مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.
افغانه نور ضیا په پېښور کې په انګلیسي ژبه کې د لیسانس د بشپړولو وروسته اوس بیرته افغانستان ته روانه ده او وايي، نه پوهیږي چې راتلونکی به یې څنګه وي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور کې یو شمېر افغان صرافان وايي ځايي حکومت او پولیس ورته ستونزې جوړوي او په خلاص لاس یې کار کولو ته نه پرېږدي.
قاري جان له خپلو څلورو ماشومانو سره چې ټول ټیت قدونه لري، په کابل کې د بې وزلۍ او کار روزګار د نشتوالي له کبله پېښور ته کډه کړې ده.
پاکستان ته کډواله شوې افغانه انځورګره مریم کوثري وايي هیله لري په افغانستان کې د نجونو حقونه خوندي شي او بیرته خپل هېواد ته ستنه شي.
په پېښور کې یو شمېر انځورګرو افغانو ماشومانو نندارتون پرانیستی او وایې موخه یې نړۍ ته د نجونو د زده کړې د حق په شمول د افغانو ماشومانو د ستونزو بیانول دي.
په افغانستان کې د څارویو سوداګر او شپانه وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر لویو لارو محدودیتونو دې ته اړ کړي دي چې په سلګونو څاروي د غرونو او لیرو پرتو سیمو له لارې د ډيورنډ له کرښې په قاچاقي ډول پاکستان ته واړوي.
افغان سوک وهونکي عظیم خان خاکسار غوښتل چې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي، خو په کډوالۍ کې بې وزلۍ اوس مجبور کړی چې میوه وپلوري.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د ننګرهار ولایت ۱۶ کلن خیرالله چې له خپلې مور او دوو خویندو سره یې د کار روزګار په لټه پاکستان ته کډه کړې، وايي اوس یې په کډوالۍ کې هم ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې محکمې د افغان کډوالو په یو کمپ کې د ځینو کورونو د خالي کولو او ړنګولو پرېکړه کړې ده.
په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې اوسېدونکي یو شمېر افغانان وايي ماشومانو ته یې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو زمینه نده برابره.
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د نيول کېدو په غبرګون کې د هغه قهرجنو پلويانو د مې په لسمه د پېښور راډيو ودانۍ وسوځوله چې د چارواکو په خبره، له کبله يې ددغه راډیو په ارشیف کې مهم تاریخي اثار له منځه تللي دي.
مروه جلیلي چې په افغانستان کې د طب له پوهنځي فارغه ده، د طالبانو له بیاواکمنېد وروسته پاکستان ته کډواله شوې، وايي په خپل مسلک کې ورته دنده نه پیدا کیږي او د کورنۍ د یوازنۍ نفقه ګټونکې په توګه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.
مینه اکبري پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوې. د اقتصادي ستونزو او دغه راز د خپل مسلک سره د لېوالتیا له مخې یې په پاکستان کې د خبریال کار ته ادامه ورکړې ده.
په پاکستان کې کډوال افغان زلمي په افغانستان کې د جمهوریت د پرځېدو او د افغانانو د پرله پسې کډوالیو ناخوالې د “تور غم“ په نوم ناول کې لیکلي دي.
ماریه بنګښ د طب ډاکټره ده خو د تیرو اوو کلونو راهیسې په پېښور کې دودیزې افغاني جامې پلوري او وايي هره میاشت تر ۸۰۰ زرو کلدارو عاید لري.
په پېښور کې افغان خیاطان او د ټوکر پلورونکي د کوچني اختر په درشل کې، د بیو له لوړېدو او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پښتانه ملتپال ګوندونه د پښتنو د حقونو لپاره له کلونو راپدېخوا مبارزه کوي، خو د دغو ګوندونو مبارزه تر ډېره له یو بله جدا او تر اوسه د یو چتر لاندې متحد شوي نه دي، چې له کبله یې د کتونکو په باور، د پښتنو د حقونو غوښتنه زیانمنه شوې ده.
د خيبر پښتونخوا د مانسهرې په خاکي کمپ کې له څلورو لسيزو راهیسې مېشت افغان کډوال وایي، په تنګو کورونو کې ژوند کول ورته ډیر سخت شوي خو د سیمې د چارواکي لخوا ورته د کورونو د پراخولو اجازه نشته.
د افغانستان دودیز خواړه، قابلی پلو، د پاکستان په ښارونو کې زیات شهرت موندلی او د ډېرو خلکو دپاره د ګټې وټې سرچینه ګرځېدلې ده.
په پېښور کې یوه څېړنیز مرکز د پښتنو د لرغونې او کلتوري نڅا "اتڼ" روزنیز پروګرام جوړ کړی او په لسګونو ځوانانو پکې برخه اخیستې ده.
نور پورته کول