شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
د ځینو نړیوالو او غیردولتي موسسو او بنسټونو په مرسته د هند په راجستان ایالت کې د ښارونو ګڼ شمیر دیوالونو باندې نقاشۍ شوي چې پکې بیلابیل پیغامونه رسم شوي دي. چایا یو له دغو نقاشانو څخه ده چې وایي له دغه کار څخه یې موخه په ښار کې مثبت پیغامونه خپرول دي. شلپي بترا-امریکاغږ
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې د هوا ګرمیدو سره یوه مدني فعاله سرسوتي دیوي د تازه اوبو د څښاک ځایونه جوړوي. دغو ځانګړو ځایونو ته پیاو وایي. سرسوتي وایي چې له چا پیسې نه غواړي خو ځینې مسافرین ورته د اوبو په بدل کې پيسې ورکوي چې دا یې بیا د لا ښو او یخو اوبو لپاره کاروي. شلپي بترا – امریکاغږ
پدغه ويډیو کې چې شیلپي بترا را لیزلې، تاسو د هند په راجستان ایالت کې د 'کوټا' ښار منظره ګورئ، کوم چې د خپل ځانګړي معمارۍ سبک، موزیمونو اوعبادت ځایونو له امله ډیر مشهور دی. همدارنګه 'کوټا'په هند کې لومړنی ښار دی چې ترافیکي څراغونه نور پکې نه کارول کیږي.
د هند د راجستان ایالت په ودانیزو چارو کې د "مکرانا" او "کوټا" په نوم د مرمرو ډبرو کارول چې په یو خاص او ځانګړي انداز سره پرې او پالش کیږي، ډیر عام دی. پدغه ویډیو کې چې شیلپي بترا رالیږلې، د مرمرو د ډبرو د یوې کارخونې فعالیت انځور شوی دی.
د پسرلي او دوبي په موسم کې د هند د نورو سیمو په څېر، د راجستان په ایالت کې هم د کلالانو له خوا د جوړو شویو ګلدانونو بازار غوړیږي. پدغه ویډیو کې چې شیلپي بترا رالیږلې، د ګلدانونو او نورو خټینو لوښو یو پلورنځی انځور شوی دی.
د جیپور مساله لرونکي سیمیان د هند یو له مشهورو خوراکي توکو څخه شمېرل کیږي. پدغه ويډیو کې چې شیلپي بترا را لیزلې په جیپور کې د بهنور لال د سیمیانو په مشهور پلورنځي کې د سیمیانو د پخولو طریقه ښودل شوې ده.
د راجستان په جیپور ښار کې د ګهاټ ګیټ په نوم دغه میله خورا مشهوره ده او هر کال ورته په زرګونو کسان له کورنیو سره راځي. د ګهاټ ګیټ دغه میله د انډیاګیټ میلې پسې نومول شوې چې د هند په پلازمینې دهلي کې کیږي. شلپي بترا یې په اړه لنډه ویډیو چمتو کړې.
د هند په جیپور ښار کې د "اپنا ګهر" په نوم دغه مرکز د هغو ډیر عمر لرونکو کسانو پالنه کوي او ورته د اوسیدو لپاره ځای برابروي چې خپلو کورنیو پریښودلي دي. ددغه مرکز مسوولین وایي چې دا مهال په یاد مرکز کې ۲۸ کسان ګډ ژوند کوي، په ګډه ډوډۍ پخوي او یو بل سره کیسې کوي. شلپي بترا- امریکاغږ
رمان محمدي له تیرو شپږو کلونو راهیسې د هند په پلازمینه نوې دهلي کې اوسیږي. وایي خیاط دی او دوه نور ورونه یې هم ورسره په دوکان کې کار کوي. رمان وایي چې کندهارۍ غاړې او د وطنیو جامو نور مواد له افغانستان څخه راغواړي او هند کې یې نه یوازې افغانان بلکې کشمیریان او د ګڼو ایالتونو اوسیدونکي مشتریان دي.
