شاهين افريدي په ۲۰۱۴ کې د اسلام اباد نمل پوهنتون څخه په ژورنالزم کې ماستري کړې ده. له ۲۰۱۲ کال راهيسې په پښتونخوا او پاکستان کې د ځايي او نړۍ والو رسنيو سره د خبريال په حيث کار پيل کړی. د ۲۰۲۲ راهسې امريکا غږ اشنا سره کار کوي.
د خیبر پښتونخوا په پيښور کې ځايي تولید شوي عطرونه خورا مشهور دي. د هټیوالو په وینا، د روژې په میاشت کې د عطرونو کارول زیاتېږي. اوس وخت، د پېښور په بازارونو کې له ۱۵ څخه زیات ډول ډول عطرونه موندل کېږي، چې بیې یې له څلور سوه څخه تر څلوېښت زرو پاکستاني روپیو پورې دي.
په داسې حال کې چې ټوله نړۍ کې نن د مارچ اتمه، د ښځو د حقونو ورځ نمانځل کیږي، افغانو ښځو په پېښور کې له پاکستان څخه د جبري ستنولو پرضد لاریون وکړ. دوي وایي په افغانستان کې ښځې د کار، زده کړې او له ګڼ شمېر محدودیتونو سره مخ دي، په دې شرایطو کې د دوی بیرته لیږل د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو له امله، د شاتو مچیو ډېرو افغان پالونکو خپل کاروبارونه په بشپړه توګه تړلي دي.
د خیبر په لنډیکوتل سیمه کې د تاتارا کرکټ لوبغاړي کې روان د فاټا سوپر لیګ نوم لاندې سیالۍ خورا مشهورې دي چې پکې د شاهين شاه افریدي او عثمان شینواري په څیر د پاکستان د ملي لوبډلو ګڼ شمیر لوبغاړي لوبېدلي دي. شاهين افریدي ددغو سیالیو په اهمیت او شته ستونزو لوبغاړو او منتظمینو سره غږیدلی.
د خیبر طبي پوهنتون زده کونکو د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی چې پکې د پښتو، اردو او انګلیسي ادبیاتو سربیره، د طبابت، ساینس او څیړنې په برخو کې لیکل شوي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي. تنظیموونکي وایي د دوي موخه د کتاب لوستلو دود ته وده ورکول دي.
د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې یوې افغان کډوالې له پاکستان څخه په زوره د شړلو او طالبانو له ویری، د پیښور په عالي محکمه کې عریضه کړې ده.
په پیښور پوهنتون کې د ځوانانو د خپلواک کولو او د ننني عصر له ننګونو سره د هغوی د تطابق په موخه درې ورځنی فیستیوال جوړ شوی و. جزئیات یې د امریکا غږ د خبریال شاهین افریدي راپور کې وګورئ.
د پيښور اوسیدونکی، تیمورخان له لرګیو مختلف کلتوري شیان جوړوي. وایي هڅه کوي چې د دې مهارت له لارې د خیبر پښتونخوا کلتور ژوندی وساتي. هغه، چې له ماشومتوبه دا هنر تعقیبوي، څه ډول شیان جوړوي؟ د شاهين افریدي په راپور کې یې دلته کتلی شئ.
په پېښور کې د ښځو د مهارتونو او وړتیاو دوه ورځنی فیستیوال ترسره شو، چې پکې د مختلفو برخو میرمنو خپل استعدادونه وښودل. د دې فستیوال موخه د ښځو پیاوړتیا او نړۍ ته د هغوی وړتیاوې ښودل وو. ویدیو: شاهین افریدي - امریکا غږ
د خيبر پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کې د نارينه او ښځينه زدهکوونکو د استعدادونو د موندلو په موخه یوه ازموينه واخیستل شوه. په دغه ازموينه کې چې څه باندې ۲۰۰ زدهکوونکو ګډون کړی و، موخه یې د زدهکوونکو د وړتياو ارزول او هغوی ته د تعليمي او مسلکي پرمختګ د فرصتونه برابرول وو.
