د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیاتو او مصرف لایحه، چې یوه ورځ مخکي د کانګرس له خوا تصویب شوه، سپینې ماڼۍ ته استول شوې چې ولسمشر به یې نن د جمعې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاس لیک او توشیح کړي.
ددې لایحه تصویب او توشیح د ولسمشر ټرمپ دپاره په کورني سیاست کې یوه غټه لاسته راوړنه ګڼل کېږي چې هغه یې د امریکا د آزادۍ د ورځې سره سم لمانځي.
دغه لایحه چې په ،، یوې غټې ښایستې لایحې،، مشهوره ده د پنجشبنې په ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې د ۲۱۸ موافقو او ۲۱۴ مخالفو رایو په مرسته تصویب شوه. د دوو جمهوري غوښتونکو پرته، ټولو جمهوري غوښتونکو غړو لایحې ته موافقه رایه ورکړه په داسې حال کې چې ټولو ډموکراتانو بیا، چې په ولسي جرګه کې اقلیت دي، مخالفه رایه ورکړه.
دغه لایحه په سنا کې د سې شنبې په ورځ د ۵۰ مخالفو او ۵۰ موافقو رایو په مرسته تصویب شوه. کله چې په سنا کې رای ګیري دومره سره نږدې وي، د امریکا د ولسمشر مرستیال چې د هر ګوند غړی وي خپل د ګوند په طرفداري رایه ورکوي چې اکثریت ترلاسه شي او د سې شنبې په ورځ د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس خپله رایه د لایحې په طرفدارۍ او تصویب کې وکاروله. په دې سره د درو جمهوري غوښتونکو پرته، ټولو جمهوري غوښتونکو سناتورانو موافقه رایه ورکړه په داسې حال کې چې ډموکراتو سناتورانو بیا ، چې په سنا کې اقلیت دي، مخالفه رایه ورکړه.
ښاغلي ټرمپ د ایوا په ایالت کې د خپلې وینا پر مهال دغه ستره بریا ولمانځله. هغه د ایوا په ایالت کې د امریکا د ۲۵۰ مې کلیزې په مناسبت په یو لړ مراسمو کې چې د استقلال د ورځې په مناسبت دایر شوي و، برخه واخیسته او په دې سره په ټول هیواد کې یو کلن چشن پیل شو. ښاغلي ټرمپ وویل ،، د امریکا دپاره د زېږندې تر ټولو ښه تحفه د هغې عالي لایحې پرته بل نشي کیدای چې څو ساعته مخکي کانګرس تصویب کړه، یوه غټه ښایسته لایحه چې امریکا به بیا ستره کړه.،،
په دې لایحې کې د ولسمشر د ۲۰۱۷ کال د مالیاتو کمول دایمي کېږي او ددې سبب ګرځي چې د افرادو او کاروبارونو دپاره د ټکس د کمولو د نورو لارو په مرسته، عاید او معاشونه لوړ شي لکه د ماشوم درلودلو په بدل کې کمه مالیه، پر بخششیو صفر مالیه، پر اضافه کاریوو صفر مالیه، د ټولنیز امنیت پر پروګرام کمه مالیه او د نویو پیدا شویو ماشومانو دپاره د سپما داسې حسابونه چې پر سود یې ټکس ځنډول کېږي.
دغه راز په لایحه کې پر دفاعي چارو نوره پانګونه او د سرحد د امنیت د برخه کې د لګښتونه زیاتوالی شامل دی. همدا راز په لایحه کې د عامل المنفعه په پروګرامونو کې د مستحق شمیرل کیدلو د شرایط په سختولو سره، لګښت کم شوی دی.
ډموکراتانو پر دغې لایحې انتقاد کړی دی او وايي چې ددې لایحې په لړ کې به بډایه خلګ د کاري طبقې د خلکو په قیمت لازیات بډایه شي او د کاري طبقې خلکو عام المنفعه ګټې به راکمې شي. خو جمهوري غوښتونکي بیا وايي چې دغه لایحه به عام المنفعه پروګرامونه لا زیات غېښتلي کړي ځکه په ترڅ کې به یې غیر واجد شرایط کسان دغه ګټې نه ترلاسه کوي او پرځای به یې زیرمې تر ټولو زیاتو مستحقو او اغیزمنو امریکایانو ته تخصیص کېږي. دغه لایحه به پر کاري او مینځنۍ طبقې خلکو باندې مالیات راکم کړي.
فورم \ دبحث خونه