شاهين افريدي په ۲۰۱۴ کې د اسلام اباد نمل پوهنتون څخه په ژورنالزم کې ماستري کړې ده. له ۲۰۱۲ کال راهيسې په پښتونخوا او پاکستان کې د ځايي او نړۍ والو رسنيو سره د خبريال په حيث کار پيل کړی. د ۲۰۲۲ راهسې امريکا غږ اشنا سره کار کوي.
د خیبرپښتونخوا د پیښور ښار د خپلو لرغونو ودانیو، بازارونو او خوندور خواړو لپاره مشهور دی. خو کله چې دلته د خوندورو خوړو خبره راځي، نو د "پټې تیکې" خبره خامخا کیږي. پټه تکه ولې دومره مشهوره ده او څنګه چمتو کیږي، د امریکاغږ خبریال، شاهین افریدي پرې دغه رپوټ جوړ کړي.
په پېښور کې ریاض احمد یو داسې ځانګړی هنرمند دی چې د زغرو بوټو څخه د ترلاسه شوي توکو په کارولو سره د ورېښمو په ټوکرانو مغولي طرز ګلدوزۍ کوي. دا هنر چې نوموړي ته په میراث پاتې دی، په نړیواله کچه مینه وال لري. هغه ادعا کوي چې په پاکستان کې د دې هنر یوازینی وارث دی.
د پېښور په یوه مدرسه کې زده کوونکو داسې یو موزیم جوړ کړی چې پکې نه یوازې د پیړیو زاړه په لاس لیکل شوي اسلامي کتابونه راټول کړل شوي بلکې د پښتنو د کلتوري، تاریخي او جنګي سامانونه او د موسیقۍ زاړه سامان آلات هم نندارې ته ایښودل شوي. شاهين افریدی پرې راپور لري
چپلي کباب چې د پيښور یو له خورا مشهورو محلي خوراکونو څخه ګڼل کیږي، ډیر مینوال لري. همدغه شان د رامبیل کباب په نوم د دغه رستورانت مالک وایي چې له ۴۰ کلونو راهیسې دغه ښار کې کباب خرڅوي او په ټول هیواد کې خپل مینوال لري. شاهین افریدي پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د خیبر پښتونخوا په پيښور ښار کې د یوې غیر دولتي موسسې په نوښت د نویو راغلو افغان کډوالو لپاره یو کلتوري فیسټیوال جوړ شوی و. په دې فیسټیوال کې چې ګڼ شمېر ځايي خلکو هم په کې ګډون کړی و، موخه یې د کوربه هیواد پاکستاني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ د ښو ټولنیزو اړیکو پیاوړي کول وو.
پدې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د تازه راغلو افغان مېرمنو د لاسي صنایعو یو نندارتون جوړ شو. د مسؤلینو په وینا، د دغه نندارتون موخه د مېرمنو د استعدادونو لوړول او هغوی ته د اقتصادي خپلواکۍ فرصت برابرول دي. شاهین افریدي - امریکا غږ
د پېښور په یوې دیني مدرسه کې د داسې بوټو یو بڼ جوړ شوی چې په قران کریم کې یي یادونه شوې. شاهین افریدي د دغه بڼ په اړه لاندې ویډیويي رپورټ چمتو کړی دی.
رباب چې د پښتو موسیقۍ یوه لرغونې آله ده، د یونیسکو له خوا د کلتوري میراث په توګه اعلان شوی دی. دا نه یوازې د رباب اهمیت څرګندوي، بلکې دا د پاکستان، افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د کلتوري همغږۍ نښه هم ده. د موسيقۍ د پوهانو په اند، تر ټولو ښه رباب د کابل د توت لونې له لرګي څخه جوړېږي
پاکستان کې د پولیو ویروس د پېښو زیاتېدو ته په پام سره دغه هېواد کې د پولیو د بېړني حالت په اعلانېدو سره سم خېبرپښتونخوا کې یو نوی قانون معرفي شوی چې له مخې یې د زیږون او مړینې د سندونو جوړولو پرمهال د پولیو د تطبیق د اسنادو ښودل اړین شوي.شاهين افريدي د حکومت د دغو ګامونو په اړه چارواکو سره خبرې کړي
پېښور کې د خېبرپښتونخوا وړو وړو کاروبارونو مالکانو ته د بازار موندلو په موخه یوه مېله جوړه شوې چې په کې د ځايي سوداګرو ترڅنګ افغان مېرمنو هم برخه اخیستې وه. په دې مېله کې مېرمنو خپل لاسي صنایع هم نندارې لپاره ایښي وو. شاهین افریدي پرې راپور چمتو کړی
د خېبر پښتونخوا د کلتور او ګرځندوی ادارې په مرسته په پېښور کې د مېرمنو د لاسي صنایعو ته د ودې ورکولو په خاطر څلور ورځنۍ مېله جوړه شوې. په دې میله کې ځايي او افغان مېرمنې خپل لاسي توکي نندارې ته وړاندې کوي. دوي وایي چې دا نندارتون د دوی د کارموندنې لپاره یو ښه فرصت دی.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د مېشتو افغانانو او ځايي اوسیدونکو د لوبډلو ترمنځ د افغان کرکټ لیګ تر نوم لاندې سیالۍ تر سره شوې. د دې لیګ موخه د افغان کډوالو او ځايي خلکو تر منځ پیوستون او ورورولۍ ته وده ورکول وو. شاهین افریدي پرې راپور جوړ کړی.
