شاهين افريدي په ۲۰۱۴ کې د اسلام اباد نمل پوهنتون څخه په ژورنالزم کې ماستري کړې ده. له ۲۰۱۲ کال راهيسې په پښتونخوا او پاکستان کې د ځايي او نړۍ والو رسنيو سره د خبريال په حيث کار پيل کړی. د ۲۰۲۲ راهسې امريکا غږ اشنا سره کار کوي.
د پېښور د کرنې په پوهنتون کې هر کال د ګلانو نندارتون جوړېږي. په سږني نندارتون کې د ګلانو څه باندې ۳۰ ډولونه نندارې ته ایښودل شوي وو. ددغه نندارتون موخه نویو محصلینو ته ښه راغلاست ویل او د هغوی هڅول دي چې د چاپېریال د ککړتیا په کمولو کې فعاله ونډه واخلي.
د پيښور د تاج آباد سیمې په یوه اکاډمۍ کې د نویو راغليو او پخوانيو افغان کډوالو لپاره د لنډ مهاله کورسونو په پای کې د فراغت غونډه وشوه. په دې مراسمو کې لسګونو هلکانو او نجونو ته د فراغت ديپلومونه ورکړل شول.
په پېښور کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د یوې موسسې په مرسته مېرمنې او نجونې د لاسي صنایعو زده کړې کوي. د دې پروګرام موخه د ښځو په ځان بسیا کول دي، څو د دې مهارتونو له لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي او د ماشومانو د زده کړو لګښت برابر کړي.
د دسمبر دریمه په ټوله نړۍ کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه راپور کې ویلی شوي چې پاکستان کې ۱۶٪ خلک د څه نه څه ډول معلولیت څخه کړیږي. د معلولینو د حقونو فعالان یې علت سیمه کې ناامني او پولیو ویروس بولي. شاهين افریدي- امریکاغږ
د ازادو سياليو ۱۹ کلن افغان ورزشکار عدنان چوپان وایي چې په افغانستان کې د رژیم له بدلون وروسته پاکستان ته مهاجر شوی، د اقتصادي ستونزو له امله د لوبې پریښودو او د خښتو په بټیو کې کار کولو ته اړ شوی. عدنان چوپان د MMA په ۱۵ سیالیو کې ګڼ شمېر مډالونه ګټلي دي. شاهین افریدی پرې راپور لري.
په اسلام اباد «لوک ورثه مېله» کې ددې هيواد د بېلا بېلو کلتورونو یو شمیر توکي نندارې ته وړاندې شوې. په دې مېله کې د خېبرپښتونخوا د ايالت په استازیتوب ۳۰ بېلابېلې غرفې لګول شوي چې پکې د پېښور په مرکزي زندان کې د بندیانو په لاسونو جوړ شويو توکو د خلکو پام ځان ته اړولی.
د خیبرپښتونخوا د پېښور په بډه بیر افغان کمپ کې یوې غیر دولتي موسسې د ۵۰ څخه زیاتو افغان مېرمنو ته د چرګانو د فارمونو جوړولو په برخه کې روزنه ورکړې. د دې موسسې هدف د افغان مېرمنو د اقتصاد پیاوړتیا ده، ترڅو د چرګانو د فارمونو له لارې خپلې کورنۍ ته مالي ملاتړ برابر کړي.
په پيښور کې د ځوانانو يوه ډله هره میاشت یوه مطالعاتي غونډه جوړوي، چیرې چې استادان، محصلین او د ټولنې د بیلابیلو برخو څخه خلک په مختلفو کتابونو بحث کوي. په روانه میاشت کې دوی "په افغانستان کې د طالبانو د بیا را تګ" موضوع غوره کړې وه.
د خیبرپښتونخوا د پېښور په صدر بازار کې یو ځوان په دودیزه توګه په تنور کې د کبانو پخولو نوښت پیل کړی، چې د دې ښار د اوسېدونکو ترڅنګ د نورو سیمو خلک هم د دې ځانګړي خوند لرونکو کبانو د خوړلو لپاره ورځي.
