د پاکستان پوځ وايي چې له وسله والو سره یې په بېلا بېلو نښتو کې ۱۹ سرتېري او ۲۳ برید کوونکي وژل شوي دي.
د پوځ اعلامیه وايي په لومړۍ نښتې کې، چې د جنوبي وزیرستان د بدر په سیمه کې شوې، ۱۲ پاکستاني سرتېري او ۱۳ اورپکي وژل شوي دي.
وايي بریدګرو د سرتېرو په کاروان یرغل وکړ او جګړه وشوه. په دغې پېښې کې، د چارواکو په وینا، څلور تنه نور ژوبل شوي هم دي.
پاکستاني طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې برید هغوی کړی دی.
د پاکستان پوځ په یوې بلې اعلامیې کې ویلي دي په یوې بلې جګړې کې، چې په کوز دیر کې شوې، اووه پاکستاني سرتېري او ۱۰ بریدګر وژل شوي دي. پوځ وايي چې جګړه هغه مهال وشوه چې پوځ د اورپکو یو پټځای پیدا کړ.
پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو په دې وروستیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.
پاکستاني مقامات ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي.
فورم \ دبحث خونه