د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې له هند سره يې هغه تړون د پنځو کلونو د اضافي مودې لپاره تمدید کړی دی چې له مخې يې له هند څخه سيک زيارت کوونکي بې له ويزې د پنجاب په کرتارپور کلي کې دربار صاحب ګوردوارې ته سفر کوي.
د خيبر پښتونخوا ایالت کې پوليس وايي چې ناپېژندليو کسانو ددغه ایالت په مردان ولسوالۍ کې دوه نرښځيان د چړو په ګوزارونو سره وژلي دي.
د خيبر پښتونخوا په ناامنه جنوبي ولسواليو بنو او ټانک کې د اکتوبر پر ۲۱ (تلې ۳۰) لسګونه زره کسان د امن لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو او د لاريونونو په پای کې يې احتجاجي غونډې وکړې.
د پاکستان په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) د "ولسي پاڅونونو" په نامه احتجاجي لاریونونه وشول، چې ګډونوالو يې د امن پرغوښتنې سربېره د پښتنو د وروستۍ قامي جرګې يا عدالت د پرېکړو د عملي کولو لپاره غږ پورته کړ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) د مطبوعاتي کلب مخې ته د جبري لادرکيو خلاف د بلوڅ پيوستون کمېټې د احتجاج پر مهال پوليسو د دغې کمېټې يوشمېر غړي نيولي دي.
د بلوچستان ايالت عالي محکمې د يوې کورنۍ هغه پنځه افغان کډوال د اکتوبر پر ۱۷ (تلې ۲۶) خوشې کړي دي چې د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) له افغانستانه تر وراوښتلو سمدستي وروسته د پاکستان د تحقيقاتو فيډرالي ادارې په چمن ښار کې نيولي وو او بيا يې زنداني کړي وو.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا په ملي اداره کې د پوليو ځانګړي لابراتوار د اکتوبر پر ۱۹ (تلې ۲۸) د دوو نورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تائید کړی دی، چې ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په روان ۲۰۲۴ کال کې ۳۹ ته رسېدلی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سيمه دوکۍ کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې د ۲۱ مزدورانو د وژنې پرضد احتجاجي لاريون او غونډه شوې ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا په ملي اداره کې د پوليو ځانګړي لابراتوار د څلورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تصديق کړی دی، ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه ۳۷ ته رسیدلی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کې په شويو وسله والو بريدونو کې ۷۷ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ د انتظامۍ ( ادارې) مشر (ډپټي کميشنر) صفدر حسين ويرک پر امر د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د پخواني استازي علي وزير د بند موده د اکتوبر تر ۲۸ (لړم ۷) پورې غځول شوې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار چې د کوکيخېلود قوم له خوا د اعتراض په توګه د ۷۵ ورځو راهیسې د خیبرپښتونخوا ایالت د جمرود په بيګياړي کې بنده شوې وه د قبایلي مشرانو او ددغه ایالت د چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته تیره ورځ بیرته پرانیستل شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين ويلي چې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) به د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د امن لپاره احتجاجونه کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پر ۱۴(تله ۲۳) د دغه هېواد د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يو ماشوم په وينه کې د پوليو ويروس تصديق شوی دی.
د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په نوښت د پښتنو قامي جرګه یا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د پرېکړه ليک په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.
د پاکستان د پنجاب ايالت پوليس وايي چې د رحیم یار خان ولسوالۍ په کچه سیمه کې يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۶۳ "خطرناک" جنايتکاران وژلي او ۴۵ نور يې ژوبل کړي دي.
د پاکستان په پنجاب ايالت کې پوليسو د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) تر هغه وروسته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) لسګونه پلويان نيولي چې ياد ګوند په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د احتجاج اعلان کړی وو.
د کراچۍ انتظامي مشر (کميشنر) سید حسن نقوي د امنیتي اندېښنو له امله په دغه ښار کې د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې ده چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدلی دی.
له راپورونو سره سم په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو په راروانه غونډه کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين د "پښتون قامي عدالت" د جرګې په پیلیدو کې د جمعې د ورځې د پیښ شوي ځنډ له امله د دغې جرګې له ګډونوالو بخښنه غوښتې او ويلي دي چې دا جرګه به نن د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ ( تلې ۲۱) د غرمې وړانډې په لسو بجو خپلې غونډې پیل کړي.
نور پورته کول