د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د رسا د خصوصي تلویزون مسئول مدیر غلام محي الدین صاحبزاده او د دغه تلویزون خبریال جهادمل حبیبي د طالبانو په زندان کې د لسو میاشتو بند له تېرولو وروسته خوشې شول.
طالبانو دا دوه خبریالان د خپل «نظام په ضد تبلیغاتو» په تور نیولي وو او په لسو میاشتو بند یې محکوم کړي وو.
طالبانو هغه مهال د رسا تلویزون وسایل او کمپیوټرونه ضبط کړل او دفتر یې هم ورته وتړه. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د رسا تلویزون دفتر لا هم تړلی دی.
د دغه مرکز په اعلامیې کې، چې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ خپره شوې، د یوې باخبره سرچېنې په حواله ویل شوي: «غلام محیالدین صاحب زاده او جهادمل حبیبي نن وروسته له غرمې شاؤخوا ۴ بجې خوشې شول. هغه وویل، چې یاد دوه خبریالان په بګرام بند خونه کې بندیان وو او له خوشې کېدو وړاندې په کابل کې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدول شوي وو.»
د رسا تلویزون په ۱۳۹۸ کال کې په کابل کې نشرات پیل کړل، چې ټولنیز راپورونه او د اقلیم او وحشي ژویو د ژوند په اړه یې بهرني مستندونه خپرول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو خوشې کېدل ستایلي او د هغوی د ازادۍ سلبول یې غندلي دي، همدغه راز غوښتنه یې کړې چې د رسا تلویزون دفتر دې بېرته پرانیستل شي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې حاکمان شول او په رسنیو یې سخت بندیزونه او محدودیتونه ولګول، زرګونه افغان خبریالان د طالبانو له ډاره له افغانستان څخه ووتل او یا یې خپلې دندې پرېښودې.
د بې پولې خبریالانو مرکز د راپور په اساس، د طالبانو د محدودیتونو له کبله په افغانستان کې ۴۳فیصده رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي، دغه سازمان وايي چې ۸۰فیصده ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې دا مهال لږ تر لږه پنځه خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
فورم \ دبحث خونه