منیر بهار په کال ۲۰۱۸ کې دخوست شېخ زاید پوهنتون څخه د ژورنالېزم په څانګه کې لېسانس ترلاسه کړی او د ۲۰۲۱ کال راهیسې له سوېل ختیځ زون څخه له امریکاغږ سره د ازاد خبریال په توګه کار کوي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د افغانستان په سویل ختیځه حوزه کې به له دې وروسته د جومات په جومات کمپاین په ځای، کور په کور کمپاین ترسره شي.
د خوست روغتیایي مسؤولین وایي د پولیو واکسین د تطبیق په ساحه کې د ښځینه واکسیناتورانو کمی محسوسوي او هڅې یې چټکې کړي چې د ښځینه رضاکارانو شمېر زیات کړي. دا مهال د ټول خوست په کچه د ګوزڼ واکسین په برخه کې شپږ واکسیناتورانې کار کوي خو اړتیا شته چې لازیاتې واکسیناتورانې مرسته وکړي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر له کموالي سره مخ دي، خو هڅه کوي چې د هغوی شمېر زیات کړي.
د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد احتمال شته.
یو شمېر دیني عالمان د افغانستان د سویل ختیځې حوزې هغو سیمو ته چې اوسیدونکي یې د واکسین تطبیق ته زړه نه ښه کوي، د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په موخه کاري سفرونه کوي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د روغتیایي مبلغینو په ډله کې د دیني عالمانو رول اغیزناک دی.
د خوست روغتیایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د هغو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوله.
د خوست ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د پولیو واکسین د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د دایمي معافیت سبب کیږي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ټولې پرتې ستونزې هوارې شوي او هیڅ ډول کمبودي نه ترسترګو کیږي.
ګوزڼ د ماشومانو په راتلونکي سترې اغیزې لري او هغوی په ځواني کې له کار او ښه ژوند څخه بې برخې کوي.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لوري د نورو روغتیایي خدمتونو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي.
د پکتیکا ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر خلک لاهم د پولیو واکسین په ارزښت نه پوهیږي او ماشومانو ته د واکسين په تطبیق کې غفلت کوي.
روغتیایي چارواکي وایي چې په خوست ولایت کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړوالي له امله د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو پر وړاندې د کورنیو منفې غبرګونونه کم شوي.
په پکتیکا کې یو شمېر میندې او پلرونه وایي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین په نه ورکولو سخت پښیمانه دي او په راتلونکي کې به هیڅکله د هغوی په واکسینولو کې ناغیړي ونکړي.
خوست ولایت کې یو شمېر دینې عالمانو ته د یونیسیف ادارې له لوري د پولیو واکسین د ګټو په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د افغانستان د جنوب ختیځ زون روغتیایي چارواکي وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د جومات په جومات واکسین کړنلارې په پرتله د کور په کور واکسین کړنلاره بریالی ده.
د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د ګوزڼ د لومړنۍ مثبتې پیښې له تایید وروسته د یاد ولایت په ګډون د جنوب ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د واکسین کمپاین پیل شو.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د چاپېریال ککړتیا د پولیو ویروس د خپریدو لپاره زمینه برابروي او له خلکو غواړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې خپل چاپېریال پاک وساتي.
د پکتیکا په ډیله ولسوالۍ کې یوه دوه کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوی چې دا د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د ګوزڼ لومړنۍ پېښه بلل کیږي.
د یونیسف له لوري د پولیو واکسین د تطبیق په تړاو د سلګونو روغتیا پالانو او دیني عالمانو د روزنې د پروګرام له اعلان سره سم، خوست کې خلک د ګوزڼ په مخنیوي کې د دینې عالمانو رول اړین بولي.
نور پورته کول