شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
په هند کې د اوډیسي دودیزه نڅا چې د مذهبي او معنوي روایتونو بیانونکې ده، معمولا د ښځو لخوا ترسره کیږي. د دې دودیزې نڅا ځینې برخې پدغه ویډیو کې کتلای شئ. ویډیو: شيلپي بترا – امریکا غږ
نن شبنې نومبر ۲۵ د هند د راجستان ایالت اوسېدونکو په پارلماني ټاکنو د ګډون په موخه د رایو مرکزونو ته مخه کړه او خپلې رایې یې وکارولې.
۸۰ کلن ګویند خاطري د هند په جیپور ښار کې یو متقاعد مدیر او د کرکټ سخت مینه وال دی. نوموړي چې په پښتو ژبه خبري کوي وايي چې د افغانستان د کرکټ له لوبډلې سره کټ مټ هماغسې مینه لري لکه د هند د کرکټ له لوبډلې سره یې چې لري.
'کریپ' د ټایلنډ کې له مشهورو خواړو څخه ګنل کيږي. ۳۰ کلنه انونګ چې د تایلنډ په ایوتایا ښار کې د سړک پر غاړي دغه مشهور خواړو یوه کوچنی هټۍ لري، هره ورځ په خپله هټۍ له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کریپ پخوي.
د جودپور کوهی چې د 'تورجي څاه' په نوم هم پیژندل کیږي، د راجستان ایالت د جودپور ښار یو له تاریخي اثارو څخه ګڼل کیږي. سربیره پر دې چې د دې کوهي په زړه پورې منظره او معمارۍ د سیلانیانو پام ځانته را اړولی دی، د نوي واده شوي جوړو لپاره د عکس اخیستلو د خوښې وړ ځای هم دی.
د پاکستان پولې ته څيرمه د چاوسا کلي کې میرمنې د نساجۍ او ګلدوزۍ له لارې خپل ورځنی لګښت برابروي او سړي یې بیا د بارمر ښار ته ځي او هلته په هوټلونو او دوکانونو کې په کار بوخت وي. دغه کلی یواځې ۲۵۰۰ نفوس لري. شېلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د تایلند د کوه فی فی دون په ټاپو کې د تونسا په نوم دغه کلی د سلانیانو ترمنځ خورا مشهور دی. دغه ځای ته په رسیدو سره سیلانیان باید پلی مزل وکړي او هیڅ ډول نقلیه وسیلې د تګ راتګ لپاره شتون نلري. شیلپي بترا د دغې ټاپو له رستورانتونو او دوکانونو لنډه ویډیو چمتو کړې.
د هند د بامر ښار کې له ودونو وړاندې د ناوې کورنۍ زوم لپاره د جاکټ په ګډون ګڼ شمیر نور ضروري شیانو لپاره پوښونه جوړوي. د ناوې د کورنۍ غړي د دغو شیانو جوړولو پر مهال سره راټولیږي او سندرې وایي. شېلپي بترا پرې لنډه ویډیو لري.
هند کې د دیوالي په میاشت کې د ډانډیا په نوم د لرګیو د ډنډو سره نڅا خورا مشهوره ده چې په ټول هیواد کې دغه مراسم د نومبر په ۱۲مه پیلیږي. شیلپي بترا د پاخه عمر کسانو یوه لنډه ویډیو چمتو کړې چې د لرګیو سره نڅا کوي.
د بنکاک ښار په یوې کوچنۍ کوڅې کې د ماې په نوم یوه قهوه پلورونکې چې پخوا یې د قهوې د خرڅلاو مشهور خرڅوونکي، سټاربکز سره کار کولو اوس پخپله وړوکی دوکان لري او پدغه ځای کې قهوه خرڅوي. وایي له خپل وړوکي دوکان خوښه ده او ګڼ مشتریان لری. شېلپي بترا یې د دوکان څخه لنډه ویډیو چمتو کړې
د هند په جیپور ښار کې د هیواد د نورو برخو په څیر د دوشیرې مذهبي مراسمو لپاره د راوڼ مجسمې جوړیږي ترڅو د دغو مذبي مراسمو په لړ کې وسوځول شي. راوڼ چې په هندو مذهب کې د شیطان کرکتر په توګه پيژندل کیږي د نوراتري مراسمو په لسمه ورځ نمانځل کیږي.
