شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
اخلاق حسین د نوي ډیلي په جواهر لال نهرو پوهنتون کې پښتو ژبې زده کړې کې ماسټري کړې. حسین په اصل کې د راجستان د بهارتپور سیمې اوسیدونکی دی، خو اوس په نوي ډیلي کې اوسیږي او د آل انډیا راډیو د پښتو څانګې سره کار کوي. هغه د پښتو شعر او نثر سره مینه لري او غواړي په دې برخه کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړي
د تایلند په ساې فيفي سیمه کې دغه ډول اوږدې کښتۍ خورا مشهورې دي. ددغو کښتیو چلوونکي سیلانیان بیلابیلو ټاپوګانو ته رسوي او بیا تر څلورو ساعتونو پورې ورته انتظار کوي چې بیرته یې خپلو هوټلونو ته ورسوي. دغه کښتۍ چلوونکي د ورځې دوه ځلې دغه لاره وهي او هر ځلې تر ۲۵ امریکایي ډالرو پورې کرایه ټولوي.
د تایلینډ په فوکېټ ټاپو کې د هغو کسانو لپاره د اوبو لاندې د سیل او لامبو د زده کړې اسانتیاوې ګورئ چې د اوبو لاندې کبانو او نورو سمندري ژویو لیدو او په اړه یې پوهېدو سره علاقه لري. شیلپي بترا – امریکاغږ
هند کې هر کال د سپتمبر ۱۹مه نیټه د ګنېش چتورتي مذهبي مراسم نمانځل کیږي چې پکې د "فیل سرلرونکي ګنېش" مجسمې جوړېږي او د دغو مراسمو د چمتو والي یوه ستره برخه ګڼل کیږي. شیلپي بترا د جېپور د هغو غریبو مجسمه جوړونکو او دغو مسجمو ته د رنګ ورکوونکو مزدورکارانو ویډیو لیږلې چې د سړکونو پر غاړه مجسمې پلوري
د هند په سویل لویدیځ کې د ګوا ساحلي ښار په هند کې یو له تفریحي مرکزونو څخه دی. دا ښار د خپل ښکلي طبيعت، ساحلونو، تفريحي مرکزونو او تاريخي مخینې له امله د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د علاقې وړ سيمو څخه دی. د ګوا ایالت ۴۵۰ کلونو لپاره د پرتګال مستعمره پاتې شوې. شېلپي بترا – امریکا غږ
د هند د ګوا ایالت کورونه د قدیمي نړۍ جذابیت او محلي دودونو یو ځانګړی ترکیب دی چې په کې د پرتګال د ۴۵۰ کلونو حکومتولي اثار هم له ورایه لیدل کیږي. د پرتګال دغه اغیز یوازې په کورونو کې نه بلکې د ګوا د خلکو په خوړو، ژبې او فرهنګ باندې هم محسوس دی. شېلپي بترا پدې ویډیو کې د ګوا ځینې معمارۍ انځور کړي.
په دغه ويډیو کې د مغولي دورې د معماریو منظره ګورئ چې د هند راجستان ایالت مقاماتو د چمبال سیند په څنډه کې جوړه کړې ده. دا ګنبدونه د مغلو د دورې د معمارۍ او هنر څخه په الهام اخیستلو سره جوړ شوي او په دیوالونو یې انځورونه په لاس ډیزاین شوي دي. ویډیو: شیلپی بترا- د امریکاغږ
سره ددې چې ځیرک ټیلفونونو او عصري ټکنالوژۍ ته لاسرسی د هرچا لپاره د عکسونو اخیستل اسانه کړي دی، خو په هند کې سیلانیان ددغه هېواد د بیلابیلو کلتورونو له دودویزو جامو او په پخواني بڼې سره د عکسونو اخیستلو سره ځانګړی لیوالتیا لري.
