شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
په هند کې د کوچیانو یوشمېر کورنۍ هر کال د سپتمبر په میاشت کې له ګجرات څخه راجستان ته د "دوشیرا" جشن لپاره سفر کوي. دغه کورنۍ شاوخوا یوه میاشت په راجستان کې د واټونو ترڅنګ ژوند کوي او په دې موده کې دوی د لرګیو څخه د لوبو توکو په جوړولو بوخت وي، ترڅو د جشن په لومړۍ ورځ یې وپلوري.
په هند کې یو ځانګړی مرکز د هغو ماشومانو لپاره چې نابینا یا د سترګو لید یې کمزوری وي، د بریل لیکدود او د ژوند مهارتونو د زده کړې فرصتونه برابر کړي دي.
د هند د راجستان ایالت د اجمیر ښار په یو بوخت سړک کې یو نسبي نابینا، سریش په ډیر مهارت له وچو وښو څخه د لوبو سامانونه اوبدي. سریش نه یواځې په دغه کار سره خپل لګښت برابروي بلکې داسې یو دودیز هنر یې ژوندی ساتلی چې د ورکېدو له خطر سره مخ دی. شلپي بترا- امریکاغږ
کټپوتالي نڅا چې په هند کې د نانځوکو نڅا په نوم پیژندل کیږي، ګڼ شمېر مینه وال لري.دا نڅاګانې چې کوربانه یې په ترسره کولو کې زیات مهارت لري، د سیمې د خلکو کیسې او په زړه پورې کرکټرونه د نڅا په قالب کې وړاندې کوي. نانځکې هم د همدې کیسو د کرکټرونو په بڼه جوړېږي او نڅا د محلي سندرو سره یوځای ترسره کیږي.
د هند په ډېرو کلیوالو سیمو کې پاکو اوبو ته لاسرسی یوه لویه ستونزه ده. خو نوید خان د اوبو پمپونو په جوړولو سره دا ستونزه په یو فرصت بدله کړې ده. د دې پمپونو جوړول نه یوازې د کورنیو د څښاک اوبو اړتیاوې پوره کوي، بلکې له کروندګرو سره د کروندو په خړوبولو کې هم مرسته کوي.
د افغانستان وچه مېوه په هند کې ښه او تود بازار لري. امان خان چې د هند د حیدراباد په ښار کې د افغانستان د وچې مېوې په سوداګرۍ بوخت دی، وایي له خپل کار څخه خوښ دی، خو د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې ستونزې ډېرې شوې دي.
د هند د راجستان ایالت په کلیوالي سیمو کې د لرغونې زمانې راهیسې دود دی چې خلک په کې هر کال د موسمي بارانونو پر وخت ډله ییزې نڅاوې کوي او سندرې وایي. پدې ویدیو کې د راجستان ایالت د اوداپور ښار بهیر په یو یو کلي کې خلک دودیزه نڅا کوي، سندرې وایي د اورښت او ښه حاصلاتو لپاره دعاوې کوي>
د هند د رام ګنج په سیمه کې د "حلبي سازانو" په نوم یوه ځانګړې کوڅه شته، چېرې چې ګڼ شمېر فلزکاران او حلبي سازان په کې په خپلو ورځنیو چارو بوخت دي. په دې ویډیو کې چې د امریکا غږ همکارې شیلپي بترا را لیږلې ده، د دغو فلزکارانو او حلبي سازانو د ورځني کار ځینې برخې انځور شوي دي.
په ځینو ټولنو کې کوترو او نورو الوتونکو مرغانو ته دانې اچول او تغذیه کول یو ښه کار ګڼل کېږي او ډیری خلک معمولاً دا کار کوي، خو د چاپیریال ساتنې کارپوهان بیا د دې کړنې مخالف دي. د دوی په وینا، د کوترو یا نورو مرغانو تغذیه کول د چاپیریال طبیعي څرخ اغېزمنوي او کولی شي چاپیریالي ستونزې رامنځته کړي.
