په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر هغه پخواني کروندګر چې د طالبانو له فرمان وروسته یې د کوکنارو کر پریښی او اوس یې په خپلو ځمکو کې پالیزونه کرلي دي وايي، چې د اوبو د کمښت له امله یې حاصلاتو مرض کړی او د ښه حاصل تمه نه لري.
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې چې پخوا د تریاکو د کښت مشهوره سیمه بلل کیده اوس پکې نوي باغونه کښېنول شوي او یو شمیر کروندګر وايي، چې د املوکو باغونه د کوکنار یو له ښو بدیلو ګڼل کیږي.
په هلمند کې یو شمیر کروندګر چې د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرلو له بندیز وروسته یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې له تاریاکو پرته نور کښتونه نه یوازې چې ګټه نه کوي بلکې د وچکالۍ له امله حاصل ته هم سم نه رسیږي.
په کندهار کې د مالوچو یو شمیر کروندګر وايي، سږ کال د ښو حاصلاتو تمه لري او د دوی په وينا د تیرې یوې نیمې میاشتې د کرلې پنبې کښت یې اوس ګل ته رسیدلی دی.
په کندهار کې د نشه يي توکو یو معتاد وايي، چې د نشه يي موادو د اخیستلو لپاره یې د کور هرڅه پلورلي او حتی د بچو د نفقې لپاره یې هم څه ندي پریښي.
پداسې حال کې چې د افغانستان په سویلي ولایتونو په تیره بیا په کندهار کې د هندواڼو حاصلات مارکیټ ته وتي دي خو یو شمیر سوداګر یې وايي، چې سږ کال د وچکالۍ له امله د هندواڼو حاصلات کم دي.
په کندهار کې دا مهال د انګورو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی، یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال وچکالۍ د دوی د انګورو په حاصلاتو بد تاثیر کړی دی او ترڅنګ یې نه د طالبانو حکومت او نه هم مؤسساتو ورسره مرسته کړې ده.
په کندهار کې یو شمیر کروندګر چې د طالبانو د مشر له فرمان وروسته د کوکنارو له کرلو یې ډډه کړې ده او په خپلو ځمکو کې یې سبزي کرلي دي د حاصلاتو له مارکیټ شکایت لري او وايي، چې له يو پلوه وچکالي ده او کښت ته یې اوبه نه رسیږي او له بل اړخه یې حاصلات سم نه خرڅیږي.
په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې ریحان تر کوکنارو ښه حاصل ورکوي او بیه یې هم لوړه ده. دغو کروندګرو په هغو سیمو کې چې پخوا به کوکنار کرل کیدل اوس د ریحانو کښت ته مخه کړې ده او له کښت یې هم خوښ دي.
په هلمند کې د طالبانو ځايي مسؤلین وايي، چې د لښکرګاه په ښار کې یې د شیشې جوړولو او ومانو یوه کارخانه چې اوسمهال غیری فعاله وه کشف کړې او بیا یې له منځه وړې ده.
د کندهار یو شمیر کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده. هغوی وايي، چې د طالبانو مشر خو د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه، ولې له بزګرانو سره یې د مرستو هیڅ څرک نشته دی.
په هلمند کې د طالبانو ځايي مسئولین وایې چې کابل ته د لیږد پر مهال یې ۲۵ کیلو ګرامه شیشه چې یو ډول نشه يي مواد دي له درېیو متهمو قاچاقبرو سره یوځای نیولي دي.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د عمومي زندان مسؤلین وايي، چې له څه باندې ۱۷۵۰ بندیانو څه کم ۱۱۰۰ هغه زندانیان دي، چې په نشه يي توکو اخته دي او دوی د درملنې لپاره په زندان کې ساتلي دي.
په کندهار کې یو شمیر هغه کروندګر چې د کوکنارو په ځای یې غنم په خپلو ځمکو کې کرلي دي وايي، دا چې خپله کورنۍ او د سیمې خلک یې په نشه يي توکو روږدي نشي نو د کوکنارو له کر یې لاس اخیستی دی.
په کندهار کې یو شمیر کروندګر چې نور یې د کوکنارو له کر لاس اخیستی او د ځمکنیو توتانو کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې ځمکني توت ښه حاصل ورکوي او دوی یو شمیر کارګر هم په کار بوخت کړي دي.
د افغانستان د جنوب لویدیځې حوزې روغتیایي چارواکي وایي چې هلمند کې د روغتیایي مبلغینو د شمېر د کموالي له امله د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ټکني شوي.
په کندهار کې د یوه ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ له خلکو غواړي چې د دوو څاڅکو واکسین په ورکولو سره دې خپل ماشومان له ګوزن ناروغۍ څخه وژغوري.
د زابل روغتیايي چارواکي وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې يې د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ پرضد د واکسین عملي هڅې زیاتې کړي
روغتیا پالان: دیني عالمانو او مخورو د پولیو واکسین په کمپاین کې پراخه همکاري کړې
کندهار کی د یوه ګوزڼ وهلي ماشوم مور له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړی او پدې توګه هغوی له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.
نور پورته کول