سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې به د دغه ولایت د هندواڼو او خټکیو حاصلات څه باندې دوه سوه زرو ټنو ته ورسیږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد څلور سیمې د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه اعلان کړې.
په افغانستان کې مدني ټولنو ګډ کاري کروپ له حکومت نه غوښتي چې د عدلي، حقوقي او څارونکو بنسټونو خپلواکۍ ته ژمن پاتې شي.
د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د وړایندوینو پر بنسټ د کروناویروس د رامنځ ته شویو ګرځبندیزونو له امله د افغانستان ملکي هوايي څانګې لږ تر لږه څلوېښت میلیونه ډالر زیان کړی دی.
د کابل د فرزې ولسوالۍ په ښکلو درو کې د ګیلاسو میوه پخه شوې. بزګران وايي له څو کلونو راهیسې یې د ګیلاسو د نوي راوړل شوي نسل ونې کرلي چې ښه حاصل ورکوي. دوی وايي که څه هم په ښه کیفیت میوه بازار ته وړاندې کوي خو بیه یې د هغه زحمت په پرتله چې دوي یې کاږي ټيټه ده.
د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت، په روان کال کې د فراه ولایت د هندواڼو حاصلات د شپږ سلنې ډېروالي خبر ورکړی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې افغانستان ته د اورګاډي په واسطه له سلو زرو نه ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د روان زېږدیز کال په نوامبر کې به د افغانستان او اسټرالیا ملي لوبډلې د ټېسټ لوبه وکړي.
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند اعلانول په پراخه توګه له بهرنیو هېوادنو او نړیوالو بنسټونو له خوا ستایل شوي دي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او کوچنی اختر هم راروان دی، یو شمېر ډاکټران او دیني عالمان د اختر د لمونځ او د اختر د لمانځلو په اړه ځینې سپارښتنې لري. سید زیارمل هاشمي-امریکا غږ
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د کرونا ویروس د خورېدو او له هغه وروسته د هوايي چلند ځنډېدو وروسته بهرنیو هېوادونو کې له ۱۶ زرو ډېر بند پاتې افغانان خپل هېواد ته لیږدول شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرې یوې میاشتې کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نیږدې څلور سوه زره ټنه توکي افغانستان ته وارد شوي دي.
افغانستان کې د هندوانو او سیکانو لږکیو درمسال باندې د وروستي برید وروسته د دوی عبادت ځایونو امنیتي تدابیر تر هر بل وخت ټینګ شوي دي. ولسي جرګې کې د دوی استازی وايي چې امنیتي ګواښونه اوس هم شته خو دا یواځې د دوی نه بلکه د نورو افغانانو سره ګډه اندېښنه ده.
د امریکا اسېدونکی تنکی ځوان اوي شیفمن چې د کرونا ویروس په اړه یې معلوماتي ویب سایت جوړ کړی، دغه سیایت کې یې د سوداګریزو اعلانونو په بدل کې د اتو میلیونو ډالرو وړاندیز نه دی منلی.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي بهرنیو هېوادنو کې د کرونا ویروس له خورېدو او د الوتکو د ترانسپورټ درېدلو له امله په زرهاو ګیر پاتې افغانان یې خپل هېواد ته لېږدولي دي.
د دغه قطري خصوصي بنسټ چارواکي وايي د ګرځبندیز له امله د ګڼو افغانو کورنیو اقتصادي ستونزې ډیرې شوي او تر بل هر وخت اوس مرستو ته ډیره اړتیا لري. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
په افغانستان کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو را وروسته دا مهال سلګونه رسنۍ فعالیت کوي.
افغانستان کې د دوه لسیزو ډیموکراسۍ وروسته اوس مهال په لسګونو رسنۍ فعالیت کوي. خو ایا دغه رسنۍ ازادې دي؟ په دې اړه د حکومت دریځ څه دی؟ ښځینه او نارینه خبریالان پکې له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟ د دې پوښتنو ځواب د سید زیارمل هاشمي په دې رپوټ کې کتلی شئ.
د بالیوډ سینما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار کې په یوه روغتون کې سا ورکړه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو له افغانستان سره مالي او د نورو مرستو ژمنې وکړې.
نور پورته کول