چارسدې کې په لاس جوړ شوي د کهدړ ټوکر په سیمه کې خورا مشهور دی او د ژمي له پیل سره سم په بازارونو کې یې پلور په ځانګړي توګه زيات وي. کارګر وايي چې په دغو فابریکو کې جوړ شوي ټوکر له پنجاب وروسته په افغانستان کې لوی بازار لري. شاهين افريدی پرې راپور لري.
پداسې حال کې چې د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د کرسمس لپاره د عیسویانو ټولنې په خپلو کورونو کې د کرسمس ونو او دیوالونو په سینګارولو بوخت دي، بلخوا داسې بیوځله مسیحیان هم شته چې وایي ورځنی لګښت برابرول ورته ګران دي او د کرسمس لمانځلو توان نلري. شاهين افریدی پرې راپور لري.
په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د یوې غیر دولتي ادارې په مرسته د بې روزګاره او کم عاید لرونکو افغان کډوالو لپاره د څراغونو جوړولو پروژه پیل شوې. د پروژې مسئولین وایي چې په پای کې به د دغه کډوالو سره د خپلې کارخانې په جوړولو کې هم مرسته وشي. شاهین افریدي- امریکا غږ
په پېښور کې مېشت یو افغان ځوان نه یوازې د مهاجرت له ګڼو ننګونو سره د مقابلې په ترڅ کې د داخلي ډیزاین په برخه کې لوړې زده کړې کړي، بلکې په پاکستان کې دننه او بهر په مختلفو پروژو هم کار کوي. محمد ارشاد غواړي افغان ځوانانو ته په خپله برخه کې لارښوونه وکړي.
خیبرپښتونخوا کې د ګوړې د تولید د ورځو په درشل کې کروندګر ادعا کوي چې پاکستان کې هر کال یو نیم ملیون ټنه ګني تولیدیږي چې له نیمایي څخه زیات یې د ګوړې په جوړولو کې کارول کیږي. د چارسدې او مردان ګوړه ولې په ټوله نړۍ کې شهرت لري او دا څنګه جوړېږي؟ شاهين افریدی پرې راپور لري.
په پيښور کې د ځوانانو يوې ډلې داسې چای خانه پرانستې چې پيرودونکي د خوندورو چايو سره یوځای د پښتو ژبې نامتو لیکوالو او شاعرانو کتابونه هم لولي۔ دغه ځای دوي لپاره نه يواځې یو ادبي مرکز بلل کېږي، بلکې دلته ځوانان د بیلابیلو سوداګریزو پلانونو په اړه هم یو بل سره مشورې کوي. شاهين افريدی- امريکا غږ
تورخم پولې ته څيرمه د لنډي کوتل ځوانانو په سيمه کې نشه يي توکو د مخنيوي او د سولې د ټينګښت لپاره د لنډي کوتل څخه تر تاريخي خيبر دروازې پورې تر ديرش کلومتره مراټن ځغاسته وکړه، چې موخه يي په سيمه کې خلکو ته د نشې څخه د پاکې او روغې ټولنې جوړولو په اړه پوهاوې ورکول دي.
په پېښور پوهنتون کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لخوا "د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي " په اړه یو سیمینار او تیاتر جوړ شو.د ټولنیزو چارو کارپوهانو په وینا،په ټولنه کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره تعلیمي ادارې او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته د پوهاوي اړتیا ده.
نور پورته کول