جرمني پر چاپیریال باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره پاکستان ته د میلیاردونو ونو د کښینولو پروژې د دويم پړاو پيلولو لپاره د ۲۰ ميليونه يورو ورکولو ژمنه کړې ده.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې کورمه کې ۲۲ ورځو لپاره د لويو لارو تر بندېدو وروسته د نومبر پر دويمه (لړم ۱۲) په لومړي ځل تر حکومتي څار لاندې د پاړه چینار او ټل پر لار د موټرو کاروان تېر شوی دی.
د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزيرستان کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د څلورو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعيل خان او لکي مروت ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ ويلي دي چې قطر د پاکستان په اقتصاد کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" په ګډون تروریستي ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې ددغو ډلو پر وړاندې دې اقدامات وکړي.
سعودي عربستان په پاکستان کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو اضافي پانګونې اعلان کړی دی چې له دې سره يې په دغه هېواد کې د پانګونې ټول ارزښت دوه اعشاريه اته ميليارده ډالرو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان په چاغي ضلعو کې د ګوزڼ دوې نوې پېښې ثبت کړي دي چې پدې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۳ ته لوړ شو.
پاکستان او روسیې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پارلماني همکارۍ د زیاتولو لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور د ادغام شويو قبايلي ولسواليو نجونو زده کوونکو ته د ۱۰۰۰ پاکستاني روپیو مياشتنۍ سکالرشپونه ورکول پيل کړې دي.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې سلګونو کسانو د روانې ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده. د اتمانزيو جرګې په نوښت د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) وشو چې د سیمې د اوسیدونکو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او اتمانزيو جرګې مخکښانو هم په کې ګډون کړی وو.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام د اکتوبر له ۲۸ (لړم ۷) څخه د نومبر تر درېيمې (لړم ۱۳) پورې په ټول دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد اووه ورځنی کمپاين پيل کړی چې موخه يې تر پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ناامنه جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې د پوليسو په ډزو د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې د پنجاب پوليسو د دوی مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير بيا نيولی دی.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ لورالايي کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه پېښه شوې ده چې ورسره په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۱ ته رسېدلی دی.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې په روانه اونۍ د افغانستان د هلمند ولايت په موسی قلعه ولسوالۍ کې يو ماشوم په پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې کورمه کې د اکتوبر له ۱۲ (تلې ۲۱) راهيسې لويې لارې تړل شوي او د هغې ولسوالۍ د مرکزي ښار پاړه چينار او پېښور ترمنځ د مرکزي لارې بندېدو ځايي ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر پر ۲۳ (لړم ۲) د دغه هېواد د مشر قاضي په توګه د يحي اپرېدي د ټاکلو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا په ملي اداره کې د پوليو ځانګړي لابراتوار د اکتوبر پر ۲۳ (لړم ۲) د يو بل ماشوم په وينه کې د پوليو ويروس تائید کړی دی، چې ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۰ ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا ايالت په بنو ولسوالۍ کې د سوداګرو د ټولنې تر انتظام لاندې د اکتوبر پر ۲۲ (لړم ۱) د پوليسو د مرکزي دفتر او پوځي چاوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت پيل شوی چې مهمې غوښتنې يې د امنيت ټيګښت او د عامه نظم د ګډوډلو په تور د نيول شوي يوه پوليس سرتېري په ګډون د سلګونو فعالانو خوشې کول دي.
نور پورته کول