منیر بهار په کال ۲۰۱۸ کې دخوست شېخ زاید پوهنتون څخه د ژورنالېزم په څانګه کې لېسانس ترلاسه کړی او د ۲۰۲۱ کال راهیسې له سوېل ختیځ زون څخه له امریکاغږ سره د ازاد خبریال په توګه کار کوي.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د هر کمپاین په تطبیق سره د دې ویروس ګواښ کمیږي.
په افغانستان کې یو شمېر طبي کارمندان پولیو واکسین د زیات اهمیت نه برخمن بولي او له همدې کبله یې کور په کور د تطبیق سپارښتنه کوي.
پکتیکا چې یو لوی مساحت لرونکي ولایت دي او خلک یې په پاشلي توګه استوګن دي د شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ کوچنیانو لمنځه پکې ۷۰۰۰ د ګوزڼ له واکسین محروم دي.
د سویل ختیځ زون یو شمېر روغتیا پالان په دې باور دي چې د ګوزڼ له وروستۍ مثبتې پېښې نه تر دریو کلونو پورې بیاهم تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د واکسین کمپاین تطبیقول اړین دي.
د روغتیایي چارواکو په وینا د خوست په یوې لرې پرتې ولسوالۍ، موسی خېلو کې د ګوزڼ په هکله د خلکو پوهاوی زیات شوی او ۹۰ سلنه وګړي یې خپلو کوچنیانو ته واکسین تطبیقوي. دې ولسوالۍ کې پخوا د جګړو او نا امنیو له امله زیات ماشومان له واکسین محروم پاتې کېدل او محدودو کورنیو واکسین ته لاسرسی درلود.
روغتیا پالان وایي چې د څښاک ناپاکه اوبه د پولیو ناروغۍ دخپریدو لامل کیږي، او کورنۍ باید په هیڅ صورت اجازه ورنکړي چې ماشومان یې ناپاکه اوبه وڅښي.
د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی، او ۹۰ سلنه خلک خپل ماشومان واکسینوي.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره وایي د باکیفیته کمپاینونو په ترسره کولو سره به د پولیو ویروس ګواښ نور هم ټیټ شي.
د پکتیکا ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد کمپاینونو کې لا هم د ښځینه کارکوونکو تشه احساسیږي، چې د دوی لپاره د اندیښنې وړ ده.
د خوست ولایت یو شمېر دیني عالمان وایي چې د اسلام دین له لحاظه د پولیو واکسین د تطبیق په وړاندې هیڅ ډول ممانعت نشته، او مخالفت یې مشروعیت نلري.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وايي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ویروس شتون نور ولایتونه هم له ګواښ سره مخ کوي.
روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هیڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راوړی.
د افغانستان جنوب ختیځې حوضې ځوانان چې په خیریه فعالیتونو کې پراخه ونډه لري، وایي په روان کال به خپلو سیمو کې د پولیو ضد رضاکار فعالیتونه دوه برابره زیاتوي. یونیسف وایي له امتیازاتو پرته د ځوانانو همکاري غوره ګام دی او د تشویقي پروګرامونو له لارې به لا ډېر خلک دې کار ته وهڅوي. منیر بهار - امریکاغږ
د افغانستان د سویل ختیځې حوزې ځوانان وایي چې دوی چمتو دي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نورو خیریه فعالیتونو تر څنګ، د پولیو ضد مبارزه کې لا زیاته همکاري وکړي.
د افغانستان په سویل ختیځیو ولایتونو کې یو شمېر واکسیناتوران وایي چې که څه هم د دوی امتیازات ډیر کم دي، خو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې لا هم د پکتیکا ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډده کوي، خو د قناعت ورکولو لپاره یې هڅې روانې دي.
نور پورته کول