پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.
د سعودي عربستان د پانگونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ د سعودي عربستان یو لوړ پوړی پلاوی د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) د پاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی چې موخه یې د دوه ميليارده ډالرو د سوداګرۍ او پانګونې وړاندیزونه حتمي کول دي.
د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي مشرپه دغه ولسوالۍ کې له نن ( اکتوبر ۹) څخه د نومبر تر۷، د ۲۹ ورځو لپاره د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴ مادې عملي کیدل اعلان کړي چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو څخه د زیاتو کسانو پرغونډېدو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدی دی.
د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پراتمه نېټه (تله ۱۷) د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې يو او په سيند ايالت کې درې نور ماشومان پوليو يا ګوزڼ وهلي دي چې ورسره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت په اسلام اباد کې د شانګهای د سرمشریزې د غوندې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ (تلې ۲۳ تر ۲۵) پورې په پلازمېنه اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت بايد يو جمهوري هېواد ته د "درس ورکولو پرځای" د خپلو کورنیو ستونزو "پر هواري تمرکز" وکړي.
د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بنديز د لګولو وروسته ځينې شنونکي په دې نظر دي چې دا ګام ښايي په هغه هېواد کې د پښتنو "محرومي" او د دولت خلاف "کرکه" نوره هم زياته کړي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب کې د ژوب او شيراني سيمو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) د ناامنۍ او ترهګرۍ خلاف جرګه وکړه چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی وو.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) یو بل کس د ډېنګي تبې له امله ساه ورکړې چې له دې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې له ډېنګي تبې د مړو شويو کسانو شمېر دریوتنو ته رسېدلی دی.
د پاکستان پوځي قطعو د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) شپې مهال تر هغه وروسته د پلازمېنې اسلام اباد امنيتي دنده په غاړه واخيسته چې د ورځې په نيمايي کې د کورنيو چارو وزارت د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې د پوځ د ګمارنې منظوري ورکړه.
د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ترهګرۍضد پوليسو ادارې (سي ټي ډي) په خپل تازه راپور کې ويلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې پر پوليسو ۲۲۸ بريدونه شوي چې له امله يې شاوخوا ۱۰۰ پوليس وژل شوي او له ۱۷۰ زيات ژوبل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) به د پاکستان د خبیرپښتونخوا ایالت په خيبر کې په هر حال کې خپله درې ورځنۍ جرګه کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) د دغه هېواد په سيند ايالت کې دوه نور ماشومان پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ وهلي دي چې ورسره په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.
پاکستان او روسیې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) په مسکو کې د لومړي ځل لپاره د "بارټر" يا "جنس په جنس" سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي سيمه کې د اتمانزیو جرګې نن د اکتوبر پر دويمه (تله ۱۱) د ناامنۍ پرضد خپل احتجاج ته دوام ورکړی او د بنو او غلام خان بندر تر منځ يې غځېدلی سړک د ترافيکو پرمخ تړلی دی.
د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای د مخکېني مشر ډګر جنرال نديم انجم د کاري مودې سر ته رسېدو وروسته ډګر جنرال محمد عاصم ملک د سپټمبر پر ۳۰ (تله ۹) د ای اېس ای د نوي مشر په حيث رسمي دنده پيل کړه.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د غورځنګ مخکښ مشر او له جنوبي وزیرستانه د پاکستان ملي پارلمان پخوانی استازی علي وزير د سپټمبر پر ۳۰ (تله ۹) ماخستن مهال د راولپينډۍ له اډيالې زندان څخه تر خوشې کېدو سمدستي وروسته بيا ونيول شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتین د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر قبايلي سيمه کې د اکتوبر ۱۱ د رابلل شوې جرګې د ځای پرانسته وکړه.
د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز د خيبر پښتونخوا ايالتي مشر او د پاکستان د سرحدونو چارو وزير امير مقام ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور يا ايالتي حکومت دا واک نه لري چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "امنيت" په اړه خبرې وکړي.
نور پورته کول