په کندهار کې د سبزیو یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی نه یوازې د کندهار بلکې د غزني په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د سبزیو د مارکیټ اړتیاووې هم پوره کولی شي خو که ور سره مرستې وشي او اسانتیاوې ورته برابرې شي.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې د طالبانو حکومت یوازې دا اعلان کړی دی چې د کوکنارو کرل بند دي خو نور یې له کروندګرو سره نه مرستې کړي او نه هم په بدیلو کښتونو غور کوي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د سویلي حوزې په څلورو ولایتونو کې د پوليو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې ۱.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.
روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره پراخه همکاري کوي.
په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې پدغه ولایت کې د تورنجو باغونه مخ په ډیریدو دي او سیټروس ونې د ترویج په حال کې دي.
د ارزګان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي دوی په پام کې لرې چې د پولیو ضد مبارزه کې د ګډون لپاره ځوانانو ته بیلابیلې تشویقي ډالۍ ورکړي
په کندهار کې یو شمیر د انارو ځمکه وال له خپلو باغونو د انارو ونې باسي ترڅو خپلې ځمکې نورو کښتونو او یا له باغدارۍ پرته نور کاروبار لپاره برابرې کړي.
د هلمند ولایت د یو شمېر لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
د زابل ولایت روغتیایي مسئوولین وایې چې د ټولنې په هڅونه او د واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو رول ګټور دی، او په مرسته یي تر هر ماشوم پورې واکسین رسیږي.
روغتیايي چارواکي وايي چې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوچیانو ماشومانو د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
که څه هم پخوا په کندهار کې د هینجې کښت نه کیدی خو د هینجې د ښې بیې په وجه اوس زیاتو کروندګرو پدغه ولایت کې د هینجې کښت ته مخه کړې ده او د هینجې د کرلو ماهرین وايي، چې تر تریاکو یې ګټه درې ځله زیاته ده.
د زابل ولایت د عامې روغتیا مسؤولین وایي چې اوس تر بل هر وخته خلک د ګوزڼ ضد مبارزه کې همکاري کوي او په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.
د کندهار ولایت روغتیایي مسئوولین وایې چې د دوی د زیاتو هڅو سربیره په سپین بولدک ولسوالۍ کې د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ندی رسیدلی.
په هلمند کې د طالبانو د حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي ادعا کوي، چې پدغه ولایت کې پداسې حال کې چې د تریاک د کښت موسم هم را رسیدلی په یو جریب ځمکه هم کوکنار ندي کرل شوي.
په کندهار کې د انځرو یو شمیر کاروباریان وايي، چې سږ کال پدغه ولایت کې د انځرو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي او په ويناء یې بې وخته اورښتونه، نباتي ناروغۍ او هند ته یې نه صادریدل هغه عمده لاملونه دي، چې د انځرو د پلور مارکیټ یې کمزوری کړی دی.
په کندهار ښار کې یو شمیر ښاریان وايي، چې پدغه ښار کې په ټولیز ډول په نشه يي توکو د معتادینو شمیره را کمه شوې ده خو بیا هم د ښار په مختلفو سیمو کې د مخدره موادو روږدي لیدل کیږي چې باید درملنه یې وشي.
د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ ناروغۍ په اړه اندیښمن دي او له روغتیایي چارواکو غواړي چي ټولو لیرې پرتو سیمو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.
په کندهار کې د پیازو یو شمیر سوداګر وايي، چې پخوا به پياز تر ډیره هندوستان ته له کندهار وړل کیدل خو اوس یوازې پاکستان ته صادریږي او هند ته یې وړل کم شوي دي.
د سویلي ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې له دې وروسته به د چمن او سپین بولدک په دروازو کې ټولو مسافرینو ته، پرته د عمر په پام کې نیولو سره د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
کندهار کې د یوه ګوزڼ وهلي ماشوم پلار وایي چې د هرې ورځې په تیریدو سره یې د خپل زوی راتلونکي ته اندیښنه زیاتیږي.
نور پورته کول