د روسیې او چین جټ الوتکو د روسیې په ختیځ کې د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت ته څېرمه ګډې ګزمې ترسره کړي دي خو مسکو او بیجینګ ټینګار کړی چې ددې ګزمو موخه یې کوم "دریمګړی اړخ" ندی.
د «شیطاني ایاتونو» په لیکوال سلمان رشدي باندې برید کوونکی د لبنان د حزب الله ډلې لپاره د ترهګرۍ په عمل تورن پېژندل شوی.
د هالنډ د استخباراتو پخواني مشر دیک شوف نن سه شنبه جون دویمه (چنګاښ۱۲) د دغه د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه. د هغه د لوړې په مراسمو کې د هالنډ پادشاه هم حاضر و.
متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اپریل درېیمه (حمل۱۵) په ملګرو ملتونو کې فلسطین ته د بشپړ غړیتوب د غوښتنې مخالفت وکړ، خو ویې ویل چې واشنګټن له اسرائیل سره د خبرو له لارې د یو فلسطیني دولت د ایجاد ننګه کوي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي چې د افغانستان په ګډون په جګړو کې په اېسارو هېوادونو کې د هغو ماشومانو مخ په زیاتېدونکی شمېر ټکان ورکوونکی دی، چې له بشري مرستو څخه محروم شوي او لاسرسی ورته نه لري.
یو امریکايي-فلسطینی ډاکټر وايي چې د غزې د خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون ښودلو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر جوبایډن په کوربتوب د روژې له میلمستیا څخه وتلی دی.
په بریتانیا کې یو خپلواک تحقیق ته، چې د ناقانونه وژنو په اړه پلټنې کوي، ویل شوي چې په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د عمر له پلوه «جګړې ته د برابرو» کسانو د وژلو تګلاره درلوده، ان که دغو کسانو ځواکونو ته ګواښ هم نه پېښوه.
د امریکا د متحدو ایالتونو له ملاتړه برخمنو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي۱۵) وویل چې په سوریې کې د ترکیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو سره په خونړۍ جګړې کې دخېل شوي دي.
د امریکا پوځ وايي چې په استرالیا کې د پوځي تمرین په مهال د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د سمندري ځواکونو درې غړي مړه شوي دي.
د سعودي عربستان حکومت د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمری۲۵) یو امریکايي تبعه د خپل پلار د قتل په تور اعدام کړ.
د متحدو ایالتونو د هاوايي په ایالت کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ اګست لسمه (زمری ۱۹) وویل چې ځنګلي اورونو د دغه ایالت په یوې سیاحتي سیمې کې لږ تر لږه ۵۳ تنه مړي کړي او ژغورونکي د ماوي د ځپل شوي ټاپو څخه د خلکو د اېستلو هلې ځلې کوي.
د چین د دفاع وزارت نن یکشنبه جولاۍ ۱۶ (سرطان۲۵) اعلان وکړ چې له روسیې سره ګډ هوايي او سمندري پوځي تمرینونه کوي.
په اذربایجان کې چارواکي وايي هغه کسان یې نیولي دي چې د دوی په وینا د ایران له استخباراتي ادارو سره یې کار کاوه او په اذربایجان کې یې د کودتا او وژنو پلان لره.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د حکومت سلګونو پلویانو د مخکني صدراعظم عمران خان د پرېښودو په ضد مظاهره وکړه او د قاضي القضات، چې د عمران خان د پرېښودو امر یې کړی و، د استعفی غوښتنه وکړه.
د ایران د عدلیې وزارت نن دوشنبه مۍ ۱۵ (غوايي۲۵) اعلان وکړ چې پنځه کسان یې د وسلو د قاچاقو په تور اعدام کړي دي.
په اوزبیکستان کې مقامات وايي چې نن یکشنبه اپریل ۳۰ «غوايي لسمه» د دغه هېواد په اساسي قانون کې د تغیراتو راوستلو لپاره عمومي رایه اچوونه او ټولپوښتنه پیل شوې ده، که نوي تغیرات ومنل شي، برحاله ولسمشر کولای شي تر ۲۰۴۰ کال پورې په واک کې پاتې شي.
د انګلنډ او ویلس کرکټ بورډ د انګلنډ د ټست لوبډلې روزونکي برېنډن مکولم ته د فساد ضد قانون څخه د سرغړونې له کبله برائت ورکړ.
نور پورته کول