د پېښور په بورډ بازار کې افغان ځوانان د ښوونځي، سفر او سپورتي بکسونو په جوړولو او ترمیم کې مهارت لري. دا هنرمندان خپل لاسي صنایع د پاکستان او افغانستان په مختلفو ښارونو کې پلوري. دغه افغان کسبګر له دریو لسیزو راهیسې په بورډ بازار کې په کار بوخت دي. ویدیو: شاهین افریدي امریکاغږ
پاکستان د علامه اقبال بورسونو تر نوم لاندې د ۴۵۰۰ افغان زده کوونکو لپاره فرصتونه اعلان کړي دي چې پکې افغانستان او پاکستان کې افغانې نجونې ورته ډېرې خوشحاله دي. شاهين افریدي له څو افغانو نجونو سره په دې اړه غږیدلی او ددوي نظرونه یې راپور کې راټول کړي دي.
پيښور کې د منتو پلورونکې دغه افغانه پېغله وایي افغانستان کې د حقوقو محصله وه خو د طالبانو راتګ سره پاکستان ته په کډوالۍ مجبوره شوه. وایي د ښه ژوند په هیله راغلې وه خو دلته یې هم ژوند له ګڼو ستونزو ډک دی. شاهين افریدی ورسره غږیدلی او دغه راپور یې چمتو کړی.
د پېښور په بورډ بازار کې یو افغان ځوان د قمري جوس په نوم داسې جوس جوړوي چې پکې له ۱۲ څخه زیاتې میوې کاروي. دغه جوس د خلکو په منځ کې، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو په منځ کې خورا مشهور دي. شاهين افریدي پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د پېښور عالي محکمې په یو تازه حکم کې د هغه افغان هنرمندانو په جبري توګه بیرته ستنول درولي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي و. شاهین افریدي په همدې اړه له ځینې هنرمندانو سره غږیدلی
پېښور ښار چې یو وخت د افغانستان د وچو میوو لپاره یو لوی مرکز و، نن د خپل تاریخ په یوه مهم پړاو کې ولاړ دی. د تورخم پولې تړل کېدو دلته کاروبارونه سخت اغېزمن کړي دي چې له امله یې د وچو میوو سوداګري تر ټولو زیات اغېزمن شوې ده. شاهين افريدي په پېښور کې له دغو سوداګرو سره غږيدلی دی.
د خیبر پښتونخوا په تیراه دره کې د ترهګرۍ له امله ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې او د جمرود په غارونو کې یې پناه اخیستې ده. دلته دغه کورنۍ نه یوازې د استوګنې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د اوبو، برېښنا او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي.
توریال یو افغان کډوال دی چې د پېښور په بورډ بازار کې په ګاډۍ سبزي پلوري، ټوله ورځ سخت کار کوي چې د سوک وهنې د ورزش تمرین وکړی او لګښتونه یې برابر کړي. توریال غواړي چې په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړ راوړي خو وایي بیوزلي یې هیلو ته د رسېدو په مخکې خنډ دی. شاهين افریدی پرې راپور لري.
افغان کډوال په پاکستان کې د ښو هنرونو او مهارتونو په درلودلو مشهور دي، ځکه چې هغوی کوربه هېواد ته یو لړ ګټور مهارتونه انتقال کړي دي. یو له دغو هنرونو څخه د څرمنې کاروبار دی. د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په 'افغان چرمي مارکېټ' کې هر تولید د استعداد، مبارزې او بریالیتوب کیسه لري.
د خیبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ ځوان کسبګر کرامت شاه، د پخواني ماډل ګاډو بیا جوړولو ته د خپل هنر په مرسته نوی بڼه ورکوي او ښکلي ډیزاینونه ورته جوړوي. کرامت شاه، چې د انټیک ګاډو سره یې ځانګړې مینه لرله، د خپل هنر په مرسته نه یوازې په خپل هېواد کې شهرت ګټلی،بلکې په نړیواله کچه یې هم ځان معرفي کړی دی.
نور پورته کول