شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
د هند د اتهراکنډ ایالت په دهرادون ښار کې یو شمیر هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې د یتیمانو او بې کوره ماشومانو د پالنې او ساتنې په یو مرکز کې ژوند کوي هڅه کوي د محلي سندرو په ویلو سره په یو بل کې د مهربانۍ او خواخوږۍ روحیه پیاوړې کړي. شلپي بترا – امریکا غږ
د هند په موسوري ښار کې د ساووي هوټل د جوړیدو راهیسې تر اوسه د وتلو سیاسي څیرو او د مختلفو هیوادونو د استازو کوربتوب کړی دی. په ۱۹۲۰ کال کې په دې ځای کې د افغانستان او د بریتانوي هند یو شمیر استازو د سولې د تړون په اړه سره لیدنه کړې ده. ددې هوټل په یوه څنډه کې یو افغان سلطنتي رستورانت هم شته
د تبتي ماشومانو د موسیقۍ آرکستر ډلې د هند په هیماچل پردیش ایالت کې د "درمشالا فلم فیسټیوال" پر مهال د موسیقۍ په زړه پورې ننداره وړاندې کړه. دغه ډله، چې له ۵۰ ماشومانو جوړه ده، د موسیقي دودیز آلات غږوي.
د ژمي د فصل په درشل کې د هند په میسوري ښار کې د ګرمو کالیو د پلور بازار تود شوی دی. یو شمیر پلورونکو د سړک په غاړه په خپلو موقتي هټیو کې زنګارنګ کالي نندارې ته ایښي دي.
د لیندور ښار چې د هند په شمال کې موقعیت لري، د خپل بډایه تاریخ او کلتور له امله ځانګړی شهرت لري. بریتانوي پوځیانو ددې ښار څخه د استراحت ځای په توګه کار اخیست. دغه ښار، نن د تاریخي معمارۍ او ارامې فضاء له کبله د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.
په هند کې د دیوالي جشن، چې د رڼاګانو جشن هم بلل کیږي، هر کال په ډېر جوش او خوشحالۍ سره نمانځل کېږي. خلک د دې جشن لپاره خپل کورونه پاکوي او په رنګارنګ څراغونو او ګلانو یې سینګاروي. په دې ویډیو کې چې د امریکاغږ همکارې، شېلپي بترا را لیږلې، په جیپور کې د دیوالي جشن د تیارۍ ځینې صحنې کتلای شئ.
په هند کې کوډ لیکل اوس وخت دولتي او وروسته پاتې سیمو ښوونځیو ته لار موندلې ده. پدغو ښوونځیو کې زده کوونکي په اته کلنۍ کې د کوډ لیکلو زده کړه پیلوي. د هند حکومت دا ګام د دې لپاره اخیستی چې د دولتي ښوونځیو زده کوونکي هم د خصوصي ښوونځیو زده کوونکو په څېر له مساوي فرصتونو څخه برخمن شي.
د هند په جیپور ښار کې د رنګریزۍ دودیز هنر لا هم ژوندی دی. سومیت کمار، چې دا هنر یې له کوچنیوالي له خپل پلار څخه زده کړی، اوس په پدغه ښار کې د رنګریزۍ د یوې کوچنۍ هټۍ چارې پرمخ وړي. په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریالې شېلپي بترا را لیږلې، د سومیت کمار ورځنی کار او فعالیت انځور شوی دی.
جانکي لال، چې د هند په جيپور ښار کې یوه لاسي کراچۍ لري، هره ورځ له خپل کراچی سره کوڅه په کوڅه ګرځي چې خپلو مشتریانو ته تازه ترکارۍ ورسوي. په دې ویډیو کې، چې شیلپې بترا را استولې ده، د جانکي لال ورځنی کار او فعالیت انځور شوی دی.
د هند په جیپور ښار کې میشتې دغې پښتنې هندوې، بنبتي بابۍ خپله حافظه له لاسه ورکړې او ډیری وخت یې خپل نوم هم یاد نه وي خو وایي چې کله غاړې او ټپې پيلوي نو پخواني یادونه یې بیا تازه کیږي او ډېرې پخوانۍ ټپې وریادیږي او زمزمه کوي. شلپي بترا ترې دغه لنډه ویډیو اخیستې.
