پلټونکو د جمعې په ورځ، د جون په ۱۳مه (د جوزا ۲۳) د ایر انډیا شرکت د هغې الوتکې د غورځېدو په ځای کې ځیړنې پیل کړي چې د پنجشنبې په ورځ له حیدراباد څخه پرواز لږ وروسته وغورځېده او تر ۲۴۰ ډیر کسان پکښې مړه شول.
چارواکي وايي چې د الوتکې د معلوماتو ریکارد یا تور بکس یې موندلای دی.
د چارواکو په وینا، د مړو د پاتې شونې د پیژندلو لپاره د ډي ان اې (DNA) ازموینه ترسره کیږي.
د دې پیښې په قربانیانو کې د الوتکې مسافر او ځینې هغه کسان شامل دي چې په هغه ساختمان کې وو چې الوتکه پرې غورځیدلې وه.
په دې پېښه کې یوازې یو مسافر ژوندی پاتې دی.
د ایرانډیا هوايي شرکت ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۶۹ هندي اتباع، ۵۳ برتانوي اتباع، اووه پرتګالي اتباع او یو کاناډایي تعبه سپاره وو، چې لندن ته روانه وه.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ د پېښې ځای ته ولاړ او ویې ویل: "د ویجاړۍ صحنه غمجنه ده."
مودي د ایکس په ټولنیزو شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي، "ما په احمد آباد کې د یوازیني ژوندي پاتې شوي کس په ګډون د الوتکې د غمجنې حادثې له ټپیانو سره ولیدل، او هغوی ته مې ډاډ ورکړ چې موږ په دې سخت وخت کې د هغوی او د هغوی له کورنیو سره ولاړ یو. ټول ملت د هغوی د ژر رغیدو لپاره دعا کوي."
متحدو ایالتونو او بریتانیې ویلي چې دوی به په تحقیقاتو کې د مرستې لپاره یو شمیر ټیمونه هند ته واستوي.
د بریتانیې صدراعظم کایر سټارمر وویل: "د هغه الوتکې د غورځېدو صحنې غمجنې دي چې ګڼ شمېر برتانوي اتباع یې لندن ته لېږدول او د هند په احمد آباد ښار کې راولوېدلې."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه "غمجنه" وبلله.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "ما هغوی ته وویل چې موږ به هر څه وکړو چې په وس کې لرو، موږ به سمدلاسه هلته ورسیږو."
د هند وروستۍ مرګونې هوايي پیښه په ۲۰۲۰ کال کې وشوه، کله چې د ایر انډیا ایکسپریس الوتکه په سویلي هند کې پر رنوي له خپل مسیر څخه ووتله او ۲۱ کسان یې ووژل.
فورم \ دبحث خونه