سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د لومړي ځل لپاره افغانستان کې یو شمېر لوبغاړو د «سنډ بورډ» لوبه ترسره کړه. د دغې لوبې لوبغاړي وايي «سنډ بورډ» د سیمې په هېوادونو کې تر اوسه نه ده ترسره شوې او غواړي له دې لارې نړۍ ته د افغانستان ښه انځور وروښيي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره او د باختر افغان هوايي شرکت وايي چې د دغه شرکت ازمایښتي الوتنې یو شمېر ولایتونو ته پیل شوي دي.
د هولت پرایز نړیوالې خپرونې سږنۍ موضوع د فسټ فوډ یا ژر جوړېدونکو خوړو په اړه ده. افغانستان کې د کابل طبي پوهنتون نه یو شمېر ځوانو ډاکټرانو دغې خپرونې ته نوم لیکنه کړې تر څو د دغو زیانمنو خوړو د نه خوړو یا هم د کارولو د کچې کمولو لپاره حل لاره ومومي.
بزنس ډي ان اې (Business DNA) په افغانستان کې یواځینۍ اقتصادي مجله ده او په انګلیسي ژبه خپریږي. په روانې اونۍ کې د دغې مجلې لسم ټوګ چاپ او خپور شو. د مجلې مسوولین وايي چې دغه هېواد کې د اقتصادي ودې په اړه رپوټونه راټولوي او په دې مجلې کې یې خپروي.
افغانستان کې د جرمني د همکاریو څانګه وايي چې د داوړو هېوادونو حکومتي پلاوي نن چهارشنبه سپټمبر۳۰ (تله ۹) کلنۍ غونډه کوي.
د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې نیمروز ولایت کې د مالوچو سږني حاصلاتو کچه لس برابره ډېره شوې ده.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو لومړنۍ لوبې کې د اباسین څپې او طوفان هریرود لوبډلې سره مخامخ شول چې طوفان هریرود د یوه ګول په ترسره کولو لوبه وګټله.
د شپږیزې کرکټ لیګ د اوم پړاو په درېمه ورځ د کابل بازانو او مس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې کابل بازانو د څلور ویکټو په توپیر مس عینک لوبډله ماته کړه.
شیر خان په افغانستان کې د کرکټ تر ټولو دنګ مینه وال دی. هغه وايی د قرنطین له کبله د کرکټ مینوال د اوږدې مودې راهیسې د شپږیزو لوبو ته په تمه و او هیله لري دغه لوبې به دوي ته ډیره خوشحالي ورکړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی قیس احمد وايي د قرنطین په شپږ میاشتیني ځنډ کې د لوبو نه شتون له امله په کور کې پاتې و. قیس وايي شپږیزې ته یې ښه چمتوالی نیولی و او تمه لري چې لوبډله به یې د دې لیګ ګټونکې شي.
د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو ته وروستي چمتوالی په بشپړېدو دی. د کرکټ بورډ په لوبغالي کې د نندارچیانو ځای، چمن، پچ او نورې برخې په لازم ډول چمتو کړل شوي دي.
افغانستان کې ټول ورزشي فعالیتونه د کابو شپږو میاشتو ځنډ وروسته بېرته پیل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروان شپږیزې کرکټ لیګ کې به محدودو نندارچیانو ته د لوبو د لیدلو ایجازه ورکړل شي.
د اسپانیا د بارسلونا لوبډلې نامتو ستوری لیونل مسي له خپلې لوبډلې غوښتنه کړې چې په روان اوړي کې ورسره خپل تړون پای ته ورسوي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ورستیو درې کلونو کې د دغه هېواد په یو شمېر شمالي او مرکزي ولایتونو په ۱۲۰ ولسوالیو کې د پستې بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په روان کال کې د دغه ولایت د کانال برخې د خرماوو بڼوڼو تولیداتو کې درې برابره ډېر والی راغلی دی.
ملګرو ملتونو ته د افغان ځوانانو د استازي ټاکلو وروستی پړاو نن دوشنبه (مزری۲۷/ اګسټ۱۷) په کابل کې ترسره شوو.
د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې جشن لپاره کابل کې چمتووالی روان دی. د ښار په یو شمېر واټونو کې ځینې کسان د افغانستان ملي بیرغ پلوري. سید زیارمل هاشمي یو له دغو پلورونکو سره غږیدلی.
د سولې مشورتي لویې جرګې کې د هندوانو او سیکهانو استازي وايي د طالبانو سره په خبرو کې باید د مذهبي لږکیو حقونه په پام کې ونیول شي. دوی وايي چې روانې جګړې دوی هم د نورو افغانانو په څېر ځپلي دي.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړو کې یو شمېر معلولین هم شامل دي. دوی وايي طالبانو سره په خبرو کې باید دوی ته هم ونډه ورکړل شي.
نور پورته کول