پدغه ویډیو کې چې د امریکاغږ همکارې، شېلپي بترا را لیږلې، د هند په جيپور ښار کې د کیک او کلچو په یو پلورنځی کې د کیک او کلچو د پخولو بهیر انځور شوی دی. ویل کېږي چې د دې پلورنځي د تازه پخو شویو کیک او کلچو خوږ بوی له لرې واټن څخه پیرودونکي ځانته راکاږي.
د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د سمینیاک ساحل د سیلانیانو او "سرف وهونکو" لپاره ځانګړی شهرت لري. په دې سیمه کې د نانو په نوم یو ځوان هنرمند په خپله کوچني هټي کې د "سرفینګ" د لرګیو پر تختو په خاص مهارت سره حکاکي کوي.
په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ همکارې شېلپي بترا را لیږلې، په هند کې د "ګنګا آرتی" په نوم د مذهبي مراسمو ځینې برخې انځور شوي، چې هر ماښام د ځانګړې موسیقۍ او نڅا سره د ګنګا سیند پر غاړه ترسره کېږي.
په هند کې د نابینایانو لپاره د بریل په لېکدود د ځانګړو کتابونو چاپ ډېر محدود دی، خو د ټکنالوژۍ پرمختګ د دې کتابونو د چاپ فرصتونه زیات کړي دي. په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ همکارې شېلپي بترا چمتو کړې، د راجستان ایالت کې د بریل کتابونو د چاپ لړۍ انځور شوي.
"کوپی لواک" چې د نړۍ له مشهورو قهوو څخه ګڼل کېږي، د اندونیزیا د باتور اورغورځونکو غرونو ته څېرمه کروندو څخه ترلاسه کیږي. په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ همکارې شیلپی بترا رالېږلې ده، د دې قهوې د تولید بهیر انځور شوی دی.
د هند د راجستان ایالت په بیکانر ښارګوټي کې د لاسي صنایعو په یوې کوچنۍ کارخونې کې د هویت کارتونو لپاره له ځانګړو ټوکرانو څخه پوښونه جوړېږي. د امریکا غږ همکارې، شیلپي بترا په دې اړه یوه ويډیو رالیږلې چې پکې د کارخونې د کاریګرو ورځنی فعالیت او د هویت کارتونو د پوښونو د جوړولو بهیر انځور شوی.
د اندونیزیا د نوسا لمبونګن ټاپو د "سویډ" په نوم د یو ډول سمندري بوټو د کرکیلې له امله ځانګړی شهرت لري. د دې سیمې اوسیدونکي د خپلې ورځني عاید لپاره دغه بوټي کري. د دې بوټو د کرلو، پاللو او وچولو بهیر په دې ویډیو کې وګورئ چې د امریکا غږ همکارې، شیلپي بترا را لیږلې ده.
که څه هم په هند کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د ټوکرانو د رنګولو طریقه بدله شوې، خو 'خوشي رام' په خپله کوچنۍ کارخونه کې لا هم په دودیزه بڼه د ټوکرانو د رنګولو چارې پر مخ وړي.
فرانسوي هنرمندانو د هند په یو مشهور تیاتر کې د انیمیشن او په ژوندۍ بڼه د یو تخلیقي ترکیب (انټي چمبر) ننداره وړاندې کړه. په دغه ننداره کې یادو هنرمندانو د کاغذ، سکرو او رنګونو و په کارولو سره په ژوندۍ بڼه د ځانګړو انځورونو د رسمولو بهیر نندارې ته وړاندې کړل.
هند کې د "جین" ټولنه، سپتمبر د بخښنې د میاشتې په توګه نمانځي. د دې ټولنې غړي په دې میاشتې کې راټولېږي، سپینې جامې چې د سولې نښه ده، اغوندي او ولسي سندرې چې مذهبي اړخ هم لري، وايي. جینیزم په هند کې یو له پخوانیو مذهبونو څخه ګڼل کېږي.
نور پورته کول