د هند د هماچل پردیش ایالت په درمشاله ښار کې د بودایانو مذهبي مشر، دلاې لاما معبد خورا مشهور دی. ددغه معبد یوه ځانګړتیا دا ده چې دلاې لاما له سلګونو نورو مذهبي مشرانو سره په دغه معبد که له ۱۹۵۹ کال څخه راپدیخوا اوسیږي. شېلپي بترا - امریکاغږ
د هند په جېپور ښار کې د دولت لخوا جوړې شوې لیلیه کې ددغو بیوزله ماشومانو ساتنه کیږي چې ځینې یې کاڼه او ځینې نور ګونګیان دي. د دغې ودانۍ مسول وایي چې له تیرو دولسو کلونو راهیسې له دغو ماشومانو پالنه کوي او پخپله یې هم د اشارو ژبه زده کړې ده. شېلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
هند کې نن سبا د رکشهابندهن مراسمو په درشل کې بازارونه د دغه مراسمو پورې تړلو شیانو نه ډک دي. په دغه ورځ د هر عمر میرمنې او نجونې خپلو وروڼو ته په لاس باندې یوه ټوټه یا خاص جوړ شوي تارونه تړي چې راکهي یې بولي. شېلپي بترا د راکهي د خرڅلاو له بازاره وېډیو جوړه کړې.
د هند په راجستان ایالت کې نن سبا د تیج په نوم مذهبي مراسم لمانځل کیږي چې پکې ګډونوالو لپاره کلتوري جامې، موسیقۍ او خوراکونه نندارې ته وړاندې کیږي. د دغو مراسمو تر تولو مهمه برخه د تیج سواري په نوم د یوې ګوډۍ په سر سپرلي ده چې د هندوانو په مذهب کې ځانګړی ځای لري. شېلپي بترا پرې ویډیو جوړه کړې.
جېپور کې د کاوړ سفر په نوم یو لړ مذهبي مراسم د باراني موسم په دغو شپو او ورځو کې تر سره کیږي چې پکې زایرین تر سلو کیلومترو ډیره لاره پلی مزل کوي او ځانونه د سیمې مشهورو مندرونو ته رسوي او هلته په رسېدو د خوښۍ نڅاګانې کوي. شېلپي بترا - امریکاغږ
د هند په ګوا ښار کې یوې ۶۰ کلنې سېک میرمنې په خپل دوکان کې د ګڼو هنرمندانو لخوا جوړ شوي صنایع خرڅلاو ته ایښي. انجنا وایي دوکان یې له نورو ځکه توپیر لري چې ټول توکي پکې په لاس جوړ شوي دي. شیلپي بترا پرې لنډه ویډیو جوړه کړې.
د هند د نورو ښارونو په څېر ګوا کې هم د کهنه فروشۍ بازار شته چې پکې له کالیو نیولې تر مجسمو، بوټونو، د کور زینتي اسبابو او وسایلو پورې نوي او زاړه توکي پکې موندل کیدی شي. شیلپي بترا پرې ویډیو جوړه کړې.
د هند د خپلواکۍ ورځ د نمانځنو په ترڅ کې د راجستان ایالت په مشهورې "امیر کلا" باندې د هند بیرغ پورته کیږي چې دا د دې ایالت یو پخوانی دود دی. هر کال دغه بيرغ د سينګار شويو فیلانو پواسطه دغې کلا ته راوړل کیږي او بیا د پوليسو او د دغې شاهي ماڼۍ د ساتونکو لخوا پورته کیږي. شیلپي بترا- امریکاغږ
هند کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنو په ترڅ کې د راجستان ایالت په جیپور ښار کې هم ځای ځای د سړک پر غاړو د هند بیرغونه پلورل کیږي او د ښارونو اوسیدونکو دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره نمانځي. شلپي بترا د جېپور له سړکونو پرې لنډه ویډیو لري.
د هند جېپور ښار کې د آهوان په نوم د موسیقۍ دغه ډله د لرغونو او په لاس جوړو شویو آلو سربیره د ګیټار په شان د موسیقۍ نویو آلو په مرسته صوفیانه موسیقي خلکو ته وړاندې کوي. د آهوان ډلې غړي وایي چې مینوال یې ډیر دي او هڅه کوي په اوسنۍ زمانه کې د مینې ارزښت په اړه سندرې ووایي.
د هند د راجستان ایالت په کوتا ښار کې چارواکو د "خوشحالۍ بڼ " په نوم یو نوی پارک جوړ کړی چې د حیرانوونکو ودانیو، جالبو رڼاګانو او معمارۍ سره دغه ښار ته په زړه پورې منظر ورکوي.شیلپي بترا - امریکاغږ
د هند په نګور ښار کې د جهیزیې ورکولو یو ځانګړی دود رواج لري چې ددغه دود له مخې، کله چې د ناوې کورنۍ جهیزیه ورکوي، نو د زوم د کورنۍ زوړ سړي ته د ښځو جامې ور اغوندي، سینګاروي او یو کوچنې ماشوم یې په غیږ کې کینوي.
نور پورته کول