شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
جیپور کې د مکار سنکرانتي په نوم دودیز فیستوال ونمانځل شو چې پکې رنګارنګ ډیوې او لاټینونه هوا ته پورته کړل شول. ویل کیږي چې په دغه فیستوال کې د هندوانو د دیوالي مذهبي مراسمو څخه هم لویې اورلوبې ترسره شوې.
هر کال د جنورۍ په ۱۵مه د "مانکر سنکرانتي" فیسټیوال پر مهال د هند د راجستان ایالت اسمان په رنګا رنګ کاغذ بادونو رنګین وي. د دغه فیسټیوال په درشل کې بیا د هند د جیپور په ښار کې د کاغذ باد پلورنکو کاروبار ښه غوړیږي. په دې ویډیو کې د کاغذ باد جوړولو طریقه انځور شوې ده. ویډیو: شپلي بیټرا - د امریکا غږ
د هند د هماچل پردیش ایالت په یو معبد کې میشت تبتي راهبان، هر کال د جنورۍ په میاشت کې په نړۍ کې د سولې او سوکالۍ لپاره د دعا مراسم تر سره کوي. دا مراسم په ځانګړي دود سره په یو ارامه فضا کې ترسره کیږي. ویډیو: شيلپي بترا – امریکاغږ
د هند د پنجاب ایالت مشهوره ګوردواره آنندپور په روپنګر ښار کې ده چې د سیکهانو مشهورو تیغ بهادر او ګروبندسینګ ګوردوارو ته څیرمه د سوتلج سیند په خوا کې پرته ده. د نورو ګوردوارو په څیر دلته هم هره ورځ په زرګونو کسان زیارت ته راځي. شيلپي بترا ترې لنډه ویډیو چمتو کړې.
جوهو چوپاټي د هند د ممبۍ په ښار کې د یو ساحل نوم دی چې د بیلابیلو ډولونو خوړو د پلورنځیو له امله د سیلانیانو ترمنځ ځانګړی شهرت لري. شیلپي بترا د ساحل له بیلابیلو برخو لنډه ویډيو چمتو کړې.
د ټایلنډ پلازمینه بنکاک ښار یو له ډیرو نفوس لرونکو ښارونو څخه ګڼل کیږي. همدارنګه دغه ښار په سوداګریز او کلتوري مرکز هم شهرت لري. په دې ویډیو کې ددغه ښار ځینې برخې، د اوسېدونکو ژوند او سوداګري انځور شوي دي. ویډیو: شیلپي بترا –د امریکا غږي
د هند د راجستان ایالت د ډیزان او انځورګرۍ په یو مرکز کې سیلانیان او انځورګران د لرګیو څخه د جوړو شويو بیلابیلو ټاپو په واسطه پر ټوکرانو او جامو باندې راز راز انځورونه ټاپه کوي. په راجستان کې په ټکرانو دا ډول انځورګري لرغونی تاریخ لري او دا د چاپ یو له پخوانیو بڼو څخه ګڼل کیږي. شیلپي بترا- د امریکاغږ
تېره اونۍ د بالیوډ د مشهور ستوري سلمان خان ګڼ شمېر مینه وال د هند د ممبۍ ښار په بنډسټنډ کوڅه کې د هغه د کور مخې ته راغونډ شوي وو او د هغه کلیزه یې ونمانځله. که څه هم د خان د زوکړې ورځ د ډسمبر ۲۷ ده، خو مینه وال یې په بیلابیلو ورځو له لیرې ښارونو ممبۍ ته راځي او د کور مخې ته د هغه د زوکړې ورځ نمانځي
'جهالانا' د هند د جیپور ښار په مرکز کې د پړانګو لپاره یو محافظت کیدونکې ساحه ده. پدغه ساحه کې نږدې دیرش پړانګان او پنځه بچې یې ساتل کیږي. هغه پړانګ چې تاسو یې په دغه ویډیو کې ګورئ، رانا نومیږي. رانا یو ډیر غښتلی پړانګ دی چې د نورو پړانګانو پر پرتله په ازاده توګه د سیلانیانو شاوخوا ګرځي.
د ټایلنډ د ګرځندوی صنعت په وده کې فیلان مهمه ونډه لري. پدغه هېواد کې د ګرځندوی صنعت مسؤولین د سیلانیانو د تفریح او چکر لپاره فیلانو ته ځانګړې روزنه ورکوي. دوی ددې کار لپاره له یوې ځانګړې لښتې څخه چې سر کې یې د اوسپنې یو کوږ او تیره غاښی ځای پرځای شوی دی، کار اخلي.