د هند په پلازمینه دهلي کې د لوږې ختمولو لپاره د پيسو ټولولو په موخه د ځغاستې سیالۍ شوې چې پکې له ځوانانو نیولې تر ډیر عمر لرونکو کسانو برخه اخیستې وه. د غونډې تنظیموونکي وایي چې له دغې لارې یې پنځه میلیون ماشومانو لپاره د یو وخت وړیا خوراک پيسې ټولې کړي دي.
د ټایلنډ په ایوتیا سیمه کې ۶۸ کلنه هین د "مومو" په نوم د یو ډول آشک په پخولو سره خپل ژوند پر مخ وړي. هغه هره ورځ نږدې ۶۰۰ دانې آشکې جوړوي او خوښ دی، چې په لږې پانګونې یې د ځان لپاره د یو خپلواک کاروبار زمینه برابره کړې ده. ویډیو: شيلپي بترا – امریکاغږ
د هند او پاکستان پولې ته نږدې د 'بینجاسر' کلی ښځې په ګلدوزۍ او خامک دوزۍ کې ډیر زیات مهارت لري. له همدې امله د هند له ګوټګوټ څخه مشهور شرکتونه دې مېرمنو د ګلدوزۍ لپاره خپل کارونه لیږي، چې نه یواځې دغو ښځو ته یې د روزګار د چلولو، بلکې د ګټې وټې زمینه هم برابره کړې ده. ویډیو: شيلپي بترا – امریکا غږ
د تایلنډ په بیلابیلو سیمو کې د آش جوړولو ګنې کارخانې موجودې دي چې پکې د وریجو، سویابین، دالو او غنمو سربیره له ګڼو موادو آش تولیدیږي. شیلپي بترا د آش جوړولو له یوې کارخانې څخه د دغې پروسې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د هند د سینما د وروستیو شمیرو په اساس د شاهرخ خان نوي فلم جوان د زر کروړو څخه ډیرې پیسې ګټلي او لا هم د سینماګانو په پردو ښودل کیږي. ځینې مینوال یې وایيچې دغه فلم یې څو ځلې لیدلی او له کتلو یې خوند اخیستی. شیلپي بترا د جیپور ښار په یوې سینما کې په کاري ورځ کې د خلکو له ګڼې ګوڼې ویډیو جوړه کړې.
د نړې په ګڼ شمېر هېوادونو کې، سمبوسه یو له مشهورو خوړو څخه ګڼل کیږي، ځکه هرڅوک کولای شي چې د خوند له مخې یې له غوښې او سبزیو څخه جوړ کړي. په هند کې هم سمبوسه یو له اصلي خوړو څخه ګڼل کیږي، چې په رسمي او غیر رسمي میلمستیاو کې میلمنو ته وړاندې کیږي.
په هند کې اوس هم یو شمېر خلک په دودیزې بڼې د سر ویښتانو او ږیري د اصلاح لپاره هغو نایانو ته ورځي، چې د واټونو او کوڅو په غاړو کې په ډیرو لږو امکاناتو سره خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کوي. په دغه بڼه د ويښتانو او ږیري د اصلاح کولو په بهیر کې د روغتیا او حفظ الصحې ټکي ډیر نه مراعات کیږي.
د هند په هماچل پردیش ایالت کې د اوو کلونو څخه کم عمره ماشومان، د بودا په یوه معبد کې د بودایي مذهب او د بودایانو د ساده ژوند لارې چارې زده کوي. په دې معبد کې، چې د بودایانو ښوونځی او لیلیه ده، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زده کوونکي د بودایي مذهب د زده کړو لپاره راټولیږي.
که څه هم د لوښو په تولید او پلور کې تنوع ورځ په ورځ زیاتیږي، خو په هند کې د مسو او برونزو لوښو دودیز تولید او پلور په بازار کې ځانګړی ځای لري. شیلپي بترا د جېپور له بازار څخه جوړه کړې چیرته چې بیلابیل پيغامونه په زوړ ډیزاین جوړ شویو لوښو لیکل کیږي.
نور پورته کول