شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
د منګلاسوترا غاړکۍ چې په دودیز ډول په هند کې واده شوې میرمنې یې په غاړه کوي، اوسمهال ددغه هېواد د پیغلو ترمنځ هم مشهوره شوې. په دې ویډیو کې چې د امریکا غږ همکارې شیلپي بترا را لیږلې، د جیپور مشهور هنرمند رامیش جې ورځنی کار پکې انځور شوی.
د هند د نساجۍ په صنعت کې د لرګیو څخه د جوړو شويو بیلابیلو ټاپو په واسطه د ټوکرانو ټاپه کول لا هم له ځانګړي شهرت څخه برخمن دی.
ویشاکا د هند په پلازمینې دهلي کې د جواهرلعل نهرو پوهنتون د پښتو پوهنخي محصله ده. وایي پښتو شعرونه او موسیقي یې ډیره خوښیږي او د یوټیوب په مرسته یې خپل تلفظ باندې ډیر کار کړی دی. ویشاکا دا مهال په پښتو ژبه کې ماسټري کوي او غواړي راتلونکي کې په کتابخانې کې کار وکړي. شلپي بترا - امریکاغږ
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې دغه ۱۵۰ کلن معبد لا هم ډیرو ځایي اوسیدونکی له سترګو پټ پاتې شوی او لږ خلک ورسره بلد دي. دغه معبد کې هر سهار وختي د عبادت کوونکو اوږده کتارونه لیدل کیږي. شلپي بترا یې د معمارۍ او نقاشۍ ځینې برخو باندې دغه لنډه ویډیو چمتو کړې.
په دې ویډیو کې، سورج بهاتي د خپل زوی، رام سره چې دواړه د یوې هنرمندې کورنۍ د دریم نسل غړي دي، د هند د راجستان ایالت مشهوره او دودیزه سندره (د بیابان شګې) په خورا مینې او شوق سره بیا وايي. ویډیو: شیلپي بترا- امریکاغږ
د هند په پلازمینه دهلي کې د نهرو پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځي محصله، سوشیلا وایي چې په ډیره مینه پښتو ژبه زده کوي او پښتو شعرونه یې ډیر خوښيږي. شلپي بترا یې لنډه ویډیو چمتو کړې چې پکې سوشیلا یو پښتو شعر هم زمزمه کړی.
جېپور کې د پخلي تبۍ تولېد لا هم تر یوې کچې په لاس تر سره کیږي چې د ځایي خلکو ترمنځ یې محبوبیت تر ماشیني تولید شویو تبیو په پرتله لوړ دی. شلپي بترا له دغسې یوې کارخانې ویډیو چمتو کړې.
دا چې هند په نړۍ کې د جامو یو له سترو تولیدوونکو څخه دی، د نورو ښارونو په شان جېپور کې هم د کمیسونو او نورو جامو پر سر د ډیزاینونو چاپولو او رنګولو کارخانې شته چې نه یواځې د ځایي اوسیدونکو اړتیاو ته ځواب ویلی شي بلکې له هیواده بهر یې هم صادروي.
تیجسوي چندیلا په جېپور کې د خالص چاکلیټ د تولید کوچنۍ کارخانه لري چې هره ورځ پکې تازه چاکلیټ جوړوي. وایي نن سبا د جیپور ډیرو اوسیدونکو ترمنځ مشهوره شوې او د په وینا یې خلک د نورو سترو کمپینو لخوا جوړ شوي چاکلیټو پرځای د دې د کارخانې تولید خوښوي. شلپي بترا - امریکاغږ
جیپور کې له اوسپنې څخه د الماریو او د پیسو امن جعبو تولید لا هم بازار لري او خلک یې د لرګي او پلاستیک څخه د جوړو شویو الماریو په پرتله خوښوي. شلپي بترا د همدغسې یو دوکان څخه ویډیو جوړه کړې چې پکې بیلابیل توکي تولیديږي.
د هند د جېپور ایالت په سوای مانسېنګ موزیم کې د چتریو په نوم ځینې ځایونه لیدل کیږي چې په کې د جېپور سلطنتي کورنۍ غړي، د خپل مذهب په اساس، له مړینې وروسته سوځول شوي او نن سبا هم د دغه خاندان د یو نوي غړي مړینې سره، دغه ډول معماري چمتو کیږي. شلپي بترا د مانسېنګ موزیم ځینې معمارۍ پدې ویډیو کې ښودلي.
