شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
عین الدین رحماني چې د کندز اصلي اوسیدونکی دی، له تیرو څلورو کلونو راهیسې د ډهلي په مالوانګر سیمه کې د افغاني ډوډۍ په یوې نانوایۍ کې کار کوي. هغه وایي دلته د میشتو افغانانو سربیره ورته هندوان او بهرنیان هم راخي او افغاني ډوډۍ خوښوي. شلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د هند د راجستان ایالت په جیپور ښار کې دغه زوړ مارکیټ "پوروهیت جي کا کټلا" نومیږي چې د پیسو او ګلانو څخه جوړ شویو هارونو لپاره مشهور دی چې نن سبا هم د ودونو جوړې او د هغوي کورنۍ پکې د خریدارۍ پر مهال لیدل کیږي. شیلپي بترا له دغه بازاره لنډه ویډیو چمتو کړې.
په تایلند کې د ام، وریژو او ناریال له اوبو څخه ترکیب شوي خواړه چې چسپکي وریژې یې بولي خورا مشهورې دي. شیلپي بترا د تایلند د تونساي کلي څخه دغه ویډیو چمتو کړې چې په کې ددغو خوړو د جوړېدو پروسه ښودل شوې.
د هند د پلازمېنې نوي ډهلي د ملویانګر په سیمه کې د یو شمېر لرغونو جوماتونو د شتون او همدارنګه د روژې په مبارکه میاشت کې د روژماتې د بیلابیلو خوراکي توکو له امله، د مسلمانانو د ګڼې ګوڼې د یو مرکز بڼه ځانته غوره کړې ده.
د هند په کلکتې ښار کې د سړک پر غاړي د جلموري خواړه، ډیر مشهور دی. سیتادیو له ۸ کلونو راهیسې په دغه ښار کې خپلو مشتریانو ته دغه مشهوره خواړه چې له وریجو، پیازو، کچالو رومیانو او نورو خوندورو مسالو څخه جوړیږي، وړاندي کوي. پدغه ویډیو کې چې شیلپي بترا رالیږلې، پکې د کلکتې دغه مشهور خواړه انځور شوی دی
نثار او ستاره له تیرو دریو کلونو راهیسې په دهلي کې اوسیږي او وایي چې هر وار په روژه کې خپل دودیزه خوراکونه چمتو کوي. یو له دغو خوراکونو څخه پیرکي دي چې وایي خپلو ګاونډیانو ته یې هم ورکوي او د هغوي هم ډیر خوښیږي. شېلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
هولي یا د رنګ جشن په هند کې یو له خورا مهمو او لویو جشنونو څخه دی چې هر کال د مارچ په ۲۵مه نیټه نمانځل کیږي. دلته په جیپور ښار کې د دغه جشن لپاره د خلکو چمتووالی ګورئ چې شیلپي بترا یې په اړه ویډیوچمتو کړې.
په نوي ډهلي کې د جواهر لعل نهرو پوهنتون محصلینو د مارچ په ۲۲مه نېټه، د محصلینو د اتحادیې د ټاکنو لپاره د محصلینو د مختلفو ګوندونو له خوا د خپلو کاندیدانو د ټاکنې لپاره یو تبلیغاتي کمپاین تر سره کړ. د جواهر لعل نهرو پوهنتون د محصلینو دغه ټاکنې له څلور کلن ځنډ وروسته ترسره کېږي.
پدغه ویډیو کې د هند په جیپور ښار کې د روژې ماتې د برابرولو لپاره د یوې مسلمانې کورنۍ هلې ځلې وګورئ. د دغه کورنۍ نارینه او ښځې وايي، چې په ګډه د روژه ماتې له چمتو کولو څخه یې موخه دا ده، چې ماشومانو او ځوانانو ته د کور په کارونو کې د مرستې کولو د مسؤلیت احساس ور زده کړي.
د هند د هماچل پردیش ایالت په درمشالا کې، مېرمن کیکو تاکي چې په خټه جاپانۍ ده، له یوې لسیزې راهیسې د یو رستورانت چارې مخته وړي. هغې له یوه تبتی سړي سره واده کړی او دواړه په خپل رستوران کې مشتریانو ته جاپاني او تبتی خواړه وړاندې کوي. .
