مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.
رضا رهنورد او د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې میشت ګڼ نورافغانان د حکومت له لورې د دسمبر ۳۱مې نیټې د ټاکل شوي مهلت پوره کېدو ته اندېښمن دي.
مشهوره افغانه سندرغاړې دنیا غزل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې یې وطن پرېښی، وايي هنري ژوند یې ځپل شوی او پدې هیله ده چې یوه ورځ بیرته خپل هېواد ته ستنه شي.
پاکستان ته کډواله شوې افغانه عایشه رحیمي له دې کبله ژاړي چې له ښوونځي او زده کړې څخه پاتې شوې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي اردو یوه افسره چې غوښتل یې د پوځ په لیکو کې تر لوړو پوړونو ورسیږي، د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته کډواله شوې او اوس په پاکستان کې د سړک په غاړه بولاني پلوري.
د علینا په نوم افغانه نرښځۍ په پېښور کې د امنیتي، اقتصادي او جنسي تبعیض له ستونزو څخه شکایت لري او وايي که افغانستان ته ولاړه شي د طالبانو له لوري د وژل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
د ډیورند کرښې ته څیرمه، د پاکستان د کوهاټ په خټینو کورونو کې مېشت افغان کډوال وايي ځینې ځايي خلک یې په وړاندې درېدلي او د کورونو د خالي کولو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو (پي او ار) کارټونو موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې په دېرشمه نېټه ختمه شوه.
د مېرمنو د حقونو یوه افغانه فعاله چې اوس مهال په اسلام اباد کې ده، وایي، د افغانو وګړو او په ځانګړي ډول د افغانو مېرمنو ژوند پخپله افغانان بدلولای شي.
په پېښور کې د افغانستان د مالټو یو شمېر افغان سوداګر وايي له تاوان سره مخامخ دي او لامل یې د طالبانو د حکومت له خوا پر صادراتو باندې د ماليې لوړول بولي.
یوه افغانه خبریاله چې تازه پاکستان ته کډواله شوې وايي، له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو پرېکړې یې ژوند له کړاو سره مخامخ کړی دی.
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې يو افغان پخپل کور کې دننه رسټورانټ جوړ کړى او هغو افغان کډوالو ته خواړه کور ته رسوي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو له ویرې بازارونو ته نشي تللی.
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد او پېښور ښار کې یو شمېر افغانستان سوداګر وايي، د مهاجرو د شړلو پرېکړه په دغه هېواد کې د دوی کاروبار ۷۵ سلنه ټیټ کړی دی.
يو شمېر افغانان چې د امریکا د بشردوستانه ویزې د اخیستلو دپاره پاکستان ته تللي دي، په دغه بهیر کې له ځنډ څخه شکایت کوي او وايي له مالي ستونزو سره مخامخ دي.
په پاکستان کې افغانه کډواله پریسا وايي مېړه یې د پوليسو له ډاره له کوره بهر نشي وتلای، او دا مجبوره ده چې د شپې له خوا پر سرک وریجې وپلوري.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه تړلي، په پیښور کې د یو سینګارتون افغانه مالکه وايي، نه یوازې خپلې کورنۍ ته روزي ګټي بلکې د سیمې نورو ښځو ته هم د کار روزګار زمینه برابروي.
پاکستان ته کډواله شوې د افغانستان د نجونو د رګبي ملي لوبډلې لوبغاړې، مريم غني زاده وايي هیله یې لرله چې د لوبو په ډګر کې خپل هېواد ته وياړ ور په برخه کړي، او که څه هم اوس په کډوالۍ کې د بې وسۍ احساس کوي خو راتلونکي ته هیله منه ده.
په داسې حال کې چې د پاکستان په بيلابيلو سيمو کې د افغانو کډوالو د نيولو او په زندانونو کې د اچولو لړۍ چټکه شوې. په پېښور کې مېشت افغانان وايي، د پوليسو د نيولو او ځورولو سره مخامخ دي.
په پاکستان کې افغانه کډواله تهمینه شیرزاد وايي په افغانستان کې یې د تجارت له لارې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې سوداګري په ټپه ودرېده او له خپلې کورنۍ سره د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوه.
افغانې کډوالې تانیې نوري په اسلام اباد کې رستورانت جوړ کړی او له همدې لارې د خپلې کورنۍ دپاره نفقه پیدا کوي.
په تیرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.
نور پورته کول