سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
لویې جرګې ته د کندهار له پنجوايي ولسوالۍ نه راغلې یوه مور وایي د کورنۍ ۱۲ غړي یې په جګړې کې وژل شوي دي. دغه کړېدلې مور چې د جنګ ټپونه یې اوس هم پر ځان تازه دي وايي په هغه صورت کې د خپلو قاتلانو وینه وربښي چې سوله وکړي.
ځوان مدني فعال عابد ارمان د افغانستان په کلیو او ښارونو ګرځي او ماشومانو ته قلم/کتابچه یا کتاب ډالۍ کوي. هغه وايي ماشوم ته باید په اخترونو کې د پیسو پر ځای قلم ډالۍ شي چې د زده کړې کلتور یې په فکر مثبته اغیزه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان څخه د واردېدونکې برېښنا کچه له ۳۵۰ نه ۴۰ میګاواټو ته را ښکته شوه.
د کابل ژوبڼ د څلور میاشتني ځنډ وروسته نن سې شنبه د سیلانیانو پر مخ خلاص شو.
کابل کې د لوی کندهار یو شمېر ځوانان د برېښنا رسولو لړۍ کې د ستونزو له کبله د پرلت کېږدۍ ودروله.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه ډېر شوي دي.
د قصاب په نامه جوړ شوی افغاني فلم کاناډا کې د سویلي اسیا د فلمونو په فسټیوال کې په ۱۴ غوره فلمونو کې راغلی دی.
د کرونا ویروس د خورېدو له امله افغانستان کې د زده کړو بنسټونو د فعالیت ځنډېدو څلور میاشتې وروسته اوس د یو شمېر خصوصي کورسونو دروازې د تل لپاره تړلي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د هلمند ولایت په څېړنیز فارم کې د یو شمېر نویو مېوو او نباتاتو ونې کرل شوي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې سږ کال به د دغه ولایت د خرما حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله پینځه برابره ډېروالی راشي.
د کرونا ویروس د خورېدو او د ملکي هوايي چلند باندې د بندیز درې میاشتني ځنډ وروسته نن چهارشنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۴) کابل ته د بین المللي الوتنو لومړنۍ الوتنه ترسره شوه.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره یا نی وايي چې دغه هېواد کې د کویډ-۱۹ ناروغی له امله څلورم خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه سل خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د زعفران بوټي د ترویجولو لپاره یې د لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر بزګرانو ته د زعفران د بوټي پیاز ویشلي دي.
سره له دې چې قرنطین د ګڼو کسانو، سوداګریو او بنسټونو په فعالیت بد اغیز کړی دی په کابل کې یوې غیر انتفاعي موسسې بیا د هنرمندانو یوې ډلې لپاره په دغو سختو شرایطو کې هم د کار زمینه برابره کړې ده. زیارمل هاشمي دوي سره له نږدې غږیدلی او دغه ویډیو یې چمتو کړې.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، افغان کابینې د یادې ادارې د عملیاتو د تنظیم او کورنیو او نړیوالو الوتونو د بیا پیلولو دستور العمل تصویب کړ چې پر اساس یې ښایي د راتلونکې اونۍ په پیل کې کورني الوتنې پیل شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند د بست تصدۍ چې دغه هېواد کې د پنبې د پروسس لویه فابریکه ده بیا ځلي فعالیږي.
د ملي پراخیتا شرکت وايي چې د غوري سمنټو د فابریکې ۹۵ سلنه فعالیت بیا ځلي پیل شوی دی.
د کونړ د والي مرستیال امریکا غږ ته تایید کړه چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واورې پرانګونو یا (Snow leopard) دوه بچي د یوه شپون له خوا نیول شوي دي.
افغانستان کې د میوو د فصل په رارسېدو سره د کابل په بازارونو کې د بهرنیو میوو ځای، وطني مېوو ډک کړی. د کندهار الوچې او د مزارشریف الوبالو اوس په کابل کې په مناسبه بیه خرڅیږي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې دغه هېواد کې د کورنیو الوتنو د بیا پیلولو لپاره یې کړنلاره جوړه او د کابینې د تصویب ته پتمه ده.
نور پورته کول