د کوکنارو یو شمیر پخواني کرونده ګر وایې چې که د زراعتي حاصلاتو لپاره یې بازار موندنه ونشي ممکن بیرته د تریاکو کښت ته مخه کړي. دا کروندګر وايي، چې د کوکنارو له بندولو وروسته له نورو کرهڼیزو توکو سمه ګټه نشي اخیستی او د طالبانو حکومت ورسره هیڅ راز مرستې ندي کړي.
په کندهار کې په نشه يي موادو اخته یو شمیر معتادین چې څو ځله یې درملنه شوې ده وايي، چې بې کاري یو له هغو عمده دلیلونو ده چې دوی تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي او دایمي ځانونه له اعتیاد نشي خلاصولی.
د افغانستان د سویلي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایې چې پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د پېښو زیاتوالی د افغانستان د ماشومانو د روغتیا په وړاندې هم ستر ګواښ بلل کیږي.
په کندهار کې یو شمیر د خرما د باغونو بڼوال وايي، چې پدغه ولایت کې د خرما د باغونو ترویج مخ په زیاتیدو دی او په دې وروستیو کې د خرما د نویو باغونو جوړیدو ته د کروندګر او بڼوالو پاملرنه زیاته شوې ده.
د ارزګان ولایت د پولیو ضد مبارزې مسؤولین وايي چې مخکې له دې چې هوا زیاته سړه شي زرګونو ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین ورسوي.
د شاتو ځینې فارم لرونکې وایې چې سویلي ولایتونو په تیره بیا په کندهار کې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره غوره منابعې شته او هر کال په لوړه کچه شات پکښې تولیدیږي.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې اوس یې بدیلو کښتونو ته مخه کړې وايي، په بدیل کښتونو کې هغومره ګټه نشته لکه په تاریاکو کې چې ده خو د طالبانو حکومت یې د کر او تولید مخه نیسي.
د کندهار ولایت د پوليو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وايي چې لاهم ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه نکوي.
په کندهار کې د تاریاکو هغه پخوانيو کروندګرو چې اوس یې د سبزیو کښت ته مخه کړې ده د خپلو حاصلاتو لپاره د مارکېټ غوښتنه کوي او وايي، چې نور حاصلات ښه بیه نه کوي.
د کندهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق چارې یې چټکې کړي او اوس د دې ولایت ټولو لیرې پرتو سیمو ته واکسین رسیږي.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې د طالبانو له لوري په مخدره موادو له بندیز وروسته یې د پنبې کرلو ته مخه کړې ده وايي، چې د ګټې له اړخه پنبه د تاریاکو بدیل نشي کیدای او دوی له مجبورۍ پنبه کرلې ده.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې د کوکنارو له کښت یې لاس اخیستی او پخپلو ځمکو کې یې د ریحانو کښت کړی دی وايي، تمه لري چې کرلي ریحان به یې ښه حاصل ورکړي او له کښت یې خوښ دي.
په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، چې سږ کال د ابجوشو ممیزو حاصلات د دوی د اټکل له مخې تر اتیا سلنې را کم شوي او دوی یې عمده لامل بې وخته بارانونه یادوي.
د زابل یو شمېر اوسیدونکي له روغتیايي چارواکو غواړي چې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې دې د ډیورنډ پرکرښه د پولیو ضد واکسین ټیمونه وګماري.
د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤولین په دې ولایت کې د پولیو ویروس شتون تاییدوي او وایي چې که چیرې ماشومان په ټاکلي وخت واکسین نشي ښایي په راتلونکي کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې زیاتې شي.
په کندهار کې یو شمیر باغداران وايي که څه هم سږ کال په وروستیو میاشتو کې بارانونه وشول خو پدغه ولایت کې د اوبو د کمښت له امله د دوی حاصلات ښه ندي.
په کندهار کې د انارو یو شمیر باغداران د انارو د سږني کال له حاصلاتو خوښ ندي او وايي، چې د بارانونو او نباتي ناروغیو له امله د دوی د انارو باغونو ډير زیان لیدلی او ډیر انار یې وراسته شوي دي.
په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، چې سږ کال سیلابونو او بې وخته بارانونو د دوی د انګورو فصلونه له منځه وړي او اوس هیڅ نه لري چې د سږ کال د خپلې کورنۍ نفقې پرې پوره کړي.
د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ چې د انځرو د حاصلاتو یوه له عمده سیمو یادیږي پکې د انځرو باغداران وايي، چې سږ کال د وچکالۍ له امله د دوی د انځرو فصلونو مرض کړی او د ښه حاصل تمه نه لري.
په کندهار کې د تاریاکو یو شمیر هغه پخواني کروندګر چې د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرکیلې له بندیز وروسته یې د سبزیو کرلو ته مخه کړې ده وايي، چې اوس له سبزیو مناسبه ګټه ترلاسه کوي خو وچکالي یې په وړاندې لوی خنډ دی. دوی وايي، چې سبزي په لنډ وخت کې حاصل ته رسیږي او ګټه یې هم اوس ښه ده.
نور پورته کول