په نشه يي موادو اخته پخوانی معتاد شهزاده چې اوس یې د نشه یي توکو استعمال پرېښی وايي، لا هم د معتادینو د درملنې کمپ ته ددې لپاره ځي چې له نورو روغ شویو معتادینو سره ناستې، کتنې وکړي او له دې لارې په نشو د بیا اخته کیدو مخه ونیسي.
د جمعه الدین په نوم یو تن معتاد چې شپاړس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي د نشه يي توکو له امله یې ټول ژوند په هدیرو او کنډوالو کې تېر شوی دی.
د کندز د معتادینو د درملنې په روغتون کې یو تن معتاد چې پنځلس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي چې نشه یي توکو ترې د ژوند ټول خوندونه اخیستي وو او دده د مینې ډک ژوند او بچیان یې هم ترې هیر کړي وو.
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ هغو کروندګرو چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې شولې کرلې وې وايي چې د نورو کالونو په پرتله د شولو څخه یې لږ حاصل اخیستی دی.
د تېر جمهوري نظام د ملي اردو یو تن پخوانی سرتېری وايي چې د دندې له پرېښودو وروسته په نشه یي توکو روږدی شو او په نشه يي توکو د روږدي کیدو عمده لامل یې بې کاري وه.
په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په خپله ځمکه کې کوکنار او چرس کرل او ددغو بوټو دهقاني ددې لامل شوه چې په نشه يي موادو روږدی شي.
د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد چې مخکې یې تجارت کاوه وايي په نشه یي توکو له روږدي کېدو وروسته یې نه یوازې خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکړه بلکې له خپلې کورنۍ او میرمنې هم جلا شوی دی.
د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه شخصي کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي ددې لپاره چې ډېر کار وکولای شي، نشه یي توکي به یې استعمالول.
بلخ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت، مخدره توکو قاچاق، او د مخدره توکو د استعمال کچه ټیټه شوې ده.
د بلخ له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې پدې وروستیو کې یې د یوه کمپاین له لارې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۵ جریبه د چرسو کښتونه له منځه وړي دي.
د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پخوانی سرګروپ وايي چې په باګرام زندان کې له زنداني کېدو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی.
د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې تل په پراخه کچه غنم او وریجې کرل کېږي، خو سږ کال کروندګر وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د وریجو پر ځای یې مۍ او کونځلې کرلي خو دا فصلونه یې هم سږ کال د مرضونو له امله ښايي سم حاصل ونه کړي.
د کندز د معتادینو د درملنې په اتیا بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په نانوايي کې د ډېر کار کولو په وخت ددې لپاره چې ویده نه شي په نشه یي توکو روږدی شوی دی او اوس یې تکل کړی چې درملنه یې وشي.
په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د وطني ناکو پیوند د بلجیمي ونو له سټو نه یوازې چې ښه حاصل ورکوي بلکې ددغه کروندګرو لپاره یې د کوکنارو د ښه بدیل ځای نیولی او هر کال ښه ګټه کوي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ یو شمیر کروندګرو وايي چې طالبانو دوی ته ویلي چې که کوکنار یې وکرل نو جریمه به یې کړي خو دغه کروندګر وايي، چې د سږني کال د اپینو حاصل تر نورو کلونو په ښه بیه پلورلي دي.
د بلخ د خلم په ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې یې د انارو باغونه د وچکالۍ له امله ندي اوبه کړي او ترڅنګ د انارو په باغونو یې داسې مرض نازل شوی چې د دوی حاصلات یې ور کم کړي دي.
د بلخ د تاشقرغان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال د وچکالۍ له امله د اینځرو حاصلات کم او ډېرې ونې یې د اوبو د کمښت له امله وچې شوي دي.
د بلخ ولایت د بلخ د ولسوالۍ کروندګر وايي چې سږ کال یې انګورو ښه حاصلات کړي او نه یوازې چې د انګورو له حاصلاتو خوښ دي بلکې د کوکنارو په پرتله ګټه هم ورته ډیره کوي او د سږکال یې انګورو مرض هم ندی کړی.
په بلخ کې د خټکیو یو کروندګر وايي، څلور کاله مخکې یې هغه مهال د کوکنارو کرل بند کړل چې په کابل کې یې په نشه يي موادو ډیر روږدي په بد وضعیت کې ولیدل. دې کروندګر اوس په سل جریبه ځمکه خټکي کرلي چې د سږني کال حاصلاتو نه هم خوښ دی.
د غازي په نوم په نشه يي موادو یو معتاد چې په تیر جهوري نظام کې یې د محلي پولیسو یو قوماندان وژلی و او پوسته یې طالبانو ته سپارلې وه او وروسته محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړی و اوس د بلخ د معتادینو د درملنې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نور پورته کول