د هند په جېپور ښار کې د سکرخان صوفي ډله چې له کلونو راهیسې د راجستان د موسیقۍ دودیزو آلو سره موسیقي غږوي، خورا مشهوره ده. په دغې موسیقۍ کې د تندوره په نوم ستار ته ورته آله او د خارتل او مورچنګ په نوم د لرګي او اوسپنې جوړې آلې غږول کیږي. شیلپي بترا د دوی د صوفیانه موسیقۍ یوه لنډه ویډیو چمتو کړې.
وانګچوک د هند د هماچل پردیش ایالت په درمشالې پوهنتون کې د ښکلو هنرونو په برخه کې لوړې زده کړې کوي او په خپل فارغ وخت کې د خپلو لګښتونو د برابرولو لپاره د سیلانیانو انځورونه هم کاږي. وانګچوک په هر انځور یواځې ۳۰۰ هندي کلدارې اخلي او هیله مند دی چې یوه ورځ به د هنرونو خپله یوه سټوډیو ولري.
د هند د هماچل پردیش په مکلودګنج سیمه کې هر کال د درمشالې فلم فیستوال تر سره کیږي چې پکې ګڼ شمیر لنډ، مستند او لوړ فلمونه نندارې ته ایښودل کیږي. فلم پورې تړلي کسان دغه فیستوال ځکه ډیر ارزښتناک بولي چې نن سبا ډير مینوال خپله تنده په انلاین فلمونو ماتوي. شیلپي بترا - امریکاغږ
د هند د دارمشالا ښار په ځنګلي سیمه کې د سینټ جان کلیسا د معمارۍ او په ودانۍ کې یې د رنګارنګ شیشو د کارولو له امله ددې ښار د سیاحتي ځایونو څخه ده.
د تبت ۷۸ کلنه اوسیدونکې پینزین سا، خپل ژوند خلکو ته د دعا کولو لپاره وقف کړی دی. نوموړې د شمعې په روښانه کولو سره په نړۍ کې د سولې او سوکالۍ لپاره دعا کوي. د هغې سره کله کله د دعا او د شمعې په روښانه کولو کې ځايي خلک او سيلانيان هم ملتيا کوي. ویډیو: شیلپي بترا – امریکا غږ
د تایلینډ په تاریخي ښار ایوتایا کې هره میاشت د دوو پرله پسې شپو لپاره شپنی یا د شپې بازار جوړیږي، چیرې چې خلک د دغه هېواد د دودیز خواړو د خوړولو لپاره ورته له لیرې لیرې ځایونو څخه راځي. دغه بازار د کوچینانو د تفریح او لوبو لپاره هم زمینه برابره کړې ده. ویډیو: شیلپي بترا – امریکاغږ
د ټایلنډ په ایوتایا ښار کې ۵۷ کلن سوټودای د کاغذ څخه د راز راز توکو په تیره بیا د 'کاغذي کبانو' په جوړولو کې ځانګړی مهارت لري. نوموړی له یوې نیمې لسیزې راهیسې د ایوتایا ښار کې یو کوچنې پلورنځی لري، چیرې چې هره ورځ په لاس جوړ شوې د ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کاغذي کبان پر سیلانیانو پلوري.
د نومبر په ۲۸مه نېټه په هند کې د 'دیو دیپاوالي' مراسم ونمانځل شول. پدغه هېواد کې خلک د 'دیو دیپاوالي' مراسم چې د بشپړې سپوږمۍ شپه ده، د شمعو او د تیلو څراغونو په روښانه کولو سره نمانځي.
محمد توحید د نوي ډهلي په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو د لومړي کال محصل دی. نوموړی په اصل کې د اتر پردیش ایالت د بارابنکي سیمې اوسیدونکی دی، خو د پښتو ژبې سره مینه، نوموړی دې ته هڅولی چې له خپل کور او کلي څخه سلګونه کیلومټره لیرې، نوي ډهلي ته راشي او د پښتو ژبې ادبیات زده کړي.
هند په نړۍ کې د اورګاډي یو له غوره شبکو څخه لري، چیرې چې ددغه هېواد اکثریت وګړي د ښار، کلیو او ایالتونو ترمنځ د لومړني ترانسپورټي وسیلې په توګه ورڅخه ګټه اخلي. په هند کې د معمول سره سم، هر ریل ګاډی نوي سفر ته تر روانیدو مخکې، په بشپړه توګه مینځل کیږي.
نور پورته کول