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې د مهر او ټاپې جوړولو صنعت کې د پخوا په پرتله خورا مثبت توپیر راغلی او هغه کار چې پخوا به پرې څو ورځې تیریدلې، اوس په څو ساعتونو کې تر سره کیږي. شلپي بترا د مهر جوړولو یو دوکان څخه لنډه ویډیو چمتو کړې.
هینګ کچوړي د هند په راجستان ایالت کې خورا مشهور خواړه دي چې په غوړیو کې سره کیږي او ډیر مرچ پکې کارول کیږي. شلپي بترا د دغو دودیزو خوړو لنډه ویډیو چمتو کړې.
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې د هیواد نورو ښارونو په څیر د ګني اوبه خلک ډیر خوښوي او ډیری وخت په دودیزو طریقو او وسایلو چمتو کیږي. شلپي بترا یې په اړه لنډه ویډیو چمتو کؤې
د هند د جیپور ښار یو زیات شمیر اوسیدونکي د اوړي په موسم کې د څښاک اوبو د یخ ساتلو لپاره د کلالي یا سفالي لوښو څخه کار اخلي. دغه کار په جیپور کې د پسرلي په موسم کې ددې لوښو د صنعت د پرمختګ لامل شوی دی. ویډیو: شیلپي بترا - امریکاغږ
په ټایلند کې د فای فای ټاپوګانو لړۍ ددغه هېواد د ګرځندوی له مشهورو سیمو څخه ګڼل کیږي. د "کو ټاپو" چې د دې لړۍ ترټولو لوی ټاپو دی، هر کال ورته ګڼ شمېر سیلانیان د لامبو او د هغه د په زړه پورې طبیعت څخه لیدو لپاره سفر کوي. ویډیو: شیلپي بترا - امریکاغږ
'کمال جي' له ۵۰ کلونو راهیسې په خپل کوچني دوکان کې انالوګ او دیوالي ساعتونه ترمیموي، خو د ډیجیټلي ساعتونو له امله یې اوس کار مخ په ځوړه روان دی. پدغه ویډیو کې چې شیلپي بترا رالیږلې، په کې د 'کمال جي' کار او دوکان انځور شوی دی.
په دې ویډیو کې د هسپانیا د کمپوستلا ښار کې د "سانتیاګو کلیسا" مخې ته د ډیويس په نوم د یو هنرمند، هنري فعالیت انځور شوی دی. ویډیو: شيلپي بترا- د امریکاغږ
د دهلي "قطب مینار" یو له لرغونو منارونو څخه دی چې د دهلي په لال کوټ سیمه کې دنګ ولاړ دی. دغه منار د افغانستان له جام منار سره پرتله کیدلی شي چې د دواړو په بدنه باندې خطاطي شوې ده. دهلي کې هره شپه پر "قطب مینار" د څراغونو یوه ننداره تر سره کیږي چې لیدو ته کورني او بهرني سیلانیان راځي.
د جیپور اوسیدونکې وېجنتي دا مهال د جواهرلعل نهرو په پوهنتون کې د پښتو ژبې په برخه کې زده کړې کوي. هغه وایي چې له پښتو ژبې شاعرانو او په ځانګړې توګه خوشحال خټک سره مینه لري او شعرونه یې له ځان سره زمزمه کوي. شلپي بترا پرې لنډ راپور چمتو کړی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله مېرمن، فتانه نجیب وايي خوشحاله ده چې د هند په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې د استادې په توګه دنده لري. میرمن نجیب چې خپله یې هم د دوکتورا سند په جواهرلعل نهرو پوهنتون کې تر لاسه کړیدی وايي چې د هندي محصلینو تر څنګ د نورو هیوادونو ځوانانو ته هم تدریس کوي.
په خټه پښتون د پیښور اصلي اوسیدونکی وېد چندوک له ۱۹۴۷ کال راهیسې د راجستان په جیپور ښار کې اوسږي. وایي انا څخه یې ډیره پښتو زده کړې وه او اوس یې هم ځینې خبرې یادې دي. شیلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې
نور پورته کول