په پاکستان کې نرښځیان معمولاً د محفلونو، نڅا او سندرو له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، خو د پېښور یو نرښځي، شیبا حسن، د دې لارې پر ځای، د جامو پلورنځي په پرانیستلو سره خپل کاروبار پیل کړی دی.
افغان ورزشکار نوید حبیبي په مهاجرت کې له ننګونو سره سره ډېرې بریاوې ترلاسه کړې دي. نوموړی له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د تکواندو لوبه کوي او ددې ورزش د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کوي. نويد حبيبي په سلګونو افغان او پاکستاني لوبغاړي روزلي چې په نړيوالو سياليو کې يي د خپلو هيوادونو استازولي کړي.
د خیبرپختونخوا په افغان کمپونو کی د میشتو میرمنو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شوی چې پکې غالۍ، ټوکر، دودیزې جامې، ګاڼۍ او ګڼ شمېر کورني توکي نندارې ته وړاندي شوي دي. ددې نندارتون موخه نه یوازې دغه میرمنو ته د هنرونو ښودل و، بلکې دوی ته د اقتصادي ګټو زمینه برابرول وو. شاهین افریدی ــ امریکا غږ
پېښور کې د هندوانو د دیوالي په نوم خپل مذهبي مراسم ونمانځل. د دغو مراسمو تنظیم کوونکي وایي دغه مراسم ورته ځکه ډېر مهم دي ددغو مراسمو له نمانځنو سره سم یې مذهبي کال هم پیل کیږي. د امریکا غږ خبریال شاهین افریدي له دغو نمانځنو راپور چمتو کړی چې تاسو سره یې دلته شریکوو.
اتڼ د ټولو افغانانو په ځانګړې ډول د پښتنو لرغونې نڅا ده چې په نړیواله کچه شهرت لري. اتڼ په مختلفو جشنونو، خوښیو او ودونو کې یو لرغونی دود دی چې په پخوانیو وختونو کې به ځوانانو جګړو او مبارزو ته د دانګلو پر وخت ددغه ددې دودیزې نڅا له لارې خپله انرژي او جوش ښکاره کاوه.
د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې مېشته افغان کډوالې، مصباحه د خپل هنري مهارتونو له امله نه یوازې د هنر د مینه وال پام ځانته را اړولی، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم پراخه ستاینه شوې ده.
په چارسده کې وړو روزګارونو ته د ودې ورکولو په موخه په عبدالولي خان لوبغالۍ کښي دوه ورځنی نندارتون تنظيم شوی دی. د چارسدې ميرمنو په دې نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل چې هدف یې د هنرمندو میرمنو لخوا جوړ شوي محصولاتو ته د بازار موندل دي.
د باجوړ اوسیدونکی ۱۹کلن کامران خان د ونو په وچو پاڼو د پیچلو ډیزاینونو، نومونو او انځورونو په جوړولو کې ځانګړی هنر لري. هغه د خپل هنر له امله د مشهورو سیاستوالو او شخصیتونو لخوا ستايل شوی. شاهين افريدي یې د هنر په اړه ويډيو چمتو کړی۔
د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور ښار په نور اکاډمۍ کې د افغان کډوالو لپاره د وړیا ډیجیټل بازار موندنې روزنیز کورس پیل شوی، چې موخه یې افغان ښځو او نارینه وو ته د مهارتونو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا زمینې برابرول دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت د پيښور ښار په یوه ښوونځي کې د زده کوونکو لخوا د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو جوړې شوي پروژې نندارې ته وړاندې شوې. د نندارتون موخه زده کوونکو له عصري زده کړو سره بلدتیا او د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره ټولنې ته مثبت پیغام رسول وو.
د خیبر پښتونخوا په پېښور پوهنتون کې تیره ورځ د سولې یو ورځنی نندارتون جوړ شوی و. د دې نندارتون موخه د ځوانو محصلینو هڅول وو، څو د سولې او ولسواکۍ د ودې په بهیر کې فعاله برخه واخلي او څنګه یوه ټول شموله او پیاوړې ټولنه رامنځته کړي.
نور پورته کول