شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
د پسرلي موسم له رانږدې کېدو سره، د هند د جیپور ښار د ګلونو بازار تازه زنګ او ښکلا موندلې. پدې ځای پلورونکو خپلې هټۍ د رنګارنګ، ځایي او نایابه ګلونو سره سینګار کړي، ترڅو د پیرودونکو پام ځان ته راواړوي.
جیپور کې کیدونکې د ادبیاتو ستره غونډه چې "د ادبیاتو مهاکهومب میله" یې هم بولي، له ۲۰۰۶ کال راهیسې هر کال په دغه ښار کې کیږي. په دغې میله کې د هند برسیره د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه ادیبان، لیکوالان او د کتابونو مینوال راټولیږي. شلپي بترا پرې لنډه ویډیو چمتو کړې
د هند د راجستان ایالت په بونډي سیمې کې موهن داس شرما، نه یوازې هارمونیه پلوري، بلکې په خپلې هټۍ کې د موسیقي الاتو، په ځانګړي ډول د مشتریانو هارمونیې هم ترمیموي. پدغه ویډیو کې چې دا مریکاغږ همکارې، شیلپي بترا لیږلې، د موهن داس شرما ورځنې فعالیت انځور شوی دی.
په هند کې کونځلو کلچې (تیلپتي) د ژمي د موسم له ځانګړو خوړو څخه ګڼل کېږي، چې خلک یې ډېر خوښوي. په دغه ویډیو کې، چې د امریکا غږ همکارې شیلپي بترا چمتو کړې، د دې خوندورو کلچو د پخولو طریقه انځور شوې ده.
په ټول هند کې د هغو کوڅه ډبو غواګانو د پالنې لپاره ځینې مرکزونه جوړ شړي چې مالکانو په کوڅو کې خوشې کړي او نور یې د ساتلو کومه اراده نلري. رضاکاران په دغه مرکز کې په وړیا توګه د دغه ډول غواګانو پالنه او ساتنه کوي. په ځینو سیمو کې بیا د همدغو غواګانو محصولات هم خرڅلاو ته ایښودل کیږي.
۸۶ کلن لیلا رام، هغه یوازینی هندو پښتون هنرمند دی چې په خپله سیمه کې د نورو په پرتله ښه پوهیږي چې په ودونو او د خوښیو په محفلونو کې د "اټن" لپاره ډُهل څنګه وهل کیږي.
د هند په احمد آباد ښار کې، چې د جامو او ټوکرانو د تولید مرکز ګڼل کېږي، په یوه فابریکه کې د ګلدوزۍ د پرمختللو ماشینونو په مرسته لسګونه متره ټوکر په څو شیبو کې ګلدوزي کیږي. په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ همکارې، شیلپي بټرا رالېږلې، د ماشيني ګلدوزۍ بهیر انځور شوی دی.
عارف خان د راجستان د پشکار سیمې یو تکړه هنرمند دی چې له تیږو مجسمو جوړوي. هغه د سنګ مرمر له تیږې دغه مسجمې جوړوي. دده په شان هنرمندانو د لاس کار په دغه سیمه کې خورا مشهور دی. شلپي بترا - امریکاغږ
پر ټوکرو ډیجیټل چاپ نن سبا تر ډېره په لاس د دودیز چاپ او ډېزاین ځای نیولی دی. د چاپ کولو دا لوی ماشینونه چې د کمپیوټر په مرسته اداره کیږي، په څو دقیقو کې سلګونه متره ټوټې رنګولی شي. د دغو ټوکرو د رنګ کولو، وچولو او بسته بندۍ پروسه په دې ویډیو کې کتلی شئ. شلپي بترا - امریکاغږ
د هند د هماچل پردیش ایالت په دهرمکوټ سیمه کې د ریتو سیرین په نوم هنرمندې یو صندوق ایښودلی چې له خپل وطنه تبعید شوي کسان پکې خپل خطونه اچوي. ریتي وایي چې دغه صندوق یې په ۲۰۰۰ کال کې پیل کړ او غواړي ۲۰۵۰ کې یې پرانیزي. هغه هیله لري چې دغه پيغامونه به راتلونکي نسل ته مهمې زده کړې ورکړي.
د هند د راجستان ایالت د جیپور ښار په هوا محل کې د مود او فیشن ننداره تر سره شوه چې پکې د کتک لرغونې نڅا هم نندارې ته وړاندې شوه. شلپي بترا د دغې نندارې ویډیو لیږلې چې دلته یې کتلی شئ.
د هند په راجستان ایالت کې یوه فابریکه د ګادۍ په څیر تفریحي موټرې جوړوي چې په هوټلونو کې د میلمنو د لیږدولو لپاره کارول کیږي. په دې ویډیو کې په لرغوني سټایل جوړېدونکو موټرو د جوړولو بهیر کتلی شئ. شلپي بترا – امریکا غږ
په هند کې له پوزکيو یا بوریا څخه د وسایلو او فرنیچر جوړول له پخوا څخه دود دي. اوس هم په هند کې داسې صنعتکاران شته چې له نۍ او پوزکیو څخه څوکۍ، میزونه، ټوکرۍ او دا ډول نور وسائیل جوړوي.
د هند په جیپور کې د یو پښتون هندو د مذهبي مراسمو یوه څنډه. هغه په دغو مذهبي مراسمو کې خپل کور څراغان کړی او د عادي ژوند دعا کوي.
د هند په هیماچل پردیش ایالت کې د "نادرشاه کوهستاني استوډیو"په نوم د هنري کارونو یو مرکز، د خلکو د ذهني سلامتیا لپاره دغه ایالت د غرونو په لمنه کې د انځورګرۍ زمینه برابره کړې ده. مراجعه کوونکي ددغه هنري مرکز په مرسته، په یو ارام چاپېریال کې د انځورګرۍ له لارې خپلې هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.
په هند کې په ودونو کې د موسیقۍ یوه ډله چې شاوخوا ۲۰ کسان وي، د ډول او موسیقۍ نورو الاتو سره د واده مراسم رنګین کوي.
په دې ویډیو کې چې د امریکا غږ همکارې شیلپي بترا لیږلې، د هند په درمشالا کې د ښکلو طبیعي منظرو یوه برخه ګورئ. د شنو ونو په منځ کې د لویو او وړو آبشارونو شتون هغه ځانګړتیا ده چې د غر ختلو مینه وال هڅوي چې ددې سیمې د دوهولادار غرونو ته سفر وکړي.
د هند د هیماچال پردیش ایالت د بیر په سیمه کې یو شمېر هنرمندان د رنګینو کاشیو په کارولو سره د دیوالونو پر مخ راز راز هنري اثار انځوروي.
پاسانګ توپګیال د هند د هیماچل پردېش په ایالت کې د موسیقي د دودیزو وسایلو د جوړولو د یوې کوچنۍ کارخونې مالک دی. هغه چې دا هنر له خپل پلاره په مینه او ژمنتیا زده کړی، اوس یې خپلو ماشومانو ته ور زده کوي.
د هند په راجستان ایالت کې د دودیزې موسیقۍ یوې ډلۍ هنري ټوټه ګورئ چې پکې د موسیقۍ ځینې وسایل یې د راجستان د جیسلمر سیمې دودیز وسایل دي. دغه وسایل په لاس جوړ شوي او لا هم په سیمه کې خورا محبوبیت لري.شلپي بترا – امریکا غږ
نور پورته کول