري هوساینې لپاره تر سره کیږي.
کابل کې اوس د پلاستیکي څپلیو فابریکې فعاله دي او د افعانستان ټولو ولایتونو ته تولیدات کې لري. فابریکه لرونکي وايي که په افغانستان کې د خامو موادو فابریکې جوړې او لازمه برېښنا ورته برابره شي، دوی کولی شي په ارزانه بیه او ښه کیفیت تولیدات افغانستان ته او ان بهر ته واستوي. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
د افغانستان پیاوړی توپ اچونکی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د «او ډي ای» د الرونډرانو په درجه بندۍ کې شپږم ځای نیولی دی.
په داسې حال کې چې په کابل کې چاپېریال او هوا ککړ دي، په دغه ښار او ځینو نورو ورڅېرمه ولایتون کې تازه واورو ورېدو خلک خوشحال کړيچې هوا به ښه شي.
د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دغه هېواد ته د ازبکستان نه وارداتي برښنا په مسیر کې د برښنا لېږد ټکنۍ شوی او د پلازمېنه کابل په شمول د یو شمېر ولایتونو برښنا بنده شوې ده.
کابل پوهنتون باندې د برید د قربانیانو او د کورنیو غړو په اړه لیکل شوی کتاب (عقرب تاریک) مخکتنه وشوه. دغه کتاب کې د وژل شویو کسانو پېژندنه شوې او یادونه یې لیکل شوي. د دغه برید نه دوه نیمې میاشتې تېرې شوي، خو لا هم د کورنیو ټپونه تازه دي او روحي وضعیت یې ندی عادي شوی.
د افغانستان او ایرلنډ د یوې ورځینیو لوبو د سریس لومړنۍ لوبه کې چې نن اماراتو کې پیل شوه د ملي لوبډلې تنکي ځوان رحمن الله ګربز پکې سلیزه جوړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یوې ورځینیو نړیوالو لوبو سریز سبا پنجشنبه جنوري ۲۰ (سلواغه۲) په اماراتو کې پیل شي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفران په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د افغان ستورپوهنې ټولنه د ماشومانو د ادبیاتو بډاینې او د طبیعي علومو د ترویج لپاره د داستان لیکلو سیالي جوړوي.
د کابل ژوبڼ کې دوه ښکلي زمریان هم شته چې د ګڼو سیلانیانو پام یې ځان ته جلب کړی دی. دغه سپین افریقايي زمریان چې په نړۍ کې یې نسل د ورکېدو په حال کې دی، د مسؤلینو په وینا په کابل ژوبڼ ښه ساتل کیږي.
افغانستان کې د رګبي لوبغاړي وايي چې په دغه هېواد کې د رګبي یو معیاري لوبغالی هم نشته دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۱ کال لپاره د افغانستان کورني کرکټ د لوبو مهال وېش خپور کړی.
د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړو په افغانستان او کوزې پښتونخوا کې د تاوتریخوالې ختمېدو لپاره ټویټر کې د (AfghansWantPeace) هشتګ پیل کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان جام څلی د ایسسکو د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل کړی دی.
کابل کې د روان ژمي لومړۍ واوره وورېده. که څه هم د تېر کال ورښت ته په کتو دغه واوره لږه ده، خو چاپیریال ته یې د ګټو له کبله ورته خلک خوښ دي.
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بدخشان ولایت کې د شورابک د برېښنا د تولید بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
افغانستان کې د پوبجی انلاین لوبې موقتي تړل کېدو ورسته د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې پر دغې لوبې دې د تل لپاره بندیز ولګول شي.
د ژمي په رارسېدو سره ننګرهار ته د بهرنيو او کورنیو سیلانیانو تګ راتګ ډیریږي. د ډرونټې سیمه بیا د کبانو د هوټلونو مشهور ځای دی چې خوند یې په ټول افغانستان کې یادیږي. سیلانیان وايي ډرونټه کې امنیت هم ښه دی او په ښه کیفیت کبان پکې پخیږي.
نور پورته کول