د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزيرستان ولسوالۍ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د اووه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتې ژوب ولسوالۍ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د ۱۵ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې د سیمې اړوند مسلو په اړه خبرې کړی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په باړه کې د يو حکومتي ښوونځي د ښوونکي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره شوې ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکېب د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره د دواړو خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په سيوۍ (سبي) ولسوالۍ کې دوه ورځنۍ "ولسي جرګې" ته په وينا کې ولسي او سياسي مشرانو غوښتنه کړې ده چې هر قوم ته دې د هغوی پر ځمکو او وسايلو واک او لومړی حق ورکړل شي.
د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ او د بنو په بکاخېلو کې په دوو جلا جلا جرګو کې یو شمیر سیاسي او قومي مشرانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ناامنۍ مخه دې ونيسي او د ولس د ځان او مال ساتنه دې وکړي.
د پاکستان پوځ په تیرو دوو ورځو کې د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د ۲۲ وسلوالو د وژنې پر ادعا سربېره د شپږو پوځيانو د وژلو خبر هم ورکړی دی.
د پاکستان د بلوچستان ايالت د حب ولسوالۍ انتظامي مشرې (ډپټي کميشنر) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د يوې مياشتې لپاره زنداني کړی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مدني فعالان او خبریالان وايي، چې په دغه ښار کې د افغان کډوالو او پښتنو د نیولو لړۍ لاهم دوام لري، د دوی په وینا چې په تېرو دوو ورځو کې پولیسو له بېلا بېلو سیمو نږدې ۱۳۹ افغان کډوال نیولي دي.
پاکستان تحریک انصاف وايي، چې د نومبر پر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) په پلازمېنه اسلام اباد کې یې د خپل رهبر عمران خان د راخوشې کولو احتجاجي لاریون پر مهال نیول شوي ډېری غړي پښتانه دي.
د پښتون قامي عدالت يا لویې جرګې استازي د شیيعه او سني وګړيو ترمينځ د فرقه ییزې شخړې هوارولو او په سیمه کې د امنیت پرځای کولو لپاره کورمې ته روان شوي دي. دغه پلاوي د ډسمبر پر درېيمه (لېندۍ ۱۳) د جمعیت علما اسلام د یوه مخکښ مفتي کفایت الله په مشرۍ کورمې ته تللی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د دغه هیواد د پوځ لخوا پر ولسي کورونو د هاوان مرميو توغولو خلاف احتجاج شوی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر افغانستان غږ کړی دی چې د خپلې خاورې د امن ساتنې لپاره دې ژر تر ژره يوه جرګه جوړه کړي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان ولسوالي کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښې ثبت شوې چې پدې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته لوړ شو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ اوه) اعلان وکړ چې د روان کال له وروستۍ میاشتې وروسته هېڅ افغان وګړی په اسلام اباد کې له اجازتنامې پرته اوسېدلای نه شي.
د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي استخباراتو پخواني مشر رچرډ ګرېنل د پاکستان د پخواني صدراعظم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د راخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د پنجاب په بېلا بېلو زندانونو کې له څو مياشتني بند تېرولو وروسته د بلوچستان ايالت پوليسو نيولی دی.
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵مه) په درې ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پنجاب ايالت چارواکي وايي چې د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵مه) د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج پرمهال د دغه هېواد په پنجاب ايالت کې يو پوليس وژل شوی او ۷۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
نور پورته کول