نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
د پاکستان صدراعظم په لمړني ځل شمالي وزیرستان ته سفر کړیدی او پدغه سفر کې یې د ټینگار کړی چې پاکستان به اینده د نورو لخوا په تپل شوو جنگونو کې برخه نه اخلي
دا لمړنی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان په ټویټر یو بل باندې تورونه لگولي
ولسمشر ټرمپ وویل چې د پاکستان حکومت اسامه بن لادن سره د یو پوځي اډې سره نژدی پټیدو کې مرسته کړېده.
د فارن پالیسي خپرونې په یوې تازه مقاله کې لیکلي دي چې هند د افغانستان سیندونو د پاکستان په ضد د وسلې په توگه کارولی شي.
د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړي شاهد افریدي د هغه نه وروسته په یو ټویټ کې په هند نیوکې کړیدي چې د کشمیر په اړه د د هغه یوې وینا په پاکستان او هند کې بیل بیل عکس العملونه راوپارول.
په پاکستان کې د یو پښتون پولیس افسر طاهر داوړ چې د اکتوبر په ٢٧ د اسلام اباد نه برمته شوی و او پرون د سه شنبې په ورځ یې مړی وموندل شو، وژنې سخت غبرگون پارولی دی
د پښتون ژغورنې تحریک مشر محسن داوړ وایي چې دغه دواړه کسان د دې تحریک د طرفدارۍ له کبله د گوند نه ایستل شوي.
د نجونو د حقونو لپاره د فعالې ملالې یوسفزۍ پلار ضیالدین یوسفزي په خپل نوي کتاب کې د ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه لیکلې ده.
ډاکټر زبیر محسود د پي ټي ایم او د بشري حقونو لپاره د نړیوالو تحریکونو موازنه کوي او وایي چې د پي ټي ایم مشران باید د نورو نړیوالو تحریکونو نه زدهکړه وکړي.
د پښتون تحفظ تحریک یوه فعاله غړې گلالۍ اسماعیل وایي چې هغه د پاکستان په قانوني ادارو باور لري او د عدالت تمه لري.
منظور پښتین وایي چې تروسه پورې یې په پاکستان د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره زیات فشار ندی اچولی خو یواځې احتجاجي غونډې یې کړیدي.
د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو په یوې وینا کې ټینگار کړیدی چې پي ټي ایم د مختلف نظر او فکر لرونکو قامي تحریک دی
په پاکستان کې دین ته د سپکاوې په تور په قضیې کې د خوشې شوې اسیې بي بي کورنۍ وایي چې د امنیتي ستونزو له کبله په پاکستان کې نور نشي اوسیدلی.
د پاکستان د تحریک لبیک یا رسول الله مذهبي ډلې مشر خادم رضوي وایي چې د حکومت سره یې مذاکرات ناکامه شویدي او مظاهرو ته به دوام ورکړي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې مظاهره کونکو ته خبردارې ورکړیدی چې حکومت دیته نه مجبوروي چې سخت اقدامات وکړي او په ټولنیزو رسنیو د هغه وینا ته بیل بیل غبرگون ښودل شوی.
د خیبر پښتونخوا حکومت د جینکو ښونځیو ته د نارنیو په تگ بندیز لگولی دی چې د ښځو د حقونو د فعالینو برسیره یې د مخالفه سیاسي گوندونو غبرگون پارولی دی.
د پښتون تحفظ تحریک په بنو کې یوه احتجاجي غونډه کړیده چې د گډونوالو په وینا "دغه د پاکستان پوځ ته کلک ځواب و چې ویل یې، پي ټي ایم نورې لوی غونډې نشي کولی".
د بالي ووډ یوې اداکارې راکي ساونت په یوې بلې اداکارې تنوشري دت د جنسي تیري تور لگولی دی.
نور پورته کول