سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د عامه کتابتون د افغانستان پیژندنې په برخې کې د دغه هېواد په اړه له ۱۲ زرو ډېر کتابونه شته. چارواکي وايي د ۱۳۰ کلونو زاړه تاریخي کتابونه یې هم ساتلي. دوی وايي د افغانستان پیژندنې برخه ډېره کوچنی ده او دوی اړ شوي دي چې د ځای نشتون له کبله ډیر شمېر کتابونه په کارتنونو کې وساتي.
په بامیانو کې د کرکټ لوبغاړي د دغې لوبې لوبغالی او نور امکانات غواړي. د بامیان ویجاړ شوي بودا (ثلثال) بت مخې ته هر مازدیګر ځوانان، او ماشومان راټولیږي او کرکټ کوي. دوی وايي په بامیان کې د کرکټ لپاره ښه استعدادونه شته خو د ودې لپاره باید پرې کار وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د برېښنا لېږد ۳۰ ستنې نړول شوي چې پر رغولو یې تر اوسه د شااوخوا ۹۵۲ زره امریکا ډالرو لګښت راغلی دی.
د افغانستان د ټکوانډو فدراسیون وايي چې ملي لوبغاړي محسن رضايي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته په اسیایي لوبو کې د سرو زور مډال وګټه.
یو شمېر هغه محصلین چې په تېرې روژې میاشتې کې د رخصتۍ لپاره له پاکستان نه افغانستان ته راغلي د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله تر اوسه افغانستان کې ایسار پاتې دي.
نن د (تور د بامیان) په نامه د انجونو د بایسکېل ځغلونې لوبې دویمه ورځ وه. په دې لوبې کې د افغانستان په کچه نږدې ۵۰ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و. لوبغاړې د ورته لوبو ډېرېدو تمه لري وايي دغه ورزش باید افغانستان کې ښه دود شي.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي فډراسیون له خوا د (تور د بامیان) لوبو لړۍ دوهمې ورځې ته ورسېدې.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رپوټ ښيي چې افغانستان کې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې اوه میلیونه نفوس ډېر شوی دی.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پرون وویل چې روسیې کې د اریانا افغان هوایی شرکت یوه بویینګ ۷۳۷ الوتکه د سل ورځو ایسارېدو وروسته کابل ته راستنه شوه.
د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو څلورو کلونو کې له افغانستانه څه باندې ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې بهیر ته صادر شوي دي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د پوبجي انلاین لوبه پر افغان کاروونکو وتړي.
کابل کې د څرمنې څخه د څپلیو د تولید فابریکې هره ورځ سلګونه جوړې څپلۍ تولیدوي. یو صنعتکار وايي کار یې ښه دی اود افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل تولیدات استوي خو د برېښنا کمښت یې د کار لوی خنډ دی.
د سوک وهنې نړۍ د افسانوي اتل محمد علي کلي پخوانۍ مېرمن خلیله کلي کابل ته راغلې ده. هغه وايي غواړي کابل کې د ویکټوري (بریا) په نوم د فوټبال هغه سټدیوم جوړ کړي چې اوه کاله مخکې محمد علي غوښتل جوړ یې کړي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره یا اترا وايي چې دغه هېواد کې د (4G) انټرنیټ خدمتونو باندې پانګه اچونه کوي.
د پوځي چارو کارپوهان وايي چې هوايي ځواک د یو هېواد د پوځ ځواکمنتیا او بریالیتوب کې اغیزمن رول لوبوي او د نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ سیالۍ هم د همدې برخې د ټیکنالوژی پر ځواکمنولو روانه ده.
که څه هم د افغانستان حکومت له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د روان کال په وري میاشت کې د شاه او عروس د اوبو بند د اوبه زېرمه کولو چارې پیل شي خو لا هم دغه بند ګټې اخیستنې ته نه دی سپار شوی.
کوچنۍ لیکوالې ملالۍ وقار د ماشوم ادبیاتو په برخې کې د (وری او ستوری) په نامه کیسه لیکلی. ۱۳ کلنه ملالۍ وايي مېندې او پلرونه باید ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. دا چې ملالۍ څنګه دغه اثر ولیکه او چاپ ته چمتو شو، په اړه یې پخپله د ملالۍ او د هغې د پلار خبرې دلته اوریدی او کتلی شئ.
د اسپانیا د فوټبال غوره لیګ مخکښو لوبډلو ریال مادرید او بارسلونا تېره شپه د الکلوسیکو په یوې جالبې لوبې کې سره سیالي وکړه چې ریال ۲ د ۱ ګول په مقابل کې لوبه وګټله.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې تېر کال کې افغانستان کې لږ تر لږه یو مټریک ټنه وریښمین تولید شوي دي.
د ملي پارک په توګه د نورستان د ځنګلونو اعلانولو وروسته تمه کیږي چې د لومړي ځل لپاره سږ کال دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ را تګ ډېر شي.
نور پورته کول