سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د کابل منډوي کې د وچې مېوې پېر او پلور عادي شوی دی. سوداګر وایي چې د کرونا وبا له کبله وضع شویو محدودیتونو یې خورا ډېرې مېوې د سړو خونو د نشتون له کبله کیفیت له لاسه ورکړی او له امله یې دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.
د کابل د چاپېریال اداره وايي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ کابل ولایت کې د ککړې هوا له کبله هر کال نیږدې ۴،۲ میلیارډ ډالر اقتصادي زیانونه اړول کیږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اقلیمي بدلون په اړه ناستې کې وویل چې افغانستان په مجموعي ډول له ابو، باد او لمر نه د ۳ سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
افغانستان کې د جلغوزیو سوداګر وايي چې سږ کال دغه میوه بهر ته په سمه توګه نه صادریږي او له همدې امله په کورني بازارونو کې یې بیه ټیټه شوې ده. دوی وايي د کرونا وبا تر څنګ د حکومت د جدي پاملرنې نشتون د دغې مېوې د سوداګرۍ پر وړاندې دوه عمده ستونزې دي.
کابل کې د افغانستان په کچه د اس ځغلونې سیالۍ وشوه چې پکې د ټولو ولایتونو څخه یو شمېر اس ځغلوونکو ګډون کړی و. سید زیارمل هاشمي د خوست ولایت څخه راغلي یو لوبغاړي او ځینو ګډونوالو سره غږیدلی.
ایمل د کرکټ یو بې وزله لوبغاړی و چې تر یوې میاشتې مخکې یې د لوبو تر څنګ ایسکیریم خرڅاوه. د ایمل سپین ږیری پلار د کابل ښاروالۍ نه تقاعد شوی دی او اوس مهال کار نه لري.
له څنګه چې نړۍ کې اقلیمي ستونزې په ځانګړې توګه د خوږو اوبو لږوالي سره مخامخ ده، افغانستان هم یو له هغو هېوادو دی چې په منځ مهاله راتلونکي کې به د اوبو د کمښت ستونزې سره مخ شي.
په کابل پوهنتون باندې د خونړي برید وروسته دغه پوهنتون اوس د بیارغولو په حال کې دی. د دې پروژې مسوول انجنیران وايي چې د بیارغونې کار به نیږدې ورځو کې بشپړ شي. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته د خپل تګ په اوږدو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو سره لیدلي دي.
د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د لاجورد په نامه د فلمونو ملي جشنواره پیلیږي. دغې جشنوارې ته د نیږدې ۲۰۰ بېلابېلو افغاني فلمونو نوملیکنه شوې چې ۵۰ فلمونه به یې سیالۍ ته کېښودل شي.
په افغانستان کې د جرمني همکاریو څانګه او د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د تخار ولایت په هزار سمچ ولسوالۍ کې د ۱۴ زره وګړو کورونو ته یې برېښنا رسولې ده.
تنکی ځوان محمد ایمل د کرکټ لوبغاړی دی خو د اقتصادي ستونزو له کبله اړ دی چې نیمه ورځ په کابل ښار کې ایسکریم خرڅ کړي. وایي ژوند له ستونزو ډک دی خو هیلې یې لوړې دي. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
وروسته له دې چې د افغانستان حکومت کابل کې د پارک سینما د نړولو خبر ورکړ یو شمېر هنرمندانو او فرهنګیانو د یادې تاریخي ودانۍ د نړولو پر ضد غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نیږدې راتلونکې کې به د دغه هېواد د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو لپاره ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره تړونونه وکړي.
د افغان فلم اداره د افغانستان حکومت نه غواړي چې کابل ښار کې تاریخي سینماګانې ونه نړوي.
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد تېر کال د ۱۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د هینګ یا انغوزې د بوټي شیره بهر ته صادره کړې ده.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د دولتي پوهنتونو د ښوونکو د علمي کچې لوړولو لپاره غواړي هر کال سل ښوونکي بهر ته د دوکټورا لپاره واستوي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې بدخشان ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه ډېر شوي دي.
افغانستان کې یو شمېر کسان د وحشي مرغانو د ښکار کولو شوق لري. دغه ښکاریان وايي د دوی د ښکار موسم په کال کې دوه ځلې وي.
فوټبالره شغله ملکزۍ د جوزجان ولایت نه کابل ته د فوټبال د غوره لیګ لوبو ته راغلې. هغه وايي که څه هم افغاني ټولنه کې د نجونو لوبې کولو پر خلاف ستونزې شته، خو دوی به خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي. شغله وايي غواړي تکړه فوټبالره شي او افغانستان ته لوی ویاړونه راوړي.
نور پورته کول