په هند کې پخوا د لرګینو کټونو کارول ډېر معمول وو، خو د وخت په تیریدو او ټکنالوژۍ د پرمختګ سره، د فلزي کټونو استعمال چې مناسبې بیې لري، اوس د خلکو په منځ کې رواج موندلی دی. په دغې ویډیو کې چې د امریکاغږ همکارې، شیلپي بترا را لیږلې، د یو کټ جوړونکي ورځنې کار او فعالیت انځور شوی دی.
په هند کې د بین یا پنګي په نامه د موسیقۍ لرغونې اله خورا مشهوره ده چې د شپیلۍ په څیر غږول کیږي. ددې الې یو شمیر غږونکي پاړوګران دي چې د مارانو د نیولو لپاره په کې یوه ځانګړی سندره غږوي او په سوړو او غارونو کې پټ ماران ددغه بین غږونکي شاوخوا ته راټولیږي.
په هند کې، سره له دې چې ټکنالوژي پرمختګ کړی او په ډېرو کورونو کې اُتوګان شته، خو بیا هم ډېر خلک خپلې جامې د اُتو کولو لپاره اُتوکوونکو ته وړي.
د هند د راجستان ایالت په جملودي سیمه کې د "اپنا ګهر دیویتا" په نامه کور د یو شمېر هغو پاخه عمر لرونکو ښځو لپاره د ساتنې او پالنې په مرکز بدل شوی، چې د خپلو کورنیو له خوا پرېښودل شوې یا له ناامنه چاپېریال څخه ژغورل شوې دي.
د هند په راجستان ایالت کې د ماشومانو او په رواني اختلالاتو اخته نورو ناروغانو لپاره د پاملرنې په یو مرکز کې د څه باندې ۴۳۰ ماشومانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ساتنه او پالنه کیږي. د دغه مرکز کارکوونکي هڅه کوي چې د حکومت په مالي مرسته او د خلکو په همکارۍ د دغو ناروغانو درملنه وکړي.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو په څیر د هند په راجستان ایالت کې د بارانونو په اورښت هم اغیزه کړې دی. په دغه ایالت کې سږ کال بې ساري بارانونه اوریدلي، چې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې بارانونو له امله واړه کاروبارونه او ټرانسپورټي سیسټمونه سخت اغیزمن شوي دي.
د هند په راجستان ایالت کې د 'ګیور' په نوم مشهور خواږه، چې له غوړیو، اوړو او بورې څخه جوړیږي، ځانته مینه وال لري. دا خواږه معمولاً د ساون (باران) په میاشت کې او د راکي جشنونو پر مهال ډېر خوړل کیږي.
نن سبا په نړۍ کې د نیمه قیمتي ډبرو څخه د جوړ شوي ګاڼو کارول ډیر عام دي. په دغه ویډیو کې چې د امریکاغږ همکارې شیلپي بترا رالیږلې، د هند د زیوراتو په یوه کارخونه کې د دغو ګاڼو د جوړولو بهیر انځور شوی دی.
د هند د جیپور ښار "د ګلانو بازار " د کورني او بهرني ګلانو د بیلابیل ډولونه د لرلو له امله ډېر مشهور دی. پدغه بازار کې ګل پلورونکي هره ورځ د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې ګلان پلوري، کوم چې تر ډېره د جوماتونو او معبدونو په سینګارولو کې کارول کیږي. همدارنګه د دې ګلانو د پلور کچه په ځانګړو مذهبي ورځو کې لوړیږي.
راس ملايي په هند کې نه یوازې یو له مشهورو خوږو څخه دي، بلکې د پېر او پلور بازار یې هم ښه ګرم دی. رس چې د خواږه شربت او ملایي د پنیر په مانا دی، ددغه مشهورو خوږو دوه مهم اجزاوي دي. پدغه ويډیو کې چې د امریکاغږ خبریالې، شیلپي بترا رالیږلې، د رس ملايي د جوړولو طریقه انځور شوې ده.
په هند کې د زړو پیسو او فلزي سکو ډیر ډولونه شته، چې ځینې یې د دغه هېواد د مرکزي بانک لخوا نور نه چاپیږي، خو په ورځني معاملو کې لا هم د چلښت وړ دي. همدارنګه ځینې کسان دا زاړه پیسې او سکې د کلیکسیونونو لپاره په لوړه بیه اخلي.
نور پورته کول