منیر بهار په کال ۲۰۱۸ کې دخوست شېخ زاید پوهنتون څخه د ژورنالېزم په څانګه کې لېسانس ترلاسه کړی او د ۲۰۲۱ کال راهیسې له سوېل ختیځ زون څخه له امریکاغږ سره د ازاد خبریال په توګه کار کوي.
په خوست کې د پولیو قرباني شوی ځوان اوس ټوله ورځ په یوه خصوصي کلینیک کې د ناروغانو درملنه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د فبروري په ۲۶ (حوت درېیمه) په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړ.دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او د مقاماتو په وینا ۷.۶ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به په کې واکسین شي.
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران او دیني عالمان وایي چې چمتو دي له هغو صحي رضاکارانو سره کور په کور وګرځي کوم چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین رسولو مسؤولیت په غاړه لري.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو د مخنیوي لپاره په هغو سیمو د پوهاوي ډېر تمرکز ساتي چې د انکاري کورنیو شمېر پکې زیات دی.
د سویل ځتیځ ولایتونو مسؤولین وايي چې د پولیو واکسین د منکرو کورنیو شمېر د تېرکال په پرتله نیمایي راښکته شوی.
د افغانستان په سویل ختیځ زون کې یو شمېر دیني عالمان وايي دوی کولای شي د ګوزڼ ویروس او روغتیا اړوند نورو مسایلو په اړه د اسلام په رڼا کې د خلکو عامه پوهاوی زیات کړي.
د پکتیکا روغتیایي چارواکي وايي چې په ټولو روغتیایي مراکزو کې د نورو صحي خدمتونو ترڅنګ د پولیو او نورو واکسینونو منظمې فعالې برخې لري او هره ورځ پکې ماشومانو ته واکسین کیږي.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې ورسره د خلکو همکاري ۹۰ سلنه زیاته شوې.
د افغانستان په سوېل ختیځ کې روغتیاپالان پدې باور دي چې که د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ټاکلو وختونو کې په منظمه توګه ماشومانو ته تطبیق شي له دې ناروغۍ ۹۵ سلنه د وقایې یا خوندیتوب ډاډ ترلاسه کېدلی شي.
د افغانستان په سویل ختیځ کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه شوې، خو بیا هم زرګونه داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین د تطبیق څخه انکار کوي او پدې توګه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د خوست یوشمېر روغتیاپالان په دې باور دي چې د هېواد په مختلفو کلیو بانډو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په وړاندې د ځینو خلکو ناسم پوهاوی او سوړ چلند ددغه عام بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.
د پولیو ضد ملي کمپاین د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۵) په ټول افغانستان کې پیل شو چې په ترڅ کې به یې د لس میلیونو په شاوخوا کې ماشومان د ګوزڼ په واړندې واکسین شي. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسئولینو په وینا، د دې کمپاین لپاره ټول تیاری له وړاندې بشپړ شوی.
د خوست ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د ماشومانو د حفظ الصحې نه رعایتول په هر موسم کې د پولیو ویروس د خپریدول سبب کیږي.
په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پرله پسې پنځمې مثبتې پېښې وروسته، د افغانستان د سوېل ختیځې حوزې یو شمېر خصوصي رسنۍ وایي چې دوی به د یادې ناروغۍ په اړه خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.
ننګرهار کې د پولیو د پرله پسې پنځمې مثبتې پېښې ثبتېدو وروسته، د افغانستان د سوېل ختیځې حوزې یو شمېر خصوصي رسنۍ وایي چې دوی به د یادې ناروغۍ په اړه خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي. د ژمن په نوم خصوصي راډیو ټلوېزیون چې له وړاندې یې هم د پولیو د مخنیوي بیلابیل پروګرامونه خپاره کړي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې په روغتیایي مرکزونو یې فشار زیات کړی، تر څو هیڅ ماشوم د پولیو ضد واکسین څخه پاتې نشي.
نور پورته کول