په دې ویډیو کې د هند د جیپور ښار په یو لوبغالي کې د نظامي برخې زده کوونکو پوځي تمرینات کتلی شئ چې هره ورځ تر سره کیږي. د نورو نظامي تمریناتو سربیره پوځي رسم ګذشت ته هم چمتووالی ددغه تمرین برخه وي. شیلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړی
کلهړ چای چې په خټينو پیالو کې جوړیږي، د کلکتې ښار کې ځانګړی محبوبیت لري. رامیور سینګ ددغه چای یوله خرڅوونکو څخه دی چې په وینا یې دغه کاروبار ورته له پلار څخه په میراث پاتې شوی او په ښار کې خپل مینوال لري. شیلپي بترا پرې ویډیو چمتو کړی.
د جیپور ځایي مشرانو لخوا هرو څو کالونو کې یو ځل د څو جوړو ګډ ودونه تنظیمږي چې پکې د واده لګښت خورا کم وي. ځینې مواردو کې نور خلک له دغو ودونو سره مالي مرسته کوي او پخپله د ناوې او هلک په کورنۍ باندې هیڅ لګښت نه راځي. شیلپي بترا له همدغه ډول یو واده څخه لنډه ویډیو چمتو کړې.
پدغه ویډیو کې د ټایلنډ د مرکز بنکاک په یو لوی 'اکواریوم' کې د مرجان څخه نیولې تر ډولفین پورې راز راز کبان او سمندري ژوي کتلای شئ. ویډیو: شیلپي بترا – امریکا غږ
پدغه لنډه ویډیو کې د هند د هماچل پردیش ایالت په " سیدهپور " سیمه کې د تبت د دودیزې معمارۍ او هنر ځینې برخې کتلای شئ چې د نور بولینکګا بنسټ لخوا یې ساتنه او پالنه کیږي. ویډیو: شېلپي بترا – امریکا غږ
سره له دې چې ټول هند کې کرکټ د ځوانانو د خوښې لوبه ده خو د هماچل پردیش د ډهولادار غرنیزې سیمه کې د فوټبال دغه سټیډيوم د سیمې ځوانانو لپاره د تفریح په یو ښه مرکز بدل شوی دی. د دغه کلي خلک وایي چې دغه ځوانانو ته د فوټبال ښه وسایل او لوبغاړی که برابر شي نو دغه لوبغاړي کولی شي سترې کارنامې وکړي.
ټایلنډي انځورګر، تان سای په خپل کوچني پلورنځي کې د میناتورۍ او انځورګرۍ د ګډ ترکیب پر مټ راز راز هنري اثار جوړوي. په دغې ویډیو کې د هغه ځینې هنري کارونه کتلای شئ. ویډیو: شیپلي بترا – امریکا غږ
د هند په راجستان ایالت کې د ازادي منچها په نوم د قالینو نندارتون پیل شوی چې پکې نندارې ته وړاندې شوې هره قالینه یو هنري اثر ګڼل کیږي. من چها په هندي کې هرڅه چې زړه دې غواړي په معنی دی او په همدې توګه د غالیو اوبدونکو هرهغه څه چې مغزو ته یې راغلي، په دغو قالینو کې اوبدلي دي.
د تایلیند پلازمینه بنکاک د نړۍ یو له سترو چایناټاونونو (د چینایانو ښارګوټی) څخه لري چې د اجناسو او خوراکونو له اړخه خورا مشهور دی. د دغه بازار بنسټ څه دپاسه دوه سوه کاله مخکې ایښودل شوی چې نن سبا د چینایانو د سوداګرۍ یو له مهمو مرکزونو څخه بلل کیږي. شیلپي بترا پرې ویډیوجوړه کړې.
لس کلن ساتیش له ښوونځي وروسته کرۍ ورځ په پارکونو ګرځي او خلکو ته د شعبده بازۍ ځینې حرکات تر سره کوي. وایي د عاید له پلوه په ښې ورځ تر ۲۰۰ هندي کلدارو پیدا کوي او له دې لارې د کور لګښت کې مرسته کوي. شیلپي پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
نور پورته کول