د بلخ په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې په ټابلیټ کا معتاد ۲۱ کلن ځوان وايي چې غواړي له درملنې وروسته زده کړې وکړي او یو ښه لیکوال شي.
د مزارشریف کوڅې، هدیرې او د نشه يي موادو د معتادینو د راټولیدو ځایونه اوس له روږدو څخه خالي شوي او د سیمه ایزو خلکو او چارواکو په وینا ایله لس په ۱۰۰ کې معتادین د ښار په واټونو کې لیدل کیږي.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کروندګرو چې هېنجه یې کرلې او اوس نېښ وهلو ته رسېدلې ده، وایي چې د یوه جریب هینجې د حاصل ګټه د لسو جریبو کوکنارو له حاصل ډیره ده.
د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمیر د کوکنارو هغه کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وو او اپين یې ترې ټول کړی وايي چې د نورو کلونو په پرتله د اپینو بیې لوړې وې او څو برابره زیاته ګټه یې له اپینو اخیستې ده.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په مخدره موادو د روږدو د درملنې بهیر د بهرنیو مرستو په کمیدو ټکنی شوی خو د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار کې د شمال په کچه د ماشومانو او ښځینه معتادینو د درملنې یوازیني روغتون کې د ۲۰۰ معتادینو درملنه شوې ده.
په بلخ کې د هینجې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال کرلې هینجه یې د شیرې ورکولو مرحلې ته نږدې شوې او تمه لري چې حاصل به یې ښه وي.
پداسې حال کې چې د معتادینو د درملنې په برخه کې د نړیوالو د مرستو د کمي خبره کیږي، بل لورته د بلخ په ولایت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي وايي، چې پدغه ولایت کې د معتادینو د درملنې ۱۷ دولتي او شخصي کمپونه او مرکزونه فعال دي.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د سرپرست حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت یو چارواکي ویلي، چې د دوی د مشر ملا هیبت الله له فرمان وروسته د کوکنارو کر حرام شوی او دغه فرمان حتما تطبیقوي.
د کندز ولایت اوسېدونکی سید جلال چې په ایران کې له خپلې کورنۍ سره د مهاجرت ورځې او شپې یې تېرولې وايي، په ایران کې له وهلو، ټکولو او افغانستان ته له شړلو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی.
کندز کې د معتادینو د درملنې د یوازیني روغتون مسؤلین وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې یې د ۸۱۸ معتادینو درملنه کړې ده او خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي.
په بلخ ولایت کې یو شمیر کروندګر وايي، دوی ځکه سږ کال په خپلو ځمکو کې پنبه کرلې، چې په ويناء یې د دوی په سیمو کې یو شمیر خلک د کوکنارو د کښت له امله معتاد شوي وو.
په بلخ ولایت کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله ځمکني توت ښه بیه لري او حاصل کې یې هم زیاتوالی راغلی دی.
په بلخ کې د طالبانو د محلي حکومت د کرهڼې ریاست وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه دوی پدې هڅه کې دي، چې د کوکنارو بزګرانو ته بدیل کښتونه برابر کړي او د بدیلو کښتونو تخمونه وویشي.
سږ کال یو وار بیا د بلخ ولایت هغو سیمو ته چې کوکنار یې حاصل ته رسیدلي په لسګونو هلمندي نیښګر ورغلي او وايي، چې د نیښ وهلو له لارې خپلو کورنیو ته روزي پیدا کوي.
د بلخ ولایت په هغو سیمو کې چې سږ کال د کوکنارو کر شوی، اوس یې حاصل ټولول پيل شوي او بزګران وايي، د اپينو بیې لوړې شوي دي.
د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې روغ شوی یو معتاد وايي کله چې په نشه يي موادو روږدی وو له خپلې کورنۍ او بچیانو هیڅ خبر نه وو او یوازې به یې غوښتل چې نشه وکړي.
د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د ښوونځي یو شمیر زده کوونکي وايي، چې د ښوونځي د درسونو ترڅنګ د کوکنارو په کروندو کې هم کار کوي ترڅو له دې لارې د کورنۍ لګښت برابر کړي.
په بلخ ولایت کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کر بندیز ولګوه، پدغه ولایت کې د اپينو بیې درې برابره لوړې شوي دي.
په بلخ ولایت کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې له سل بستریز روغتون څخه ۷۶ معتادین د ۲۱ ورځو درملنې وروسته رخصت شول.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست وايي چې ددغه ولایت د بلخ د ولسوالۍ د بوکې په کلي کې یې د ټابلیټ کا د جوړولو کارخانه کشف کړې او د ټابلیټ کا ګولۍ یې هم نیولي دي.
نور پورته کول