په اوزبیکستان کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اووم) د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې ښکاره کوي چې د ولسمشر شوکت میرضایف ته ژمن ګوند ګټلې دي.
پوتین: هیله لرم لویدیځ له ناټو سره د مخامخ جګړې د امکان په اړه زما خبرداری اورېدلی وي
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن یکشنبه اکتوبر ۲۷ (لړم شپږم) وویل چې په ایران باندې د اسرائيل بریدونه «دقیق او قوي» وو او «خپل ټول اهداف» یې ترلاسه کړي، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي وايي چې باید په دې اړه «مبالغه ونه» شي.
د هند پولیس وايي یو کس یې په دې تور نیولی چې ځان یې قاضي معرفي کړی و او په یوه خپل سرې محکمه کې یې د خلکو د جایدادونو او نورې لانجې د پیسو په بدل کې حل او فصل کولې.
د حماس ډلې یو لوړ پوړي مقام د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) وویل چې د مصر منځګړو ته یې ویلي دي که اسرائيل د غزې اوربند ته ژمن دی، هغوی چمتو دي جګړه ودروي.
د سعوديعربستان د دفاع وزارت ویاند وایي سمندري ځواکونو یې د عمان په سمندر کې له ایران او ځینو نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه کړيدي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو د تازه هڅو په لړ کې د سعودي عربستان عربستان پایتخت ریاض ته رسېدلی دی.
جرمني د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱(تلې۳۰) له اسرائیل څخه وغوښتل چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د څار د یوې چاوڼۍ د ورانولو په ګډون د «هرې هغې پېښې په اړه وضاحت» ورکړي، چې دا ماموریت په کې دخیل دی.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو جمعه اکتوبر ۱۸ (تلې۲۷) د زده کوونکو د مظاهرو له کبله د پوهنتونونو او ښوونځيو د تړلو امر کړی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې۲۶) د حماس ډلې د مشر یحیا سنوار د وژنې له تائید کېدو وروسته وویل، چې غزې کې د اوربند په توافق باندې د فشار لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل ته استوي.
د پاکستان د لاهور په ښار کې مقامات وایي چې د یو خصوصي کالج (پوهنتون) لسګونه زده کوونکي له پولیسو سره په اخ او ډب کې ژوبل شوي، زده کوونکو له هغه وروسته مظاهره وکړه چې په کالج کې په یوې نجلۍ د جنسي تېري خبر خپور شو.
له هغه وروسته چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د اسرائيل ځواکونو د غزې په جګړې کې له ولسي فلسطینیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستی، متحدو ایالتونو له اسرائيل څخه د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي که اسرائیل ورباندې برید وکړي، تهران یې د "پریکنده او پښېمانه کوونکي" ځواب ورکولو ته چمتو دی.
بریتانیا نن دوشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې۲۳) په اسرائیل باندې د ایران د میزایلو له بریدونه وروسته، د دغه هېواد د پوځ په ځینو مشرانو بندیزونه ولګول.
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه وغوښتل چې په جنوبي لبنان کې دېره شوي سولهساتي ځواکونه د "خطر له ساحې" څخه بهر کړي او ادعا یې کړې چې حزبالله له دغو ځواکونو څخه د "انساني سپر" په توګه کار اخلي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي چې اسرائيل د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) د بیروت په مرکزي برخې کې په یو برید کې ۲۲ تنه وژلي دي، امنیتي منابع وايي چې د برید هدف د حزب الله ډلې یو مشر و.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تازه ارقامو په اساس، چې نن پنجشنبه اکتوبر لسمه (تلې۱۹) یې خپاره کړل، د افریقا په نیمه صحرا کې په څه باندې ۷۹ میلیون نجونو او ښځو باندې یا جنسي تېری شوی او یا په جنسي ډول ځورول شوي دي.
متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تله۱۸) په لبنان کې د غزې د پوځي عملیاتو د عملیاتو په ضد خبرداری ورکړ.
فرانسوي چارواکو د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته امر کړی چې له دغه هیواد څخه ووځي.
نور پورته کول