نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
په پاکستان کې د تیرې یوې میاشتې راهیسې پښتنو د پوځ د تشدد په ضد احتجاجي غونډې شروع کړیدي. پدغو غونډو کې په زرگونو کسانو گډون کړیدی خو د پاکستان ټیلویژني چینلونه دغه مظاهرې هیڅ نه خپروي.
د منظورپښتین په مشرۍ د پښتنو د تحفظ غورځنگ د احتجاجونو او غونډو لړۍ کویټه ته هم رسیدلي ده.
د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځې د ورځې په توګه نمانځل کیږي. پدغه ورځ تاسو ته د افغانستان او پښتونخوا اته هغه ښځې درپيژنو چې هرې یوې یې خپل ژوند د ښځو او ټولنې ښیگڼې او پرمختګ ته وقف کړیدی.
د تیرې یوې میاشتې راهېسې د ښځو د حقونو مسلمانانو فعالینو په جوماتونو کې د ښځو سره د جنسي ځورونو په ضد کمپاین شروع کړیدی
په پاکستان کې د شنبې په ورځ د سنا ټاکنې ترسره شوی چې پکې د پاکستان پیپلز گوند لخوا یوې هندوه کرشنا کماري د سنا لپاره منتخب شوه.
د چارو کارپوهان وایي چې باید پاکستان په طالبانو د خپل نفوذ نه گټه پورته کړي او افغان طالبان خبرو ته اماده کړي
طالبان لیکي چې که چیرته مونږ په امریکا یرغل کړی وی او په امریکایي ولس یو د شپې بریدونه کولی نو کیدی شي د برنټ روبن نظر بدل وی
برنټ روبن د طالبانو د هغه لیک په ځواب کې لیکي چې د یو امریکایي کارپوه او د پخواني دپلومات په توگه د ٣٥ کلونو راهیسې د افغانستان په هکله د ځان پوه کولو کوښښ کوي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د افتاب خان مړی په ډیره اسماعیل خان کې د شنبې په ورځ وموندلو او د هغه کورنۍ ته یې خبر ورکړ.
په اسلام اباد کې د نقیب الله د قتل ضد مظاهرو نه وروسته د یو بل قبایلي ځوان احمد شاه د وژنې په ضد مظاهره شویده.
فائننشلز ټایمز وایي چین د تیرو پنځو کلونو نه د سي پیک یا د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز لپاره د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره پټې خبرې کوي.
په سوات کې پولیسو په هغه کسانو چې د یکشنبې په ورځ یې د پوځ په ضد مظاهره وکړه، د غدارۍ تورونه رسمي کړیدي
په سوات کې د یکشنبې په ورځ د امنیتې پوستو په ضد مظاهرې وشوې. مظاهره کونکي د پاکستان د پوځ نه غواړي چې نور دې په امنیتي پوستو د تلاشۍ په مهال خلک نه ځوروي.
عمران خان د خپلې روحاني پېرې سره واده کړیدی. دغه ښځه بشری مانیکا د عمران خان روحاني استاده یا پیره وه
د پاکستان سترې محکمې امر کړیدی چې امریکا ته د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني دې ونیول شي او محکمې ته دې حاضر شي.
دغه خبره په واشنگټن کې د سولې لپاره په تحقیقاتي مرکز کې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکې په موضوع په یوې غونډې کې د سیاسي چارو کارپوه ډیوډ سډني کړیدي.
په پاکستان کې د بشري حقونو د مبارزې او وکیلې عاصمه جهانگیر چې د شنبې په ورځ وفات شوه، په جنازه کې یې د نارینو تر سنگ ښځو هم گډون وکړ.
عاصمه جهانگیر داسې یوه ښځه وه چې د پاکستان د پوځ د نارواو په ضد یې د حق او عدالت اواز پورته کړی و او هم یې د هغوي په مقابل کې په خپل سخت دریځ لکه فولاد داسې ولاړه وه
نور پورته کول