د هند د راجستان ایالت په جېپور ښار کې د بکرا منډي په نوم دغه بازار کې هر کال د لوی اختر لپاره څاروي خرڅلاو لپاره راوړل کیږي. ځایي اوسیدونکي وایي چې د تیرو کلونو په پرتله د څارویو بیې لوړې شوي دي او په اوسط ډول یوه اوزه په درې لکو هندي کالدارو کیږي. شلپي بترا له دغه بازاره لنډه ویډیو چمتو کړې.
د راجستان په ګڼو سیمو کې د ۱۸ کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکو نجونو وادول یو عام دود دستور دی. ځینو سیمو کې نجونې واده شي، خو د ۱۸ کلنۍ پورې د پلار په کور پاتې وي او یواځې هغه وخت د میړه کور ته ځي چې ۱۸ کلنه شي. شلپي بترا د راجستان له یوه کلي د پنځو نجونو د واده د مراسمو په اړه لنډه ویډیو لیږلې.
د هند د بنګال د سیمې اوسیدونکې، دیدپتا کونر په نوې دهلي کې د جواهرلال نهرو پوهنتون په پښتو پوهنځي کې د پښتو ادبیاتو محصله ده. دیدپتا وایي چې بنګالي ژبه او پښتو سره ورته دي او د بنګالي ژبې مشهور لیکونکي، روبندرنات ټاګور کابلي والا کیسې پښتو زده کولو ته هڅولې ده. شلپي بترا پرې لنډه ویډيو چمتو کړې.
د جېپور اوسیدونکی، فرید خان په دغه ښار کې شپیلۍ خرڅوي. وایي کرۍ ورځ په لارو کوڅو کې ګرځي او هڅه کوي د شپیلۍ په غږولو د خلکو پام شپیلۍ غږولو او اخیستلو ته واړوي. شلپي بترا د هغه د کاروبار او شپیلۍ غږولو لنډه ویډیو لیږلې.
په راجستان کې ځوانانو د اراولي سیمې د غونډیو سیاحت پیل کړی او شاړو ویجاړ شویو تاریخي ځایونو ته د رسیدو لپاره په بیلابیلو لارو پیاده مزل کوي. ددې سیاحت د مینه والو یوه ډله هره شنبه او یکشنبه راټولیږي او پدغه سفر کې له هغوی سره روزل شوي ګرځندویان مل وي.
بریجونایک د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې د راونهټه په نوم د موسیقۍ دغه لرغونې آله غږوي. هغه د جیپور په عنبر کلا او ګڼو نورو تاریخي ودانیو کې مینوالو ته د لرغونې موسیقۍ بیلابیل رنګونه ښيي. شلپي بترا -امریکاغږ
جیپور کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د کتابونو د ګنډلو او پښتیو برابرولو په دوکانونو ګڼه ګوڼه ډيره شوې ده. په دغه ښار کې ځينې داسې زاړه دوکانونه هم شته چې پکې کاریدونکي ماشینونه له ۵۰ کلونو هم زاړه دي.
لک بنګړي د یو ډول حشراتو له جالو څخه راټول شویو موادو پروسس کولو وروسته جوږیږي. هند کې واده شوې میرمنې داسې ګڼي چې لک بنګړي یې په ژوند کې خوشبختي راولي نو له همدې کبله دغه بنګړي خورا مشهور دي. شلپي بترا له یو داسې دوکان ویډیو چمتو کړې چې کاریګر یې له شپږو نسلونو راپدیخوا دغه بنګړي تولیدوي.
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې د مصالو د تولید او مکس ځینې دوکانونه شته چې د ټکنالوژۍ په دې پرمختللي دور کې لا هم مصالې پرته له کوم ماشین او برقي آلو چمتو کوي. شلپي بترا د جیپور یو مشهور مصاله جوړونکي دوکان ته ورغلې چې له پنځه نسلونو راپدیخوا یې دغه دوکان چلولی.
نور پورته کول