د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج او په بلوچستان ايالت کې د سياسي ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو لخوا د پيه جام کاربنديز له امله د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵) ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د امن لپاره د "ولسي جرګو" په لړ کې د نومبر پر ۲۴ او ۲۵ (ليندۍ ۴ او ۵) په ژوب کې دوه ورځنۍ جرګه روانه ده چې د ژوب او شاوخوا ولسواليو سلګونو ولسي مشرانو ګډون پکې کړی دی.
د پوليو د مخنيوي د نړيوال نوښټ لوړ پوړي پلاوي په روان کال کې د دويم ځل لپاره پاکستان ته سفر کړی او له پاکستاني چارواکو څخه يې د پوليو ويروس په مخنيوي کې د مبارزې د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان او چين پوځيانو په پنجاب ايالت کې ګډ تمرينونه پيل کړي چې درې اونۍ به دوام ولري. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) خبر ورکړی چې دا ګډ پوځي تمرينونه د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې روان دي چې د نومبر پر ۲۰ (لړم ۳۰) پيل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشران وايي چې د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت له دغه ایالت څخه افغانستان ته پر وړونکو سوداګریزو توکو دوه سلنه ماليه لګولې ده.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتې سيمې دوکۍ کې ناڅرګنده وسلوالو د سړک جوړونې یو شرکت پر کېمپ بريد کړی او ماشينونو ته يې د زيان رسولو تر څنګ درې مزدوران هم تښتولي دي.
د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ په دا وروستيو کې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه ييزو چارو خبرې وکړې.
د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې په راتلونکي ۲۰۲۵ کال کې به ۱۷۹ زره او ۲۱۰ پاکستانيان حج ته لېږي او د دې لپاره يې مهالوېش اعلان کړی دی.
پاکستان د اورګاډي ادارې د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) د امنيتي اندېښنو له امله د بلوچستان د ایالت د مرکز کوټې ښار څخه د دغه هېواد نورو برخو ته د اورګاډو سفر د څلورو ورځو لپاره د ځنډولو اعلان کړی دی.
د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان او خيبر قبايلي سيمو کې په توغول شويو هاوان مرميو کې د څلورو ماشومانو د وژلو او د شپږو د ژوبلېدو پرضد احتجاجونه له پوځي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسېدلي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کورمې قبايلي سيمې کې د اهل تشیع مشرانو د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) ويلي دي له هغه وروسته يې خپل احتجاجي لاريون پای ته ورسوه چې حکومت د هغوی ځینې مهمې غوښتنې ومنلې.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د امن لپاره د ولسي جرګو لړۍ پيل شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې د پنجاب پوليسو لخوا د دوی مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير تر خوشې کېدو وروسته لادرکه کړل شوی دی.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د سیند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې پيښه ثبت شوې چې په دې سره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۴۷ ته لوړ شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت والي له افغانستان سره د اوو لوېدیزو لارو د پرانیستلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د پاکستان د خیبرپشتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ زره کسانو له پاړه چیناره تر صدې پورې د سولې په نوم پلی لاریون پیل کړی دی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي او ټولې تړلې لارې دې ژر تر ژره پرانیزي.
د پاکستان پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزيرستان کې يې له وسله والو سره د نښتې پر مهال څلور پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ کلا سيف الله کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښه ثبت شوې ده چې ورسره په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۶ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو په دغه هېواد کې د پوځ د مشرانو د کاري مودې غځولو د قانون پرضد توند غبرګونونه څرګند کړي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په وسله والو بريدونو کې د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
نور پورته کول