نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي امریکا ته یې څرگند پیغام ورکړی چې په افغانستان کې به پرمختگ یواځې د خبرو د لارې کیږي.
په تیرو لسو کلونو کې د سوشل میډیا او یا د ټولنیزو رسنیو استعمال د نړۍ د نورو ملکونو په څیر د پښتنو په سیمو کې هم زیات شویدی.
جنرال عبدلرازق چې د لسو نه زیات ځانمرگه بریدونه کې ژوندې وتلی و، د اکتوبر په ١٨ مه په یو برید کې ووژل شو. د هغه وژل کیدو ته په پاکستان کې ځینو کسانو د دغه ملک لپاره ښه خبر وباله.
د پښتون تحفظ تحریک یو مشر محسن داوړ د واشنگټن په یو تحقبقاتي مرکز کې په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولنیزو رسنیو نه پرته به پښتون تحفظ تحریک ممکن نه و.
په اسلام اباد کې د چین یو ډپلومات په امریکا کې د پاکستان د یو پخواني سفیر حسین حقاني سره په ټویټر لانجه کړیده
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلام اباد د عالي محکمې یو قاضي شوکت عزیز صدیقي د دندې نه لیرې کړ
د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر د پښتونخوا ملي عوامي گوند د مشر محمود خان اڅکزي هغه وینا چې د خپلو پلویانو نه یې وغوښتل د افغانستان تابعیت دې واخلي، "هوایي او غیر عملي خبرې" بللې دي.
د پاکستان د ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي په کویټې کې د دیموکراسۍ د شهیدانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان پښتانه دې د افغانستان پاسپورټ هم واخلي
د پیښور په پوهنتون کې د پولیسو په محصلینو هغه وخت تشدد وکړ چې هغوي د پوهنتون د فیسونو د زیاتیدو له کبله احتجاج کاوه
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شهر یار خان افریدي سره په ملاقات کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کولو په اهمیت ټینگار کړیدی.
وروسته تر هغې چې د اسلام اباد عالي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم یو ملاتړ کونکی حیات پریغل په ضمانت خوشی کړ، د پي ټي ایم مشر د بخښنې د نړیوال سازمان نه د هغه لپاره د غږ پورته کولو له کبله مننه وکړه
دا دریم ځل دی چې د افغانستان د کرکټ د اسیا جام د کرکټ لوبې پریکړه د لوبې په اخیرې اوور کې کیږي.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د پاکستان په حکومت غږ کړیدی چې د بشري حقونو فعال حیات پریغل دې سمدستي خوشی کړي.
د اسلام اباد عالي محکمې د پخواني وزیراعظم نوازشریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم صفدر د خوشې کولو د امر نه وروسته یوې خوا ته د هغوي طرفداران خوشحالۍ لمانځي نو بلې خوا ته یې سیاسي مخالفین په دغه پریکړې نیوکې کوي
د پاکستان صدراعظم د هغې نه دوه ورځې وروسته چې اعلان یې وکړ پاکستان کې افغان مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړي، ویلي چې پدې اړه لا پریکړه نده شوې او د خپل گوند سره به سلا مشورې وکړي.
د جنوبي او شمالي وزیرستان نه د پارلمان غړو او د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکي مشرانو محسن داوړ او علي وزیر په پارلمان کې د پښتنو سره د نژادي تبعیض ضد احتجاج وکړ
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په پاکستان کې افغان مهاجرینو ته به د پاکستان تابعبت ورکړي.
د امریکا د دفاع وزیر جنرال جان میټس په پینټاگان کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هیله څرگنده کړیده او ویلي یې دي چې افغانان د ۴٠ کلونو نه په جنگ کې ژوند کوي او نوره سوله غواړي.
د پاکستان د پنجاب په صوبې کې د پنجشنبې په ورځ یو نرښځې په ډله ایزه توگه ژوندې وسوځوه او هغه روغتون ته د رسیدو نه وروسته ساه ورکړه.
د پاکستان حکومت تروسه پورې دا پریکړه نده کړې چې نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم صفدر به د کلثوم د جنازې په مراسمو کې گډون ته پریښودل شي او کنه
نور پورته کول